1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستهندوستان

افغان هندوانو او سيکانو ته د هند تابعيت ورکول کیږي؟

۱۴۰۱ آبان ۱۰, سه‌شنبه

د هند په دوو سيمو کې ميشتو د افغانستان، پاکستان او بنګله ديش غير مسلمان وګړو ته په دغو سيمو کې د هندي وګړي په توګه د ثبتېدو اجازه ورکړل شوې ده. د هند د تابعيت د قانون له مخې دا خلک دمګړۍ د هند په دغو دوو سيمو کې ميشت دي.

https://p.dw.com/p/4IvOA
په کابل کې د سیکانو يو عبادت ځای
په کابل کې د سیکانو يو عبادت ځایانځور: Mohd Rasfan/AFP

د هند د کورنيو چارو وزارت د سرحدي ایالت ګجرات په آنند او مهسانه سيمو کې میشتو د افغانستان، پاکستان او بنګله ديش هندوانو، سیکانو، بودايانو، جاينانو، پارسيانو [زردشتيانو] او مسيحانو ته اجازه ورکړې ده چې د هند د وګړي په توګه ځان ثبت کړي.

د تابعيت د ورکړې په اړه دا پريکړه د ۱۹۵۵م کال د تابعيت د قانون پر اساس شوې ده او د ۲۰۱۹م کال د تابعيت د ورکړې د تغير د لانجمن قانون (سي ای ای) سره هیڅ ډول تړاو نه لري.

نظر: د هند د تابعيت نوی قانون قانوني بڼه نه لري

د تابعيت د ورکړې د تغير لانجمن قانون کې د افغانستان، پاکستان او بنګله ديش څخه هندوستان ته ورغلو هندوانو، سیکانو، پارسيانو، بودايانو، جاينانو او مسيحانو ته د هند د تابعيت د ورکړې ګنجايش شته. خو دا چې حکومت تر اوسه په دې اړه د اصولو پر ټاکلو بريالی شوی نه دی نو له همدې کبله د سي ای ای پر اساس تر اوسه لا چا ته تابعيت نه دی ورکړل شوی.

د هند د کورنيو چارو وزارت له خوا د جاري کړل شوې خبرتيا په حواله به اوس د افغانستان، پاکستان او بنګله ديش هغو مذهبي اقليتونو ته د هندي وګړي په توګه د ځان د راجستر کولو اجازه وي چې د ګجرات په آنند او مهسانه سيمو کې ژوند کوي. دوی ته د ۱۹۵۵م کال د تابعيت د قانون د پنځمې او شپږمې مادې او د تابعيت د ۲۰۰۹م کال د اصولو پر اساس د هند تابعيت ورکول کیږي.

د تابعيت ترلاسه کولو لاره

په خبرتيا کې راغلي دي چې په دې دواړو سيمو کې ميشت ذکر شوي کسان بايد په آنلاين ډول خپل غوښتنليکونه وليږدوي چې د سيمې اداري چاروواکي به یې ارزوي. تر دې وروسته به مرکزي حکومت پر دې غوښتنليکونو غور کوي.

په هند کې سک افغان مهاجر: که سوله راشي وطن ته ستنیږم

د کورنیو چارو وزارت په خبرتيا کې زياته شوې چې د اړتيا په صورت کې به اداري چارواکي د عريضه کوونکي په اړه پلټنې هم کوي. دا کار به اړوندې ادارې ترسره کوي. د ټولې پروسې تر بشپړيدو او د اداري چارواکي تر قناعت وروسته به عارض ته د هند د تابعيت د راجستريشن يا ثبت جواز ورکول کیږي.

د تابیعيت د ورکړې د تغير قانون په هند کې پر يوې سترې سياسي موضوع اوښتی دی
د تابیعيت د ورکړې د تغير قانون په هند کې پر يوې سترې سياسي موضوع اوښتی دیانځور: DW/A. Ansari

د يادولو ده چې د نريندر مودي په مشرتوب د هندو ملتپاله بي جي پي ګوند حکومت غواړي چې له افغانستان، پاکستان او بنګه ديش څخه ورغلو هغو هندوانو، سکانو، پارسيانو، جاينانو او مسيحانو ته د هند تابعيت ورکړي چې د ۲۰۱۴م کال د دسمبر د ۳۱مې نيټې ترمخه هند ته رسېدلي ول.

د مودي حکومت دا پريکړه هم کړې ده چې له دې درې سرو هيوادونو څخه هند ته کډه شويو مسلمانانو ته به د دغه هيواد تابعيت نه ورکول کيږي.

د تابعيت د ورکړې د تغير لانجمن قانون

د مودي حکومت د تابعيت د ورکړې د تغير قانون د ۲۰۱۹م کال په دسمبر مياشت کې تصويب کړ او وروسته بيا د هند ولسمشر دا توشيح هم کړ. خو د دې قانون پر ضد په ټول هندوستان کې پراخې مظاهرې ترسره شوې. په دې مظاهرو کې تر سلو ډېر کسان ووژل شول او په زرونه نور ټپيان شول.د هندوستان په مظاهرو کې ۱۶ کسان وژل شوي او مظاهرې لا هم ادامه لري

د دې احتجاجونو له کبله د ميلیونو پېسو زيان هم رسيدلی وو او تر اوسه په لسونو کسان په زندان کې دي.

د مودي حکومت تر اوسه د دې قانون په عملي کولو نه دی توانيدلی ځکه چې اصول یې ورته تر اوسه بشپړ کړي نه دي. که څه هم چې د ولسمشر له خوا تر توشيح وروسته د شپږو اونیو په موده کې د عملي کولو لارې چارې بايد بشپړې وي خو حکومت په دې تړاو د کمېټې د کار موده د ۲۰۲۰م کال راهيسې تر اوسه اووه وارې تمديد کړې ده.

د تابعيت د ورکړې د تغير قانون په هند کې پر يوې سترې سیاسي موضوع اوښتی دی او سياسي ګوندونه ترې د خپلې ګټې په موخه ښه استفاده کوي.

ب. ص/ ن. ز (جاويد اختر، نوی ډهلی)

زموږ له آرشيف څخه: