1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان سولې لپاره د زلمي خلیلزاد په نوې هڅه کې څه دي؟

۱۳۹۸ تیر ۳۰, یکشنبه

ښاغلي خلیلزاد وايي افغان سولې لپاره د یوې نوې هڅې له پاره چمتوالی نیسي. سره له دې چې د دغه نوي ماموریت جزئیات نه دي په ډاګه شوي خو افغان کارپوهان وايي له دې وروسته د سولې په تړاؤ له هر ګامه باید افغانان خبر وي.

https://p.dw.com/p/3MRt8
Kabul Afghanistan politische Debatte TV
انځور: Getty Images/W. Kohsar

افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په خپل یوه وروستي ټویټ کې ویلي د نوي ماموریت د چمتوالي لپاره یې په واشنګټن کې د جرمني او هند له سفیرانو او د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره کتلي. په دې کتنو کې پر افغان سوله خبرې شوي. زلمي خلیلزاد د دغو خبرو ډیر جزئیات نه دي ورکړي، خو ويلي يې دي چې په سوله کې د لا ډیر پرمختګ لپاره یوه بل ماموریت ته چمتووالی نیسي. سیاسي شنونکی سید خالد سادات وایي چې د زلمي خلیلزاد هلو ځلو ته هیله مندي شته خو له جزئیاتو یې افغانان او په ځانګړي توګه افغان حکومت ناخبره ساتل د سولې په ګټه نه بریښي. د هغه په خبره «د سولې مسئله دې پرمخ ولاړه شي، خو په دقیق او شفاف ډول دې دا کار وشي، يعنې د افغانستان له خلکو سره باید خبرې شریکي شي.»
طالبانو ته نیږدې سرچینې وایې خلیلزاد هڅه کوي چې افغان سولې لپاره سیمه ییزه اجماع رامنځته کړي او ښايي د نوموړي د ماموریت یوه موخه هم دغې اجماع ته کار کول وي. 

د اتم پړاو خبرو ته چمتووالی؟

جلال الدین شینواری چې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال لوی څارنوال ؤ، د خپلو معلوماتو له مخې وایې چې د دې سیمه ییزي اجماع له رامنځته کېدو وروسته ښايي ډیر ژر د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د اتم پړاؤ خبرې پيل شي. خو په دغه پړاؤ کې به بیا پر کومو موضوعاتو خبرې کیږي؟ ښاغلی شینواری یې په اړه وايي: «مهم موضوعات چې ورباندې به بحث کیږي د مهالویش مسئله ده، د امریکایانو د خروج، افغان حکومت سره د خبرو او د طالبانو له خوا د اوربند سکالو ده چې قدم په قدم به په همدې ډول وړاندې ولاړ شو.»
دا څرګندونې داسې مهال کيږي چې د پاکستان لومړی وزیر عمران خان هم واشنګټن ته تللی او هلته به له ولسمشر ترمپ سره د نورو موضوعاتو ترڅنګ پر افغان سولې باندې خبرې اترې وکړي. امریکايي رسنیو د دغه سفر په اړه لیکلي چې ښايي د ترمپ اداره له عمران خانه وغواړي چې پر طالبانو لا ډير فشار راوړي. سیاسي شنونکی وحیدالله غازي خیل وايي، عمران خان په لومړي ځل واشنګټن ته سفر کوي او ښايي د افغان سولې په تړاو نوموړی له دغه فرصته خورا ګټه پورته کړي.
د غازي خېل په خبره «دا سفر د هغوی لپاره ډیر مهم دی. مهم ټکی په دې سفر کې افغان کشاله ده، ځکه اوس هغه مهال دی چې طالبان له امریکا سره په خبرو کې ښکیل دي.»
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قريشي ويلي چې عمران خان به سبا دوشنبې یعنې د ۲۰۱۹ کال د جولايي پر ۲۲مه له ولسمشر ترمپ سره وګوري. نوموړي زیاته کړې افغان سوله کې پاکستان او امریکا ګډې موخې لري او هېواد یې په سیمه کې د دایمي ټیکاؤ لپاره هم هلې ځلي کوي.

اسماعیل شاکر/ن ص 

Bildkombo Donald Trump und Imran Khan
عمران خان هم دا مهال له ولسمشر ترمپ سره پر افغان سولې خبرې کوي