افغان امنیتي ځواکونو د طالبانو له بنده ۳۴ بندیان آزاد کړي
۱۳۹۸ خرداد ۲۱, سهشنبهاسوشیتد پرس خبري آژانس د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د اعلامیې په حواله لیکلي دي چې د دغو عملیاتو په ترڅ کې چې د دوشنبې په ورځ تر سره شوي دي ۱۷ ملکیان او د امنیتي ځواکونو ۱۷ غړي آزاد شوي دي. زیاته شوې ده چې د امنیتي ځواکونو په ډله کې اووه سرتیري، اووه پولیس او د استخباراتي ادارې درې تنه غړي شامل دي.
د یاد خبري آژانس د رپوټ له مخې طالبانو د بغلان د چاپې په هکله څه نه دي ویلي. تیره میاشت ملګرو ملتونو د طالبانو په بند کې له افغان بندیانو سره د ناوړه چلن په هکله اندیښنه څرګنده کړې وه.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما دغه ارزونه په اپریل میاشت کې ۵۳ آزاد شوو بندیانو له ډلې څخه له ۱۳ سره د مرکو د ترسره کولو وروسته وړاندې کړې وه. دغه بندیان په روزګان ولایت کې د افغان امنیتي ځواکونو له لوري آزاد شوي ول. په دغه آزادو شوو کسانو کې هم افغان امنیتي ځواکونه، ملکیان او حکومتي چارواکي شامل وو.
sr/ms (AP)