د کندز دشت ارچي ولسوالۍ بيرته افغان ځواکونو ونيوله
۱۳۹۸ مهر ۲۰, شنبهد آلمان خبري آژانس په حواله، د کندز دشت ارچي ولسوالۍ چې د تخار ولايت سره په ګډه پوله پرته ده، څه باندې درې اوونۍ مخکې وسلوالو طالبانو نېولې وه. په ولسي جرګه کې د کندز ولايت د خلکو استاځي شاه خان شيرزاد وويل چې افغان کمانډو ځواکونو ياده ولسوالۍ د جمعې په ورځ له غرمې وروسته بيرته نېولې ده.
د افغانستانه د دفاع وزارت يوه وياند هم د دغه خبر پخلی کړی دی. د شيرزاد په وينا د ولسوالۍ په بيرته نيولو کې لږ تر لږه څلور امنيتي ځواکونه ټپيان شوي دي.
هغه دا هم وويل چې په دغو عملياتو کې امريکايي ځواکونو د افغان امنيتي ځواکونو سره مرسته کړې ده.
کندز د افغانستان په شمال کې د نسبتا ناامنو ولايتونو څخه شميرل کيږي چې وسلوال طالبان په کې د کلونو راهيسې فعال دي. طالبانو په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶م کلونو کې د کندز مرکز هم د څو ورځو له پاره نيولی وو.
شاوخوا يوه مياشت مخکې هم وسلوالو طالبانو د کندز د مرکز پر شاوخوا سيمو باندې خپلو حملو ته زور ورکړی وو. هغه مهال امنيتي چارواکو ويلي وو چې طالبانو ته يې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
dpa /mks/aa