افغان امنيتي ځواکونو ته د درنې مرګ ژوبلې ادعاوې
۱۳۹۹ شهریور ۳۱, دوشنبهميدان وردک
د ميدان وردک د ولایتي شورا غړي حاجي محمد جعفري د دوشنبې په ورځ (د سپتمبر ۲۱مه) دويچه وله ته وويل چې يوازې تيره ورځ د طالبانو په يوه بريد کې ۱۶ تنه امنيتي ځواکونه ووژل شول،۱۱ تنه نور ټپيان او ۵ سرتيري لادرکه دي.
نوموړي زياته کړه: «دغه ځواکونه پرون مازيګر شاوخو څلورنيمې بجې د ميدان وردک په ده افغانان سیمه کې د طالبانو له يوه کمين کې سره مخ شول او دغه مرګ ژوبله رامنځ ته شوه.» د جعفري په وينا په ورستيو ورځو کې په دغه ولايت کې د ناامنيو ګراف لوړ شوی دی.
خو د میدان وردک د والی ویاند محب الله شريف زي، بیا په پرونۍ جګړه کې یوازې ۴ تنو امنيتي ځواکونو د وژل کيدو او ۷ تنو نورو د زخمي کيدو خبره کوي. د شريف زي په خبره طالبانو تیره ورځ د میدان وردک ولایت په نرخ ولسوالۍ کې د پولاد خان پر امنيتي بيز باندې ډله ايز بريدونه وکړل چې د امنيتي ځواکونو له سخت مقاومت سره مخ شول. شريف زي زياته کړه: «په دغه جګړه کې د طالبانو د قوماندانانو او سرګروپانو په ګډون ۲۶ تنه طالبان ووژل شول او ۳۲ نور يې ټپیان شول.»
کاپيسا
د کاپیسا د ولايتي شورا رئيس، محمد حسين سنجني دویچه وله سره په يوه مرکه کې وويل: «تيره شپه طالبانو په تګاب ولسوالۍ کې د پولیسو پر يوه امنيتي پوسته بريد وکړ چې په ترڅ کې يې د پولیسو ۸ تنه سرتيري وژل شوي، يو تیری ټپي دی او يو طالبان له ځانه سره بیولی دی.»
سنجني وويل کیدای شي طالبانو دغه حمله د هغه پولیس سرتيري په همکارۍ ترسره کړي وي چې له ځانه سره يې بیولی دی.
تخار
د تخار د ولایتي شورا غړی محمد اعظم افضلي وايي تيره شپه د تخار ولایت د دشت قلعه ولسوالۍ په نوآباد سيمه کې د امنيتي ځواکونو يو ټانک د طالبانو د سړک غاړې ښخ کړی شوی ماين باندې وربرابر شوی چې په چاودنه کې یې «۸ تنه امنيتي ځواکونه ووژل شول او ۴ نور ټپيان شول.»
افضلي دغه راز وويل: «تر دې يوه شپه مخکې هم طالبانو د تخار په نمک آب ولسوالۍ کې پر يوه امنيتي پوسته بريد کړی وو چې د پولیسو یو افسر او دوه سرتيري يې وژلي ول.»
کندز
د ګاونډي ولایت کندز، امنیه قوماندانۍ بيا ادعا کوي چې تیره شپه يې د کندز ښار په دریمه ناحيه کې د زاخيلو پر امنيتي بیز د طالبانو حمله د ۵ طالبانو په وژلو په شا تمبولې ده. د کندز د امنيه قوماندانۍ وياند هجرت الله اکبري له دې نه علاوه رسنيو ته وويل چې طالبانو د دغه ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې هم د پولیسو پر امنيتي پوستو بریدونه کړي چې د امنيتي ځواکونو په ځوابي ډزو کې ۱۲ وسلوال طالبان وژل شوي دي.
«جګړه د لا ډير امتياز له پاره»
د ولایتي شورا مسئولان وايي چې په قطر کې د سولې مذاکراتو سره هم مهاله طالبانو خپلو بريدونو ته زور ورکړی چې له دغې مسئلې خلک سخت انديښمن کړي دي. د کاپیسا د ولايتي شورا رئيس په خبره، طالبان غواړي په دې کار سره خپل ځواک او منطقوي نفوذ وښيي تر څو يې د مذاکرې پر ميز لا ډير امتياز ترلاسه کړی وی.
د تخار د ولايتي شورا غړی افضلي په خبره طالبان په اوس وخت کې هڅه کوي چې خپلې تر کنټرول لاندې سيمې ډيرې کړي. پر وينا يې طالبانو ته د دغه کار يوه ګټه دا ده چې کومې سيمې د دوی تر کنترول لاندې وي د هغې سيمې اوسیدونکي زړه نه شي کولای چې د امنيتي ځواکونو ليکو ته ورداخل شي. هغه وايي اوس هم طالبان په خپلو سيمو کې د وژل شوي سرتيرو د خښولو اجازه نه ورکوي: «د همدا وروستيو وژل شوو سرتيرو کورنيو خپل مړي د حکومت تر کنترول لاندې سیمو کې سرګردانه ګرځول تر څو د خلکو اجازه ترلاسه او خپل مړي د هغوی په هديرو کې دفن کړي وي.«
افغان چارواکي وايي چې د دوی قوايي په دفاعي حالت کې قرار لري او دغه مرګ ژوبلې د طالبانو په حملو او د طالبانو حملو ته د امنيتي ځواکونو په ځوابي حملو کې اوښتي دي.
محمد کريم صالح/ب.ص.