1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسرائیلي کوماندو ځواکونو په غزې کې عملیات کړي

مسعود جهش (AP, Reuters)۱۳۹۳ تیر ۲۲, یکشنبه

اسرائیلي کوماندو ځواکونو په غزې کې یو برید په لاره اچولی دی چې په ترڅ کې یې هغوی د حماس له جنگیالیو سره مخامخ جگړه کړې. په عین حال کې اسرائیل ویلي دي چې پر فلسطین باندې خپلو هوایي بریدونو ته زور ورکړي.

https://p.dw.com/p/1Cc0P
انځور: Reuters

د اسرائیلي سمندري کوماندو ځواکونو یوې وړوکي ډلې د غړې تراړې په شمالي برخه کې د شنبې په ورځ یو عملیات ترسره کړ. دغو کوماندو ځواکونه هڅه وکړه چې هغه سیمه له منځه یوسي چې ورڅخه پر اسرائیلو باندې توغندي توغول کیدل.

اسرائیلي پوځ ویلي دي چې کوماندو ځواکونه یې د حماس له جنگیالیو سره په نښته کې ښکیل شوي دي چې په پایله کې یې څلور تنه اسرائیلي کوماندو سرتیري ټپیان شوي هم دي. دا په داسې حال کې ده چې حماس ویلي سمندري ځواکونه یې وچې ته تر رسیدو مخکې، بیرته پر شا تلو ته اړ کړي دي.

دا د غزې پر تراړه باندې د روان کړکیچ تر پیلیدو وروسته لومړي اسرائیلي ځمکنۍ برید دی. اسرائیلو پر فلسطین باندې د ځمکني برید امکان نه دی رد کړی او ویلي یې دي چې هر ممکنه اقدام ارزوي.

پراخ برید

اسرائیلو په تیرو څو ورځو کې د غزې پر تراړې باندې ۱۲۰۰ هوایي بریدونه کړي دي چې په پایله کې یې لږ تر لږه ۱۴۹ فلسطینیان وژل شوي دي. د وژل شویو کسانو په ډله کې د ښځو او ماشومانو په گډون ډیر شمیر ملکي وگړي شامل دي.

د اسرائیلو د پوځ یوه ویاند جنرال موتي الماز، ویلي دي چې هیواد یې په راتلونکو ورځو کې پر غزې باندې خپل بریدونه لا شدیدوي: «موږ پر هغه ځای باندې په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې له لا ډیر قوت سره برید کوو.»

اسرائیلو پر فلسطیني ملکي وگړو باندې غږ کړی دی چې د خپل امنیت له پاره د غزې تراړې له شمالي برخه څخه ووځي. په داسې حال کې چې پر اسرائیلو باندې د استوگنې ځایونو د په نښه کولو له کبله نیوکې شوې دي، دغه هیواد ټینگار کوي چې حماس له ملکي وگړو څخه د ډال په توگه کار اخلي.

حماس پر اسرائیلو باندې په سلهاو توغندي توغولي دي چې په پایله کې یې تر اوسه پورې کوم اسرائیلي نه دی وژل شوی.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب