1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

منځنی ختيځ: اوباما د منځګړيتوب وړانديز وکړ

آژانسونه / احمدولي اڅکزی۱۳۹۳ تیر ۲۰, جمعه

د اسرائيل او حماس تر منځ لانجه د جګړې پر لور روانه ده. اوس د امريکا ولسمشر باراک اوباما په دغه لانجه کي د منځګړيتوب وړانديز کړی دی.

https://p.dw.com/p/1Caaa
انځور: Reuters

په منځني ختيځ کي يو ځل بيا د وسلې په ژبه خبري کيږي. نه اسرائيل او نه حماس دې ته چمتووالی ښيي چي روانې لانجې ته د پای ټکی کښېږدي. اوس د امريکا ولسمشر باراک اوباما د اسرائيل لومړی وزير بنيامين نتنياهو مخاطب کړی او د اسرائيل او د غزې د توندلارې ډلې حماس تر منځ يې د منځګړيتوب وړانديز کړی دی.

د سپيني ماڼې په وينا اوباما د نتنياهو سره ټليفوني خبري وکړې او ورته ويې ويل چي متحده ايالتونه دې ته چمتو دي چي د دواړو ښکېلو اړخونو تر منځ د دُښمنيو د پای ته رسولو لپاره منځګړيتوب وکړي.

«پوځي عمليات به لا پراخ کړو»

اوباما د روانې لانجې د پای ته رسولو لپاره د ۲۰۱۲م کال د اوربند د بيا عملي کولو وړانديز کړی دی. اوباما د روان تاوتريخوالي پر بهير خواښيني ښودلې ده او پر ټولو اړخونو يې ږغ کړی دی چي د ملکي خلکو ژوند ته بايد زيان ونه رسوي او بايد چي د قرارۍ پر لور روان سي.

بنيامين نتنياهو د پنجشنبې په ماښام (د جولای ۱۰مه) د خپلې امنيتي کابينې سره د شپږ ساعتو د ليدنې کتنې وروسته اعلان وکړ چي په اسرائيلي پوځ به په غزه کي خپل عمليات لا پراخ کړي. نوموړي زياته کړه: « عمليات د پلان سره سم پر مخ روان دي.» د عملياتو د پايلو په تړاو نوموړي وويل: « موږ حماس ته درانه تاوانونه اړولي دي. خو موږ به تر دې لا هم سختې ضربې ورکړو.»

اسرائيلي لومړي وزير د دې څخه تر مخه پر دې ټينګار کړی ؤ چي اوربند د اوسنۍ اجندا برخه نه ده او دی اوس د هيڅ چا سره هم خبري اتري نه کوي.

د قربانيانو شمېر لوړ سوی دی

د اسرائيل د هوايي ځواک په وينا اسرائيلي جنګي الوتکو د سه شنبې (د جولای ۱۱مه) راهيسي په غزه کي ۹۰۰ هدفونه په نخښه کړي دي. په غزه کي د روغتيايي وزارت د وينا له مخي د پنجشنبې په ورځ د وژل سوو فلسطينيانو شمېر و ۸۸ ته لوړ سو. زياته سوې چي ۶۶۰ انسانان ژوبل سوي هم دي.

په همدغه ورځ ماښام اسرائيلي پوځ وويل چي د درو ورځو په جريان کي پر اسرائيلۍ خاوره ۳۸۴ راکټونه لګېدلي دي. پوځ ويلي چي ۸۸ نور راکټونه و خپل هدف ته د رسېدو مخکي د اسرائيلي دفاعي دستګاؤ په مرسته په هوا کي له منځه وړل سوي دي. زياته سوې چي دغه راکټونه په غزه کي وسله والو فلسطينيانو فاير کړي دي.

د روانې لانجې په ترځ کي دواړو اړخونو يو پر بل د نړۍ والو قوانينو څخه د سرغړونې تورونه لګولي دي. اسرائيل وايي چي وسله والو فلسطينيانو په خپلو راکټونو سره د اسرائيل ملکيان په نخښه کړي دي. هغه پر حماس د غزې د خلکو څخه د سپر په توګه کار اخيستلو تور هم لګوي. حماس بيا وايي چي اسرائيل په غزه کي ولسي خلکو ته ځاني او مالي تاوانونه اړولي دي.

Israel plant weitere Luftschläge gegen Gaza 9.7.2014
انځور: picture-alliance/dpa

ايا اسرائيل به مځکني عمليات هم پېل کړي؟

اسرائیل پر غزه د مځکني تعرض ګټي او تاوانونه ارزوي او د داسي يو تعرض لپاره چمتووالي نيولو ته دوام ورکوي. په دې ترڅ کي تر ۲۰۰۰۰ څخه زيات احتياط عسکر چمتو کړل سوي دي. د اسرائيل د دفاعي چارو وزير موشې جالون ويلي دي چي اسرائيل ته د جګړې « اوږدې ورځي په مخ کي دي.»

د حماس وياند ويلي دي چي «موږ ديوال ته درول سوي يو. موږ د بايللو لپاره هيڅ شی نه لرو. موږ تر آخر پوري و جګړې ته تيار يو.» حماس د غزې پر اوسېدونکو ږغ کړی دی چي د انساني سپر په توګه ورته ځان حاضر کړي. د حماس وياند د هغو فلسطينيانو ستاينه کړې ده چي د اسرائيلي الوتکو د بمبارۍ څخه تر مخه د کورونو پر بامونو ختلي ول.

د ملګرو ملتونو سر منشي بان کي مون د اسرائیل او حماس تر منځ روانه وضعه ډېره د اندېښنې وړ بللې ده. دا په داسي حال کي ده چي د روغتيا نړۍ وال سازمان په غزه او د اُردن سيند په لوېديځه غاړه کي د روغتيايي جوړښتونو د فلج کېدو خبرداری ورکړی دی.