اروپايي ټولنې تائيد کړه چې د طالبانو استازو ته به بلنه ورکړي
۱۴۰۵ اردیبهشت ۲۲, سهشنبه
د اروپايي کمېسیون ویاند د دوشنبې په ورځ د فرانسې خبري آژانس ته تائید کړه چي «په فني کچي په افغانستان کي د بالفعل چارواکو سره» یوه غونډه د جوړېدو په حال کي ده او د هغوی استازو ته به پکښې د ګډون بلنه ورکړل سي.
اروپايي ټولنه په کابل کي د طالبانو اداره په رسمیت نه پیژني، خو د طالبانو د استازو دا سفر افغانستان ته د اروپايي چارواکو له دوو سفرونو وروسته کيږي. دغو استازو خپل هيواد ته د افغانانو د اخراج امکانات بررسي کول.
پلان سوو اخراجونو زياتي اندېښنې راپورته کړي دي. د بشري حقونو سازمانونو په وینا، افغانستان له يوه بشري بحران سره مخ دی چي وچکالۍ او په بهرنیو مرستو کي چټک کمښت دغه بحران نور هم سخت کړی دی.
د لوېدیځ له کلونو پوځي حضور وروسته، سخت دریځو اسلامپالو طالبانو د ۲۰۲۱م کال په اګست مياشت کي په افغانستان کې واک ترلاسه کړ. له هغه وخت راهیسي دوی له اسلام څخه د خپل سخت تعبير له مخي سخت قوانین نافذ کړی دی.
له دې ټولو سره سره سره د اروپايي ټولني شاوخوا ۲۰ غړي هيوادونه افغانستان ته د اخراج هڅه کوي. که څه هم د آلمان حکومت طالبان د افغانستان د مشروع حکومت په توګه په رسميت نه پیژني، خو له ۲۰۲۴م کال راهیسي تر ۱۰۰ زیات افغانان د طالبانو په همکارۍ افغانستان ته اخراج سوي دي. په دې اخراجونو کي، په فبروري میاشت کي د طالبانو له ادارې سره تر یوې هوکړي وروسته، په جرمونو محکوم سوي په لسونو افغانان خپل هيواد ته اخراج سول.