1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپايي اتحاديه: په تېلو د چليدونکو موټرو پېر منع کیږي

۱۴۰۱ آبان ۶, جمعه

د اروپايي اتحادیې پارلمان او د اروپايي اتحادېې غړي هیوادونه یوې داسې هوکړې ته رسیدلي چې له مخې ېې له ۲۰۳۵م کال وروسته د اتحادېې په ټولو غړو هیوادونو کې د نوو پطرولي او ډيزلی وړو موټرو او لاريو خرڅلاو ممنوع کيږي.

https://p.dw.com/p/4IoHN
د آرشیف انځور  - د آلمان د شتوتګارت پر ۸م نمبر لویه لار د موټرو راهبندان
د آرشیف انځور - د آلمان د شتوتګارت پر ۸م نمبر لویه لار د موټرو راهبندانانځور: picture-alliance/dpa/S. Kahnert

د اروپا پارلمان د اکتوبر په ۲۶مه شپه، له ۲۰۳۵ کال وروسته د اروپايي اتحادېې په ټولو غړو هیوادونو کې د نوو ډيزلي او پطرولي موټرو د خرڅلاو ممنوعيت ته مثبتې راېې ورکړې. د چهارشنبې شپې په رای اچونه کې د اروپا پارلمان دغه طرحه د ۳۳۹ موافقو او ۲۴۹ منفي رايو سره تصویب کړه.

د دغې طرحې وړاندیز تېرکال د اروپا کميسيون له خوا شوې وو، هغه په دې هدف چې په موټرو کې د فوسيلي سوند موادو د کارولو په نتیجه کې د خپریدونکي کاربندای اکسايد ګازو کچه صفر ته راښکته شي.

اقليمي رپوټ؛ تیر اوه کلونه د حرارت درجې د ثبت په تاريخ کې تر ټولو ګرمه دوره

د اروپا کمیسیون په خبره، «دغه اقدام د اروپايي اتحادېې د چاپيريال ساتنې اهدافو په تحقق کې مرسته کوي» او همدارنکه به ېې عام خلک له ګټو مستفید شي له هغې ډلې د سوند موادو بېې راښکته کیدل او د هوا په کیفيت کې د لا ښه والي راتلل.

د اسوشتید پریس په حواله، د اروپايي اتحادېې مذاکره کونکو دغه توافق د پنجشنبې په شپه لاسلیک کړ. دا د اروپايي اتحادېې د «۵۵ له پاره مناسبې» بستې په نوم هدف ته د رسيدو په لار کې لومړنی توافق دی. د دغې بستې پر اساس اروپايي اتحاديه غواړي په روانه لسیزه کې د ګلخانه يي ګازاتو انتشارات ۵۵ سلنه او تر ۲۰۳۵م پورې ېې سل په سلو کې راکم کړي.

رپوټ: اقليمي بدلون د نړۍ یو میلیارډ ماشومان له خطر سره مخ کړي

د دغه توافق پر اساس، مخکې له دې چې په ۲۰۳۵ کې د یادو ګازات خپریدا سل سلنې ته راښکته شي، د موټرو تولیدونکي شرکتونه دې ته اړتیا لري چې په ۲۰۳۰ کال کې داسې موټرونه بازار ته عرضه کړي چې د گازو افرازات  ېې د ۲۰۲۱م کال ساخت موټرو په پرتله، ۵۵ سلنه لږ وي.

د اروپا پارلمان او غړي هیوادونه باید دغه توافق مخکې تر اجرايي کیدو رسماً تصویب کړي.

د ګلاسکو اقلیمي غونډې پای؛ د نړۍ هيوادونه پر يو نوی توافق سلا شول

اروپايي پارلمان وايي چې دغه توافق د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون د کلني کنفرانس په درشل کې یو زيګنال دی کوم چې «دغه اتحادیه ېې د مشخصو قوانین ایجادولو له پاره جدي ده، څو وشي کړای د اروپا د آب و هوا قانون مطابق ټاکلو لا ډیرو لوړو اهدافو ته ورسیږي.»

آ/م.ک.ص./ب.ص.

له آرشیف څخه یو انځوریز البوم:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب