1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اقلیمي غونډې پای؛ د نړۍ مشران پر يوه نوي توافق سلا شول

۱۴۰۰ آبان ۲۳, یکشنبه

د سکاټلنډ په ګلاسکو کې د اقليمی تغیراتو پر وړاندې د مبارزې نړیوالې غونډې (کاپ ۲۶) خپل کار پای ته ورساوه. د نړۍ هیوادونه بلاخره د ځمکې د تودوخې درجې د لوړيدا د محدودولو په موخه، پر یوه نوي تړون توافق ته ورسیدل.

https://p.dw.com/p/42yUS
UN-Klimakonferenz COP26 in Glasgow
انځور: Yves Herman/REUTERS

د ګلاسکو غونډې چې څه باندې دوه اوونۍ روانې وې، په کې د نړۍ نژدې ۲۰۰ هیوادونو ګډون درلود. د سکاټلند په ګلاسکو ښار کې د اقليمی تغیراتو پر ضد د مبارزې دغه کنفرانس د شنبې په ماښام د نومبر ۱۳مه پای ته ورسيدې. دغه کنفرانس د کنفرانس پر طرحه باندې د یو لړ اختلافاتو او کشمکشونو له امله له ټاکل شوې مودې یوه ورځ زيات دوام وکړ.

د نړۍ نژدې ۲۰۰ هیوادونه چې په دغه کنفرانس کې يې ګډون درلود، په نهایت کې د ځمکې د تودوخې درجې د لوړيدو پر ضد مبارزې او د ځمکې د تودوخې درجې د محدودولو پر سر یو نهايي توافق ته ورسیدل.

په ګلاسکو کې د کاپ ۲۶ په کنفرانس کې په لاس راغلی دغه توافق، لومړنی اقليمي تړون دی چې په صراحت سره غواړي د ‌‌ډبرو سکرو مصرف راښکته کړي، هغه فوسيلي سوند مواد چې د ګلخانه يې ګازونو د تولید تر ټولو ستر عامل ګڼل کيږي.

په دې ترتيب د ځمکې د تودوخې درجې د لا ګرمیدونکي بهير د راکمیدو له پاره د امید یو ور پرانیستل شوی دی. د ګلاسکو کنفرانس په خپله ډول کې شپږم کنفرانس دی، خو لومړنی کنفرانس دی چې په صراحت سره د فوسیلی موادو د سوند پر کمښت باندې ټينګار کوي. له همدې امله اکثریت دغه کنفرانس تاريخي توصیفوي.

په عین حال کې یو شمیر هیوادونه او د چاپيریال ساتنې اړوند سازمانونه له دې ناخوښه دي چې د ډبرو سکرو د استعمال ترک کول کوم چې په لومړنۍ طرحه کې ورته ځای ورکړل شوی وو، د هند په رهبرۍ د مخالفتونو له کبله څنډې ته پريښودل شو.

هند د ګلاسکو کنفرانس په وروستۍ ورځ د دغه کنفرانس له وروستي پريکړه لیک سره مخالفت وکړ. هند د ډبرو سکرو د استعمال له حذفولو او همدارنګه د فوسیلي یا د سوند هغه مواد چې د ډبرو له سکرو ترلاسه کيږي د هغو د کمې استفادې په بدل کې د سبسايډي په تړاو وکړ. د ګلاسکو کنفرانس ۳۶مه بند، همدې موضوع ته ځانګړی شوی دی. خو په نهایت کې اصلاح شو او هغه دا چې د نړۍ له هیوادونو څخه د ډبرو سکرو د استعمال د حذف وړانديز پر ځای وغوښتل شو چې د دغو سکرو استعمال دې «کم کړي.»

د هند د چاپیریال ساتنې وزير، بهوپندر یاداو د ګلاسکو کنفرانس د توافق طرحې له ۳۶م بند سره د مخالفت په ترڅ کې د دغه هیواد بيوزلو خلکو ته د مایع ګازو د تامین له پاره، د سباسيډي د ورکړې ضرورت ته اشاره وکړه.

هغه وضاحت ورکړ چې اقليمي تغیراتو سره د مبارزې په لار کې باید د انکشاف په حال کې حکومتونو هغو هڅو ته هم پاملرنه وشي چې غواړي د خپلو بيوزلو خلکو د ژوندانه معیارونه اوچت کړي.

هند تر ایران او چین وروسته، په نړۍ کې د فوسيلي انرژیو تر ټولو لوړه سبسایډی وړاندې کوي. ایران هم د  فوسیلي موادو د سوند سبسايډي د حذفولو په تړاو، د هند له مخالفت آمیزه دريځ څخه دفاع وکړه.

د ملګرو ملتونو سازمان عمومي منشي، آنتونیو ګوتریش د ګلاسکو په کنفرانس کې د په لاس راغلي توافق په اړه په خپل غبرګون کې وويل: «تصویب شوی متن د یوې مصالحې نتیجه ده چې د ننۍ نړۍ ګټې، تضادونه او سیاسي وضعیت ته انعکاس ورکوي.»

د ګوتریش په خبره، مهم ګامونه پورته شول، خو لازمه او کافي سیاسي اجماعه شتون نه لري تر څو په یو لړ ژورو اختلافاتو باندې غلبه وکړي.

پر ورته یوه موضوع زموږ له آرشیف څخه یو انځوريز البوم: