1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپا هم له کيوبا سره اړيکي ښې کوي

آژانسونه/ احمد ولي اڅکزی۱۳۹۴ اردیبهشت ۲۱, دوشنبه

له کيوبا سره د امريکا متحدو ايالاتو د اړيکو د ښه کېدو د پروسې تر پل وروسته اوس اروپايانو هم لېوالتيا ښوولې ده. فرانسه د اروپايي اتحاديې لومړی هيواد دی چي ولسمشر يې اوس کيوبا ته سفر کوي.

https://p.dw.com/p/1FNsO
انځور: Reuters/E. de la Osa

د کيوبا او امريکا متحدو ايالاتو تر منځ د اړيکو د بهتره کېدو پروسه د ۲۰۱۴م کال په دسمبر مياشت کي هغه وخت پېل سوه، چي باراک اوباما د کيوبا پر وړاندي د پاليسۍ د تجديد نظر د اړتيا خبره وکړه.

له هغه راهيسي د کيوبا او امريکا متحدو ايالاتو د استازو تر منځ څو واري ملاقاتونه سوي او د متقابلو سفارتونو د بېرته پرانستلو پر موضوع خبري اتري سوي دي.

د متحدو ايالاتو له خوا د کيوبا پر وړاندي په پاليسي کي تغير او نوی استقامت د اروپايي اتحاديې له پاره هم د کيوبا پر وړاندي د خپل دريځ د بدلېدو لامل ګرځېدلی دی.

اروپايي ټولني له ۲۰۱۴م کال راهيسي له کيوبا سره د دپلوماتيکو اړيکو د بېرته پېلولو له پاره هلي ځلي پېل کړي دي. په زياته بيا د هالنډ او فرانسې هيوادونه په دغه کار کي ډېر مخکي دي. د پاريس حکومت له لاتين امريکا او کارابيک هيوادونو سره د اړیکو ښه کول د خپل بهرني سياست مهم ټکي ګرځولي دي.

همدا وجه ده چي د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند کيوبا ته سفر کوي او له خپل کيوبايي سيال راؤل کاسترو سره ملاقات کوي. فرانسوا اولاند د اروپايي ټولني د غړو هيوادونو، لومړی دولتي مشر دی چي کيوبا ته سفر کوي. وروستی وار په ۱۹۸۶م کال يعني ۲۹ کاله دمخه د هسپانيا د هغه وخت لومړي وزير فيليپ ګونڅالېڅ کيوبا ته سفر کړی وو.

اولاند غواړي چي د کيوبا په پلازمېنه هوانا کي له جمهور رئيس کاسترو تر څنګ د اقتصادي سيکتور او د کليساوو له استازو سره هم وګوري. له اولاند سره د فرانسې اقتصادي پلاوی هم ملګری دی چي په کيوبا کي به د پانګوني او سوداگرۍ په برخه کي له ځايي شرکتونو سره هم خبري اتري وکړي.

کيوبا ته د فرانسوا اولاند سفر په دغه هيواد کي د فرانسې اقتصادي دلچسپۍ بلل کيږي. په داسي حال کي چي د کيوبا بنسټيز جوړښتونه ډېر زاړه دي او نوي کول غواړي، فرانسوي شرکتونه هيله لري چي د دغو بنسټيزو جوړښتونو د رغولو قراردادونه په لاس راوړي.

فرانسه په همدې شان په کيوبا کي د خپلو توليداتو له پاره يو په زړه پوري او ګټور بازار ويني. که څه چي اوس د دواړو هيوادونو تر منځ د کلنۍ سوداگري يوازي ۱۸۰ ميليونو يورو ده، خو فرانسه غواړي چي پراختيا ورکړي.

د کيوبا له خوا د پرانيستي سياست له پېل راهيسي د لوېديځو هيوادونو تر منځ په کيوبا کي د خپلو اقتصادي لېوالتياوو د تعقيب په برخه کي يو ډول سيالي پېل سوې ده.