1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کیوبا او امریکا تاریخي لیدنه کتنه

عبدالباري حکیم (آژانسونه)۱۳۹۴ فروردین ۲۱, جمعه

د یو امريکايي سناتور د وینا له مخکې کیوبا ښايي د متحده ایالاتو د ترور له لیست څخه وایستل شي. په عین وخت کې وروسته له ۱۹۵۸ کال څخه د لومړي ځل لپاره د دواړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو سره ولیدل.

https://p.dw.com/p/1F5ff
په پانامه کې د امریکا متحده ایالاتو او د کیوبا د بهرنیو چارو وزیرانو لومړې تاریخي لیدنه کتنه
په پانامه کې د امریکا متحده ایالاتو او د کیوبا د بهرنیو چارو وزیرانو لومړې تاریخي لیدنه کتنهانځور: Reuters/U.S. State Department

په پانامه کې د «امریکايي دولتونو سازمان» د سرمشریزې په څنډه کې د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري، او د کیوبا د بهرنیو چارو وزیر «برونو رودریگویز» سره ولیدل. دا له څه د پاسه نیمې پیړې څخه د نوموړو هیوادونو د دوو لوړ پوړو دیپلوماتانو لومړې لیدنه کتنه ده. د دغو دوو پخوانیو دښمنو دولتونو تر منځ د تړلو دروازو تر شا دغه لیدنه کتنه تاریخي گڼله کیږي. د دواړو هیوادونو د دغه شان لوړپوړو چارواکو لیدنه کتنه د کیوبا له سوسیالستي انقلاب څخه یوازې یو کال مخکې په ۱۹۵۸ کال کې ترسره شوې وه. د دغه انقلاب په پایله کې فیدل کاسترو چې له څو کلونو را په دې خوا د ناروغۍ په بستر کې پورت دی، قدرت ته ورسید.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ماښام (د سیمې په وخت) د نوموړو وزیرانو د لیدنې کتنې یو انځور خپور کړ. دواړوه وزیران د مسکا په حال کې لیدل کیږي.

دغه راز د متحده ایالاتو او کیوبا ولسشمران بارک اوباما، او راول کاسترو چې د فیدل کاسترو ورور دی هم پانامه ته رسیدلي دي چیره چې د «امریکايي دولتونو د سازمان» سرمشریزه دایره شوی ده. سپنې ماڼې له دې مخکې ویلې دي که څه هم د دواړو مشرانو ترمنځ کومه ځانگړې نیغ په نیغ لیدنه کتنه پلان شوې نه ده، خو په سرمشریزي کې هغوی «هرمرو یو له بل سره» مخامخیږي.

له اوباما څخه غوښتل شوي چې کیوبا د ترور له لیست څخه وباسي

د دیموکرات سناتور بن کاردین د وینا له مخې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت سپارښتنه کړې چې کیوبا د هغو دولتونو له لیست څخه وباسي چې د تروریزم په ملاتړ تورن دي.

Panama USA Kuba Treffen Außenminister John Kerry und Bruno Rodríguez in Panama City
انځور: Reuters/U.S. State Department

د ترهگرۍ د ملاتړ کوونکو دولتونو په نامه د متحده ایالاتو په دغه لیست کې د کیوبا تر څنگ ایران، سوریه او سودان هم ځای لري. ویل کیږي چې د کیوبا سوسیالیستي رژيم ښايي ډیر ژر له دغه لیست څخه وایستل شي. د متحده ایالاتو د سنا د مجلس د نړیوالو اړیکو د جرگه گۍ مخکښ غړی دیموکرات سناتور بن کاردین، په واشنگتن کې وویل: «وروسته له څو میاشتو غور څخه د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزرات د دغه اقدام غوښتنه وکړه.» کاردین یادونه وکړه:«دا له کیوبا سره د گټه ورو اړیکو د ټینگولو لپاره زموږ په هڅو کې یو ډيرمهم قدم دی.»

د فرانس پرس د خبري آژانس د یوې پوښتنې په ځواب کې د نوموړي سناتور ویاندې سوو والتسکي وویل چې سناتور کاردین ته په دې هکله معلومات ورکړل شوی دي. خو په دې هکله د حکومت له خوا تر اوسه پورې کومه رسمي وینا پاڼه خپره شوې نه ده.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما د پنجشنبې په ورځ په جامایکا کې وویل چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په دې هکله خپله پلټنه بشپړه کړې ده. اوباما یادونه وکړه چې هغه به په دې هکله هغه وخت په رسمي توگه خپل نظر څرگند کړي چې د بهرنیو چارو د وزارت سپارښتنه ورته وړاندې شي.