1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اردوغان په پوهنتونونو کې د نجونو او هلکانو د جلاوالي هڅه کوي

۱۳۹۸ تیر ۱۷, دوشنبه

په جاپان کې د جي ۲۰ په سرمشریزه کې رجب طیب اردوغان د نجونو له پاره د جلا پوهنتونونو له نظریې سره مخ شو. اردوغان اوس غواړي چې په ترکیه کې دغه څه عملي کړي خو د نوموړي دغه نظریه له غبرګونونو سره مخامخ شوې ده.

https://p.dw.com/p/3LkeL
Japan Nishinomiya | Recep Tayyip Erdogan und Ehefrau Emine Erdogan zusammen mit Studentgen der Mukogawa Frauenuniversität
انځور: picture-alliance/AA/M. Cetinmuhurdar

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د جاپان په اوساکا ښار کې د جي ۲۰ د سرمشریزې پرمهال د نجونو او هلکانو له پاره د جلا پوهنتونونو په هکله جنجالي څرګندونې وکړې. اردوغان په خپلو څرګندونو کې د جاپان په یو شمیر ځانګړو پوهنتونونو کې د نجونو او هلکانو د جلا تحصیلي فرصتونو ستاینه وکړه. اردوغان وویل چې په جاپان کې د نجونو ۸۰ پوهنتونونه یو «ډیر مهمه موضوع» ده او دا چې هغه [اردوغان] غواړي دې ته ورته یو څه په ترکیه کې هم معرفي کړي.

وروسته له هغې چې اردوغان په جاپان کې د جي ۲۰ له سرمشریزې څخه بیرته ترکیې ته راستون شو، اردوغان یو ځل بیا د جاپان د تحصیلي موډل په اساس په پوهنتونونو کې د نجونو او هلکانو د جلاوالي پر ګټو ټینګار وکړ. نوموړي وویل چې هغه د ترکیې په پوهنتونونو کې د نجونو او هلکانو د جلا زده کړو د سیستم ښه عملي کیدلی شي او دا چې د دې کار د عملي کولو له پاره یې د ترکیې د لوړو زده کړو له شورا څخه د اړوند اقداماتو د عملي کولو غوښتنه هم کړې ده.

Türkei Istanbul | Stundenten in der Mensa der Fatih Universität
انځور: picture-alliance/AP Photo/L. Pitarakis

په ترکیه کې د ښځو د حقونو فعالینو په ګډون د دې هیواد د نفوس یوه ډیره برخه د رجب طیب اردوغان د اصلاحاتو له نظریې سره شدید مخالفت لري. له دوی څخه زیاتره یې فکر کوي چې د تحصیلاتو په برخه کې د اصلاحاتو له پاره د نورو هیوادونو له ډلې څخه د یوه موډل یا بیلګې په توګه د جاپان یادول، نامناسب کار دی. دوی په دې باور دي چې چې جاپان د جنسیت د مساوات په برخه کې  یو بې ربطه مثال دی. نړیوال اقتصادي فورم د نړیوال نامساوات په هکله د ۲۰۱۸م کال په خپل یوه رپوټ کې د جنسونو ترمنځ د مساوات په برخه کې جاپان د ۱۴۹ هیوادونو په ډله کې په ۱۱۰ مقام کې راوستی دی. په دې رپوټ کې ترکیه بیا ۲۰ مقامه له جاپان څخه وروسته دی.

د سیاسي او د میرمنو د حقونو د چارو کارپوهه فاطمه ګل برکتای را په یادوي چې په ۱۹مه پیړۍ کې په پوهنتونونو کې د میرمنو او نارینه وو ترمنځ جلاوالی د دې له پاره وو څو میرمنې تحصیلاتو ته لا ډیر لاس رسی ولري. برکتای په خپلو څرګندونو کې همدا راز وویل چې نن ورځ په پوهنتونونو کې د نجونو او هلکانو جلا والی تر ډیره پورې یو تبعیضي عمل دی.

Fatmagül Berktay
انځور: DW/B. Karakas

فاطمه ګل برکتای زیاتوي چې چې په وروستیو کلونو کې په ترکیه کې د تحصیلاتو کیفیت په بې سارې توګه را لویدلی دی او دا په دې معنی دي چې په دې برخه کې نورې اساسي ستونزې موجودې دي. برکتای وایي: «زموږ تحصیلي سیستم اساساً له ستونزو سره مخ دی. موږ په بیړنۍ توګه د [تحصیلاتو] په سیستم کې ښه والي ته اړتیا لرو. په اوسني وخت کې په پوهنتونونو کې د نجونو او هلکانو جلاوالی یو بې ګټې اقدام دی.»

Burcu Karakas kh.wa -

زموږ له آرشیف څخه: