1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اتمر: د خبرو له پاره د طالبانو شرطونه نه منو

۱۳۹۶ آذر ۳, جمعه

د افغانستان د جمهور رئيس د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر، په مسکو کي ويلي دي چي کابل د طالبانو هغه غوښتنه نه مني چي د سولي د خبرو پيلېدو له پاره ئې د بهرنيو ځواکونو د وتلو شرط ايښی دئ.

https://p.dw.com/p/2oAjq
Afghanistan Hanif Atmar
انځور: picture alliance/AP Photo/R. Gul

حنيف اتمر د پنجشنبې په ورځ په مسکو کي د روسيې د امنيت شورا له مشر نيکولای پاتروشوف، او مرکزي اسيا هيوادونو له استازو سره تر غونډي وروسته خبريالانو ته وويل چي کابل د طالبانو هغه غوښتنه نه مني چي پکښې د سولي د خبرو پيليدو له پاره ئې د بهرنيو ځواکونو د وتلو شرط ايښی دئ.

هغه وويل: «د خبرو له پاره هيڅ شرط نه سي ايښوول کيدای. طالبان د بهرنيو ځواکونو د وتلو خبره کوي. موږ له هغوی سره دمخه لا تړون لاسليک کړی دئ.»

اتمر زياته کړه: «د سولي په راتگ سره به له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو امکان برابر سي او دغه به د سولي د خبرو اترو موخه وي نه د خبرو د پيل شرط،»

هغه دغه زار وويل چي طالبانو هغه وړانديز ترلاسه کړی دی چي له دوی څخه پکښې له داعش او نورو تروريستي ډلو سره د اړيکو د پريکون غوښتنه سوې ده او که طالبان له دغه فرصته گټه وا نه خلي نو ستره غلطي به وکړي: «که طالبان د سولي وړانديز و نه مني، نو د ترهگرو په توگه به وپيژندل سي.»

د افغانستان د جمهور رئيس اشرف غني د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر، دغه راز وويل چي کابل د روسيې له خوا د طالبانو د ملاتړ په اړه هيڅ معلومات نه لري.

تر دې مخکي یو شمیر امریکايي چارواکو ویلي وو چي داسي ادعاګاني موجودې دي چي روسیه له طالبانو سره همکاري کوي. په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو قوماندان جنرال نیکولسن له دویچه ویله سره په یوې مرکه کي روښانه کړې وه چي دغه شان معلومات او رپوټونه شته خو لا تر اوسه پورې یې په اړه کره شواهد نه دي ترلاسه شوي.

IFAX (N.Z/M.J)