1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آیا په رښتيا د ایران د مذهبي پوليسو اداره لغوه سوې؟

۱۴۰۱ آذر ۱۶, چهارشنبه

په ايران کي د «ګشت ارشاد» بدنامو پوليسو د لغوه کيدو په اړه شک موجود دی. په هرحال، په ایران کې چارواکي د مجازاتو د صادرولو او د څار نورې لارې هم لري.

https://p.dw.com/p/4KaIV
په ايران کې مظاهرې
په ايران کې مظاهرېانځور: Vahid Salemi/AP/picture alliance

د ایران لوی څارنوال محمد جعفر منتظري په یوه خبری کنفرانس کی ويلي چې د ایران د »ګشت ارشاد« يا مذهبي پوليس د »عدالت له تامين« سره ربط نه لري او د هغو کسانو له لوري چې دغه اداره یې رامنځته کړي وه، بیرته منحل سوې ده.

د نوموړي دا څرګندونې د ایران د دولتي آژانس ایسنا له خوا خپري سوي چې له کبله یې په ټوله نړۍ کې دا بحث پیل سوی چې ایران د حکومت ضد لار یونونه چې د یوی ځوانې کردي ښځي جینا مهسا امیني تر وژنې وروسته رامنځ ته سوي ول، بلاخره ځواب ووایه. په ایران کې دغه ځوانه پېغله د سپټمبر پر ۱۶مه وروسته له هغه ووژل سوه چې د ایران د «مذهبي پولیسو» له خوا په دی پلمه چې حجاب یې نه وو مراعت کړی ونيول، ووهل سوه او بیا د بند پرمهال مړه سوه.

د دې ټولو سربیره، د العالم په نامه د ایران دولتي شبکې د دوشنبې په ورځ رپوټ ورکړی چې د منتظري خبرې بې ځایه نقل شوي او دا چې د ا یران قضايي څانګه به د خلکو پر چلند باندې خپل څار ولري. ایراني رسنیو د دوشنبې په ورځ ویلي ول چې ایران د »ګشت ارشاد« په نامه ډله نه لري بلکې د دې پر ځای »د عمومي امنیت له پاره پولیس« لري او دا چې قضايي قوه د دوی د لغو کولو له باره پرلان نه لري او په دې برخه کې به لاس په اقدام پورې نه کړي.

 ایا د ایران اخلاقي پولیس له دندو لري کیږي؟

د ایران د ښځو د حقونو فعاله مهدیه ګلرو دویچه ویله ته وویل چې د منتظري څرګندونې د ایران له لوري د اطلاع رسونې د ستراتیژۍ په برخه کې د آزمویل شویو تاکتیکونو څرګندونه کوي.

نوموړی ۳۶ کلنه فعاله چې اوس په سویډن کې ژوند کوي وایي: »لومړی دوی د څه ادعا لري په دې توګه دوی غواړي رسنۍ مصروفه وساتي ترڅو هیلې را ژوندۍ کړي او ظاهراً دا وښيي چې دغه سیستم د اصلاح او زده کړې ظرفیت لري.«

هغې زیاته کړه که څه هم د «اخلاقي پولیسو» سیارې ګزمې له اوسني شکل څخه تغیر کړی، خو دا هر څه د عامه چلند د کنترول په برخه کې د دولتې ځواک د کارولو په ستراتیژۍ کې هیڅ بدلون نه په ګوته کوي.

د ترکیې په ازمير ښار کې ايراني ښځې د حکومت پر ضد د مظاهرې پر مهال
د ترکیې په ازمير ښار کې ايراني ښځې د حکومت پر ضد د مظاهرې پر مهالانځور: Idil Toffolo/Pacific Press/picture alliance

د ایران «اخلاقي پولیسو» د جاسوسۍ شبکه

دغه ایرانۍ زیاتوي چې که چیرې په ایران کې «اخلاقي پولیس» د اوس له پاره بند سوي وي خو په دې هیواد کې بله ډله کولای سي دا دنده په لاس کې واخلي او ښځي په عامه توګه کنټرول کړي.

د مثال په ډول: ایراني رسنیو رپوټ ورکړی چې لا هم د «امر بالمعروف او نهی عن المنکر» په نامه سازمان د جامو په تیره بیا د حجاب په برخه کې سختګیرانه کنترول کوي.

دغه اداره چې په ایران کې د یوه روحانې مشر له لوري اداره کیږي په ۱۹۹۳ کال کې کې جوړه سوې او د اخلاقې پولیسو سره هم مهاله فعالیت کوي. دوی د خپلو چارو د پرمخ بیولو له پاره د ایران دولت له لوري مالي مرسته هم ترلاسه کوي.

ایران ۵ کسان پر اعدام محکوم کړل

د دوي اکثره کارمندان هغه رضا کارن دي چې په ایران کې د اخلاقي سرغړونو په هکله معلومات په دغه هیواد کې د دې ادارې د ۵۰۰ دفترونو څخه یوه دفتر ته معلومات ورکوي. د اخلاقي سرغړونو په هکله معلومات بیا ډیری وخت د تسنیم نیوز خبري اژنس ته چې د دولت د رژیم پلوي کوي، رسیږي او په دې وروستیو کې یې داسې یو راپور هم خپور کړی وو: »په تهران کې د لوبو د ښار په سیمه کې یوه بې حجابه ټکټ پلورونکې. په پایله کې د لوبو دغه کوچنی ښار ګوټی وتړل شو.«

همدی ته ورته ډیرې نورې کیسې هم خپریږي. د بیلګې په ډول هر هغه ښځه چې د اسلامې قانون لمخې حجاب وه نه کړي نو د هغوی عواقب به ورته ډول وي که په مارکیټونو او یا هم نورو ځایونو کې وي.

په ايران کي د «ګشت ارشاد» بدنامو پوليسو د لغوه کيدو په اړه شک موجود دی
په ايران کي د «ګشت ارشاد» بدنامو پوليسو د لغوه کيدو په اړه شک موجود دیانځور: dpa

په ایراني رسنیو کې یوه قضیه داسې راپور سوې: تیره اونۍ د تهران په جنوب قم ولایت کې د بانک یو مدیر یوې میرمنې ته چې حجاب یې نه وو اغوستې، له خدماتو وړاندې کولو وروسته هغه له دندې لیري سو. دغه پیښه پرته له دې چې په ایران کې د »امر بالمعروف او نهي عن المنکر« ادارې ته د شکایت په بڼه ورسیږي، په ټولنیزو رسنیو کې یې ویډیو ډیره لاس په لاس شوې وه.

د دې ډلې یو منشي صالح محمد هاشمي ګلپایګانې پدې باور دی چې «اخلاقې پولیس» او د هغوی ګرځنده ټیمونه چې د ښځو د دریدو په وخت کې د اوسیدونکو لخوا ویډیو ګانې او فلمونه اخیستل کیږی، وایې دا کار کرکه او ویره خپروي.

د جینا مهسا امینې تر وژل کیدو وروسته نوموړي یوه اعلامیه خپره کړې وه چې پکې یې وړاندیز کړی وو چې د »اخلاقي نظارت« د اجرا کولو له پاره باید پولیس د خلکو پر دواطلبانه ملاتړ باندې حساب وکړي.

لويه څارنوالي: د ایران مذهبي پولیس منحل سوه

ګلپایګانې په خپلو خبرو کې ویلي ول چې د ایران شاوخوا درې میلیونه وګړي د نوموړي له سازمان څخه ملاتړ کوي خو هغه څه چې اړتیا ده هغه د امر بالمعروف او نهي عن المنکر له پاره ښه بودیجه ده.

ژباړن : صفت الله زاهدي