1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
قانون او قضاایران

ایران ۵ کسان پر اعدام محکوم کړل

۱۴۰۱ آذر ۱۵, سه‌شنبه

د ایران قضائيه قوې د سه شنبې په ورځ پنځه کسان په اعدام محکوم کړل. دغه اداره وايي چې یاد کسان د مهسا اميني تر مړينې وروسته اعتراضونو په جریان کې د بسيجي ملیشو د یو غړي د وژلو پر سر په اعدام محکوم شوي دي.

https://p.dw.com/p/4KYKk
په ایران کې داعدامونو د درولو غوښتنه - د آرشیف انځور
په ایران کې داعدامونو د درولو غوښتنه - د آرشیف انځورانځور: picture alliance/Wolfram Steinberg

د قضائيه قوې وياند، مسعود ستایشي په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې د ۲۷ کلن عجمیان د قتل په تړاو د درو ماشومانو په ګدون ۱۱ نور کسان په حبس محکوم شوي هم دي، خو زیاته ېې کړه چې کېدای شي پر دغو مجازاتو بیاکتنه وشي.

عجمیان د نومبر پر ۳مه د ایران په کرج ښار کې چې د تهران په غرب کې پروت دی ووژل شو. څارنوالانو وويل یوه ډله کسان چې د سپتمبر پر ۲۱مه د وژل شوې اعتراض کوونکې، حدیث نجفي د عزادارۍ په مراسمو کې راټول شوي ول، عمجیان ېې لوڅ او بيا وژلی وو.