1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آیا مقاومت جبهه به د طالبانو پر ضد چريکي بریدونو ته مخه کړي؟

شعیب تنها شکران
۱۴۰۲ فروردین ۱۱, جمعه

افغانستان کې د «مقاومت جبهه» خبر ورکوي چې د طالبانو پر ضد به چريکي بریدونه پیل کړي. آیا دا جبهه به وکولای شي چې د غلچکو بریدونه له لارې د طالبانو پر وړاندې په یو نظامي سرخوږي واوړي؟

https://p.dw.com/p/4PX9q
آرشيف انځور: په پنچشير کې د مقاومت جبهې يو غړی
آرشيف انځور: په پنچشير کې د مقاومت جبهې يو غړیانځور: Ahmad Sahel Arman/AFP/Getty Images

د مقاومت جبهې ویاند صبغت الله احمدي په ټویټر کې د یوې ویډیو په نشرولو سره ادعا کړې چې د کابل په پلچرخي سیمه کې يې د طالبانو پر یو روزنیز مرکز غلچکي برید کړی او طالبانو ته یې زیان اړولی دی.

هغه په یوه ټویټ کې لیکلي: «د طالبانو د ظلم او وحشت پر ضد د خلکو د دفاع لپاره دا زموږ د ځواکونو د بریدونو د پیل نوی فصل دی.»

طالبان بیا د مقاومت جبهې دا عملیات ردوي او ادعا کوي چې په افغانستان کې وسلوال مقاومت نشته.

زموږ د فيسبوک پاڼه هم درسره تعقيب کړئ

د مقاومت جبهه د احمدشاه مسعود د زوی، احمد مسعود لخوا وروسته له هغې چې طالبانو پنجشیر ولایت ونیو، رامنځته شوه. تېر کال د دغه ولایت او نورو شاوخوا غرنیزو ولایتونو کې له طالبانو سره کله نا کله نښتې رامنځته شوي دي، خو ډېره موده کېږي چې د یادې جبهې او طالبانو ترمنځ په لوړه کچه وسلوالې نښتې نه دي شوي.

اړونده موضوع: احمد مسعود په ويانا کي: د بهرمېشتو افغانانو متحد کول غواړو

د طالبانو د دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي د مقاومت جبهې د دې ادعا په اړه وویل: «هیڅ جبهه نشته. دا هسې خبرې دي. دا یوازې په فیسبوکونو کې اوازې دي.»

وروسته له هغې چې شاوخوا یو نیم کال مخکې طالبانو د پخواني حکومت تر نسکورېدو وروسته واک ترلاسه کړ، یو شمېر کارپوهان په دې باوري دي چې مقاومت جبهه به ونه وکولای شي له نظامي اړخه د طالبانو لپاره خڼد وګرځي.

د افغانستان د سیاسي چارو کارپوه عزیز الدین معارج وایي: «هغه واک چې د مقاومت جبهې په تېره دوره کې لاره اوس یې نه لري، ځکه چې له یوه اړخه یې ټول پخواني ترلاسه کړي وسلې او امکانات له لاسه ورکړي او له بله اړخه د ګاونډي هېوادونو او سیمې ملاتړ نه لري او غلچکي بریدونه یې چې زیاتره رسنیز اړخ لري، به ګټور نه وي.»

زموږ د يوټيوب کانال هم درسره تعقيب کړئ

د افغانستان د سیاسي چارو شنونکی احمد سعیدي دویچه ویله ده وویل: «یوازې مقاومت جبهه نه، بلکې ځینې نورې جبهې لکه ازادي ازادګان، د طالبانو په مقابل کې یې خپل جنګي تاکتیکونه بدل کړي دي. یعني په غلچي او پټو بریدونو لاس پورې کوي. د مقاومت جبهې هم له مخامخ جگړې لاس اخیستی او غلچي بریدونو ته یې مخه کړې، په ډېر احتمال سره به دا ډله خپل بریدونه د افغانستان په لوېديځ، ختیځ او شمال کې پیل کړي.»

تېر کال هم د مقاومت جبهه اعلان کړی وو چې خپل نظامي بریدونه به د طالبانو په مقابل کې په پسرلي موسم کې پیل کړي خو تېر کال د طالبانو او یادې جبهې ترمنځ پراخې نښتې رامنځته نه شوې.

اړونده موضوع:آیا د مقاومت جبهې په رښتيا د بدخشان شکي ولسوالي نيولې ده؟

همدارنګه د سیاسي چارو یو شمېر نور کارپوهان دا په ګوته کوي چې په افغانستان کې د طالبانو لخوا حاکم وضعیت، وزګارتیا او وضع شوي بندیزونه دې ته زمینه برابروي چې ډېری خلک د طالبانو پرضد له مقاومت جبهې څخه ملاتړ وکړي.

په هرات ولایت کې د سیاسي علومو د پوهنځي پخوانی استاذ صمد خدابخش دویچه ویله ته وویل: «طالبان چې نه داخلي مشروعیت لري او نه بهرنی، د افغانستان خلک ورځ تر بلې د دوی د بندیزونو او د خلکو د ازادۍ سلبولو له امله زړه توري کېږي او د دغې ډلې کړنلارې د خلکو د ناهیلۍ لامل گرځي. له همدې کبله همدا موضوعات باعث شوي چې د طالبانو ضد جبهو سره يوځای کيدو ته تشويق شي.«

له طالبانو څخه په وار وار غوښتنه شوې چې د ښځو پر وړاندې لګول شوي محدودیتونو لري کړي، ټول ګډونه حکومت جوړ او بشري حقونه مراعات کړي خو طالبانو تر اوسه پورې د افغانستان د راتلونکې لپاره د سیاسي مذاکراتو هر ډول غوښتنې رد کړي دي.