1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

آیا له حده ډير ورزش کول د انسان ماغزه هم ستړی کوي؟

۱۳۹۸ مهر ۷, یکشنبه

له حده ډير ورزش د انسان له پاره ګټور نه دی او کولای شي پر اعصابو فشار راوړي. له حده زيات ورزش، په ځانګړې توګه د تصميم نيونې په برخه کې د اعصابو توان کموي چې په داسې حالت کې کيدای شي انسان ښه تصميم ونه شي نيولی.

https://p.dw.com/p/3QR7l
Hawaii, Ironman Weltmeisterschaft Triathlon
انځور: Reuters

دغه خبره په يوه نوې څيړنه کې موندل شوې چې په «Current Biology» مجلې کې خپره شوې ده.

دا مسئله روښانه او معمول ده چې له حده ډير ورزش د بدن د ډيرې ستړيا سبب واقع کیږي. خو آیا دغه ډول ورزشونه اعصاب هم ستړي کوي؟ يوه نوې څيړنه دغې پوښتنې ته د «هو» ځواب ورکوي.

څيړونکي رپوټ ورکوي چې درانه ورزشونه نه يوازې د انسان بدن، بلکه اعصاب يې هم ستړي کوي. په دغې ستړيا کې د اعصابو هغه برخه هم شامله ده کومه چې د تصميم نيولو په برخه کې فعاليت کوي. 

دغو څيړونکو په خپله څيړنه کې د درو رشتو ورزشکاران (لامبو، بايسکل ځغلونې او ځغاستې» انتخاب کړي ول او له هغو څخه يې غوښتنه کړې وه چې خپل ورزشي تمرينات ۴۰ سلنه ډير کړي. د مختلفو آزموينو په پايله کې ښکاره شوه چې د دغو ورزشکارانو د تصميم نيونې په توان کې تغيير رامنځ ته شوی او د هغو افرادو دې ته ورته شوې، چې د فکري کارونو په پايله کې د ډيرې شديدې ستړيا احساس کوي.

بل بدلون چې په دغو ورزشکارانو کې رامنځ ته شو، هغه دا وو چې دوی خپل عملونه تر ډيره بريده د فکر او سنجښت کولو پرته ترسره کول او د هغو سملاسي ګټې ته يې ډيره ترجيح ورکوله نسبت هغې جايزې ته چې د ترلاسه کولو له پاره يې ډير وخت ته اړتيا وي.

د دغو څيړونکو نتايج ښيي چې په عمومي ډول استقامتي ورزشونه د انسان د روغتيا له پاره ګټور دي خو له اندازې څخه زيات ترسره کول يې، کولای شي پر مغزو باندې منفي اغيز ولري.   

په يوه معين او ټاکلي وخت کې د بايسکل ځغلونې، ځغاستې، کښتۍ ځغلونې په څير ورزشونه، د استقامتي ورزشونو په ډله کې راځي.

د څيړونکو له ډلې څخه يو هم ماتیاس پسیګلیونه دی چې وايي: «زموږ موندنې په عمومي توګه خلک دې ته متوجه کوي چې د اعصابو وضعيت ډير مهم دی. هغه تصميم چې تاسو یې يو د ستړو اعصابو پر وخت نيسئ له هغه تصميم سره چې د اعصابو په يو بل وضعيت کې يې نيسئ، ډير توپير لري.»

دغه څيړونکې په دې باور دي چې د دوي موندنې نه يوازې د ورزشکارنو له پاره بلکه ټولو افرادو ته هم اهميت لري. په ځانګړې توګه هغه د لا ښو تصميمونو د ترلاسه کولو له پاره مهمې دي. دوی حتي وړانديز کوي چې د بدو پرېکړو د مخنيوي له پاره بايد د هغو افرادو د ستړيا اندازه کنټرول شي کوم چې د سياست، اقتصاد او قانون په څير د لويو مسئلو په اړه تصميمونه نيسي.

dw/mks/ns