آیا طالبانو پر افغان ځواکونو برېدونه کم کړي؟
۱۳۹۸ بهمن ۱۰, پنجشنبهرویټرز خبري آژانس د سرچینو له قوله رپوټ ورکړی دی چې طالبانو د سولې هوکړه لیک د لاسلیک سره سم پر امریکايي ځواکونو په بشپړه توګه خپل برېدونه دروي، خو پر افغان ځواکونو یې یوازي د بریدونو کمولو سره موافقه کړې ده.
په قطر کې د طالبانو رسمي سرچینو تراوسه د دغه راپور رسمي پخلی نه دی کړی، خو له تېرو څو میاشتو د طالب او امریکايي پلاوو ترمنځ خبرو کې د «تاوتریخوالي کمېدل» د بحث وړ ټکی دی.
کابل میشتي پخواني طالب چارواکي مولوي سیداکبرآغا له دویچه ویله سره په خبرو کې دا راپور ډير "کره" ونه باله او ویې ویل: «زه فکر نه کوم چې طالبانو دې له امریکایانو سره اوربند کړی وي او پر افغان ځواکونو دې یواځې د بریدونو کمېدو خبره ومني، ځکه په دې سره طالبان بدنامه کیږي.»
د افغانستان ملي دفاع وزارت وايي، د جګړې ډګر سړولو یوازنۍ لار «اوربند» دی. د دغه وزارت ویاند روح الله احمدزي نن پنجشنبې (۲۰۲۰ میلادي کال د جنورۍ ۳۰مه) دویچه ویله ته وویل چې افغان ځواکونه د سولې له پاره جګړه کوي.
د احمدزي په وینا داسې نښې نه شته چې ګواکې طالبانو دې پر افغان ځواکونو خپل برېدونه کم کړي وي. نوموړي وویل: «د طالبانو قدرت مات شوی. ډيری جګپوړي کسان لکه والیان او ولسوالان یې وژل شوي او اوس عملا د سترو بریدونو ځواک هم نه لري، خو هغه لږ ځواک چې هم ورپاتې دی په ولایتونو کې یې د افغان ځواکونو پروړاندې کاروي چې افغان سرتیري یې بیا په مقابل کې چمتو ولاړ دي.»
په دې وروستیو کې له بیلابیلو ولایتونو پر افغان ځواکونو د برېدونو ډیریدو خبر ورکول کیږي. درې ورځې وړاندې په کندز کې د افغان ځواکونو پر یوې پوستې د طالبانو د برید له امله لس افغان سرتیري وژل شوي. دغه راز، روانه اوونۍ په بلخ ولایت کې هم طالبانو د افغان ځواکونو پر یوه کاروان برید وکړ چې په ترڅ کې یې اته افغان سرتیري ووژل شول.
سیاسي شنونکي ډاکټر سید صمیم شمسي دویچه ویله ته وویل، د سولې خبرو په درشل کې تل د برېدونو د ډيروالي شاهد وو او اوس عملا بیلابیلو ولایتونو کې جګړو زور اخېستی. شمسي زیاته کړه: «بریدونه د دې له پاره ډير شوي چې د سولي د خبرو پر میز لاډير امتیازات ترلاسه کړي.»
شمسي پر افغان حکومت هم نیوکه کوي چې د سولې له پاره لاهم د یوې ملي اجماع په رامنځته کولو نه دی توانېدلی. د بریدونو ډېرېدو په لړ کې امریکا هم په غزني کې د E-11A ډوله الوتکي رالوېدو له امله د خپلو وژل شویو عسکرو نومونه اعلان کړي.
د امریکا د دفاع وزارت د یوې خبرپاڼې پربنسټ ۴۶ کلن ډګروال پال واس او ۳۰ کلن کېپتان رایان پانوف د الوتکې رالوېدو په پېښه کې وژل شوي دي.
طالبانو ادعا کړې ده چې دغه الوتکه چې د امریکا د څارګرې ادارې جګپوړي افسران پکې سپاره ول، دوی رااچولې ده، خو امریکايي لوری بیا په دې اړه د څیړنو خبره کوي.
د سولې په خبرو کې د امریکا پر هوډ هم شکونه موجود دي. د چارو کتونکي فیض الله صافي دویچه ویله ته وویل، امریکا اوس افغان سوله له ایران سره په وروستیو جنجالونو پورې تړي. صافي په دې هکله دویچه ویله ته وویل: «امریکا غواړي چې پر ایران د خپلو فشارونو ډیرولو له پاره په افغانستان کې پاتې شي، خو له طالبانو سره د سولې په هوکړه لیک کې په ښکاره په دې موافقه کیږي چې امریکايي ځواکونه باید له افغانستانه ووځي.»
د صافي په خبره، که چیري د امریکا او ایران ترمنځ تاوتریخوالی زور واخلي، نو ښايي امریکا افغان خاوره د ایران پرضد وکاروي او ایران هم دلته امریکايي اهداف په نښه کړي.
اسماعیل شاکر – کابل