1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ملاعمر مړینې سره د سولې لپاره یو چانس ؟

اسوشیتد پرس۱۳۹۴ مرداد ۱۱, یکشنبه

تحلیلونکي وايی: افغان حکومت په دې باور دی چې د طالبانو ترمنځ اختلافات پرهغوی باندی د لاس برتوب چانس زیات کړی، خو خبرداری ورکوي: که حکومت هم خپلمنځني اختلافات پای ته ونه رسوي، دغه لاس ته راغلی موقع به کومه گټه ونه کړي

https://p.dw.com/p/1G8bo
طالبانو دا خبره اوس منلې چې د هغوی مشر دوه کاله مخکې مړ شوی دی
طالبانو دا خبره اوس منلې چې د هغوی مشر دوه کاله مخکې مړ شوی دیانځور: Getty Images/AFP/BBC NEWS

د اسوشیتد پرس خبري آژانس په خپل یو تحلیلي مضمون کې وايي چې د افغان طالبانو نوی مشر له دوو ننگونو سره مخامخ دی: لومړې هغه یو بغاوت باید بیرته سره یو موټې کړي چې کلونه تر یوبل نامه په لاره اچول شوی ؤ او دوهم د دغه بغاوت د ناراضو جنگیالیو مخه ونیسی چې داعش نومی ډلې سره یو ځای کیږي. په عین وخت کې افغان حکومت باور لري چې د طالبانو په مشرې کې د کړکیچ چې د ملا محمد عمر د مړېنی له اعلان سره سره رامنځ ته شوی، څخه به په څپله گټه استفاده وکړي.

په داسې حال کې چې افغان چارواکي خوشبینی ښکاره کوي چې د سولې پیل شوې پروسه ښايي بالاخره به یوه نتیجه ورکړي، د طالبانو په لیکو کې لومړی درز د جمعې په ورځ هغه وخت ښکاره شو چې د ملا عمرزوی یعقوب وویل چې هغه او د ډلې نور مشران د طالبانو د نوي مشر له ټاکلو سره مخالف دي.

یو دیپلومات چې هویت یی د اسوشیتد پرس له خوا نه دی بربند شوی، وویل: «افغان حکومت هیله لري چې دا افسانه چې گواکې ملا عمر په ټولو تیرو کلونو کې تصمیمونه نیولی دي او طالبان به بیرته په خپلو پښو ودریږي، نور زیاتې ختمه شي ده.»

د طالبانو د نوی مشرۍ مشروعیت

چاروکي او تحلیلونکي وايي چې د مشرتابه په سر کې د ملا عمر څخه پرته طالبان دا توانمندي له لاسه ورکړې چې خپل غړي مجبوره کړي ترڅو له یو مذهبي مشر څخه چې هغوی د «امیر المومنین» لقب ورکړی، اطاعت وکړي.

د طالبانو نوی اعلان شوی ملا منصور اختر
د طالبانو نوی اعلان شوی ملا منصور اخترانځور: picture-alliance/dpa/Afghan Taliban Militants

خو د طالبانو د بهرنیو چارو پخواني وزیر، وکیل احمد متوکل اسوشیتد پرس ته وویل:«طالب یو دینی حرکت دی، هغه پرقومي او قبیلوي اصولو ولاړ نه دی، نو له دې امله د واکمنې شورا تصمیونه باید ټول غړي ومني.»

ملا اختر منصور چې اوس د ملا عمر ځای نیونکی اعلان شوی، په تیرو درې کلونو کې د ملا عمر په نامه خبرې کړي او تصمیمونه یی نیولي دي. هغه له کابل سره د سولې په پروسه کې داخل شوی، خو په عین وخت کې طالب قوماندانو ته د جگړې امرونه صادر کړي، هغه یوه جگړه چې په تیرو ۱۴ کلونو کې نه یواځې د بهرنیو سرتیرو، بلکه د لسهاو زرو ولسی افغانانو د مرگ سبب شوې ده.

یو افغان چارکي د خپل هویت د نه بربنډولو په شرط اسوشیتد پرس ته وویل: «کله چې ملا عمر د طالبانو د مشر په توگه وټاکل شوو، په کندهار کې یوه سترغونډه جوړه شوې وه، نو دغې غونډې هغه ته د مشرې لپاره یو ډول مشروعیت ور په برخه کړ.» دغه چارواکی د هغوی د نوي مشر په هکله شک او تردید ښکاره کړ او وویل:«د افغان طالبانو مشرۍ که چیری رښتیا هم مشروعیت غواړي، نو باید د افغانستان په دننه کې حضور ولري. هغوی څرنگه ځان د افغان حکومت اپوزسیون گڼي او ادعا کوي چې گواکی د دغه تحریک له ټولو ډلو څخه نمایندگي کوی، حال دا چې دوی له هیواد څخه بهر دي. »

ښه موقع خو خبرو لپاره «نوې ستراتیژي»

خو څیړونکي وايی چې د افغانستان «ملی یو والي حکومت» هم لا تراوسه د سولې د پروسې لپاره اړینه ستراتیژي نه لري او د داسی ستراتیژي په نه شتون کې د طالبانو خپلمنځي اختلافات به د حکومت اهدافو ته کومه گټه ونه کړي. د سیاسی چارو شڼونکی هارون میر وویل د طالبانو په څير له اختلافاتو سره جوخت افغان حکومت اوس یو« متحد اقدام» ته ضرورت لري ترڅو له اوسنی موقع څخه په خپله گټه کار واخلی: «د ملي یووالی حکومت سره ټوټې دی. طالبان هم په عین وضعیت کې دی. نو اوس خبره دا ده چې څوک د چا سره خبرې کوي.»

دافغانستان له څه د پاسه دری لسیزو د جگړی ډگر دی
دافغانستان له څه د پاسه دری لسیزو د جگړی ډگر دیانځور: picture-alliance/dpa/J. Karger

میر یادونه وکړه:«دا هغه یوه موقع ده چې افغان حکومت د خبرو اترو پر سترا تیژی له سره غور وکړي، له یو نوی تشکیل سره د سولی عالی شورا فعاله کړی، هغه نوره هم خپلواکه وگرځوي، له نوو صلاحیتونو او له نو څیرو سره ترڅو د افغانانو په استازیتوب خبری وکړي.»

سپینې ماڼې هم د جمعې په ورځ په خپل یو لومړي غبرگون کې وویل چې د ملا عمر له مړینې سره یوه چانس پیدا شوی چې افغانستان کې ثبات تینگ کړای شي. د متحده ایالاتو د حکومت په یوه ویناپانه کې راغلي دي: « افغانستان لا تراوسه یو خطرناک ځای پاتی دی او افغانان لا تراوسه د بغاوت له وحشت سره لاس او گرویان دی. دې وضعیت له بې گناهو خلکو څخه ژوند اخیستی او د سولې راتلونکی یې تت کړی دی.»

په اعلامیه وړاندی راغلی دي:« په دی انتقالی وخت کې، طالبان کولای شی چې دوه لارې غوره کړی: یا به د خپلو خلکو پر ضد جگړې ته دوام ورکوي اوخپل هیواد به بې ثباته کوي او یا به د سولې لاره انتخابوي. مونږ طالبانو تشویقوو چې د روغې جوړی او رښتنی سولې لپاره د ولسشمرغني غږ ته غوږ ونیسي.»