1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آیا د امریکا او طالبانو ترمنځ مذاکرات بیا پیلیدونکي دي؟

۱۳۹۸ مهر ۱۰, چهارشنبه

د پاکستان د ملي عوامي ګوند پخوانی غړی افراسیاب خټک وايي چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د مذاکراتو د بیا پیلیدو قوي امکان شته، خو وايي چې شرط به یې دا وي چې طالبان اوربند ته غاړه کښیږدي.

https://p.dw.com/p/3QeJY
Katar | Friedenskonferenz Afghanistan
انځور: AFP/Getty Images/K. Jaafar

د طالبانو د قطر د دفتر وياند سهيل شاهين د تويتر له لارې ويلي دي چې د ملا عبدالغني برادر په مشرتوب به د طالبانو يو پلاوی په پلازمينه اسلام آباد کې له پاکستاني چارواکو سره پر «مهمو موضوعاتو» خبرې وکړي.

سهيل شاهين د تويتر له لارې زياته کړې: «دا له روسیې، چين او ايران وروسته څلورم رسمي سفر دی چې د سيمې هيوادونو ته کيږي.» پاکستان ته د طالبانو د پلاوي له تګ سره هم مهاله، د افغان سولې له پاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم پاکستان ته پر لاره دی.

افراسیاب خټک له دویچه ویله سره په یوه مرکه کې وویل چې لکه څرنګه چې سیاسي شنونکي وضعیت ته په کتو سره وايي چې د طالبانو او امریکا ترمنځ مذاکرات به بیا پیل شي، ځکه چې په خبره یې د ستونزو د حل له پاره له مذاکراتو پرته بله حل لاره نشته.

افراسیاب خټک همدا راز وویل چې اوس باید په دې مذاکراتو کې افغان حکومت هم شامل شي، دغه مذاکرات دې منصفانه وي او د طالبانو هغه ضد چې نه غواړي له افغان حکومت سره خبرې وکړي، باید نور له ختم شي. د نوموړي په خبره دا ځکه چې د مذاکراتو بل لوري افغان حکومت دی.

د معلوماتو له مخې د طالبانو پلاوی به له پاکستاني لوري سره د امریکا او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو د توقف د احتمالي لاملونو په هکله معلومات ورکړي. د پاکستان سیاسي څیرې ذاهد حسین له دویچه ویله سره په یوه مرکه کې وویل چې په دې موده کې طالبانو د مذاکراتو له پاره خپلې دروازې نه وې تړلې. د نوموړي په خبره اوس باید وکتل شي چې آیا دا ځل به خلیلزاد له سیاسي ملاتړ سره راشي او که نه؟ او بله دا چې آیا مذاکرات به له هغه ځایه بیرته پیل شي، له کوم ځایه چې پای ته رسیدلي وو؟

د بغاوت پای؟

د افراسیاب خټک په خبره، د بغاوت له کبله راولاړې شوې جګړې تل د مذاکراتو له لارې حلیدلی شي او دا چې په افغانستان کې اوس د خلکو د رایو له لارې یو بل نوی حکومت د جوړیدو په حال کې دی او دا چې افغان حکومت د مذاکراتو یو له اصلي اړخونو څخه دی.

د نوموړي په وینا که د امریکا او طالبانو ترمنځ مذاکرات پیلیږي نو په دې صورت کې باید بین الافغاني مذاکرات هم پیل شي او بله دا چې په دې مذاکراتو کې دې د امریکا او طالبانو له لوري د اوربند خبره هم اصلي موضوع وټاکل شي.

افراسیاب خټک وايي چې طالبان اوس ضرورت لري چې له تنګ نظرۍ لاس پر سر شي او په پاکستان کې د طالبانو سرپرست هم باید طالبانو ته ووايي چې جګړې او زور زیاتی د حل لار نه ده. ښاغلی خټک زیاتو چې طالبان باید خپل چلند بدل کړي.

د خټک په وینا طالبان په دې پوهیږي چې افغانان له جګړو خوښ نه دي او که جنګ توقف شي، نو د تازه جګړې پیل بیا ستونزمن کار دی. د خټک په خبره له دې کبله دوی [طالبان] د جګړې خپله پالیسې نه پریږدي خو مذاکرات هغه وخت بریالي کیدلی شي چې په افغانستان کې اوربند عملي بڼه غوره کړي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې اړوند مذاکراتو کابو یو کال دوام درلود چې بیا وروسته ولسمشر ترمپ په کابل کې په یوه چاودنه کې د یوه امریکايي سرتیري د وژل کیدو له کبله دغه مذاکرات د ټویټر د یوه پیغام له لارې لغوه کړل.

د امریکا او طالبانو د توافق په صورت کې ټاکل شوې چې امریکا متحده ایالات به له افغانستان څخه خپل یو شمیر سرتیري وباسي او په بدل کې به یې طالبان د افغانستان په خاوره کي تروريستانو ته ځای نه ورکوي.