1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آیا تایوان د چين په مقابل کې د ځان دفاع کولی شي؟

۱۴۰۳ خرداد ۴, جمعه

تایوان خپل غير متناسب جنګي ظرفيت د نسبتاً کوچنيو خو ډېرې اغیزناکې وسلې په مرسته ډېر پراخ کړی دی څو وکولی شي د يوه ډېر ستر ځواک يرغل هغه ته پخپله ډېر ګران بيه تمام شي.

https://p.dw.com/p/4gEwK
چين د تایوان ولسمشر لای چینګ تی، يو «خطرناک بيلتون غوښتونکی» بولي
چين د تایوان ولسمشر لای چینګ تی، يو «خطرناک بيلتون غوښتونکی» بوليانځور: Ann Wang/REUTERS

تايوان ته څيرمه د چین پوځي مانورې تر هغه څو ورځې وروسته ترسره کیږي چې د تایوان د برحاله ديموکراتيک ترقي غوښتونکي ګوند (ډي پي پي) څخه ويليم لای چينګ تی، د دوشنبې په ورځ د دغه خپلواکمن حکومت لرونکي ديموکراتیک ټاپو د ولسمشر په توګه لوړه وکړه.

هغه د لوړې د مراسمو پخپله وينا کې د دې ټاپو پر ديموکراسۍ ټينګار وکړ او پر چين یې د پوځي تهديد د ختمولو غږ وکړ.

د ولسمشر شي جين پینګ، په مشرتوب د چين د خلکو جمهوريت (پي آر سي) د تایوان خپلواکمنه سيمه د چين قلمرو ګڼي چې بايد بيرته له چین سره يوځای شي، که اړتيا یې وليدله شي د زور له لارې هم.

د پنجشنبې په ورځ د چين ډګر جنرال لي ژي، دولتي رسنيو ته وويل چې دا تمرينونه د «بيلتون غوښتونکو فعاليتونو» پر وړاندې د «سختې جزا» په توګه کيږي.

د ملي دفاع او امنيتي څېړنو د تایوان له انستيتويت (آي ان ډي اس آر) څخه څيړونکي سو تڅو – يون، دويچه ويله ته وويل چې دا تمرينونه د يوې اوږدمهالې طرحې برخه ده چې «پوځي وسايل پکې د سياسي سګنالونو په توګه کاريږي.»

د چين د پوځ له خوا نشر شوی دا انځور د چين د پوځي مانورو نقشه ښيي
د چين د پوځ له خوا نشر شوی دا انځور د چين د پوځي مانورو نقشه ښييانځور: https://mil.huanqiu.com

د چين سره د مقابلې «غير متناسب» روش

د تايوان دفاع وزارت دا مانورې د «نامعقولې پارونې» په توګه غندلي او خپل سمندري، هوايي او ځمکني پوځونه یې متحرک کړي او زياته کړې یې ده چې «د وسله وال پوځ ټول افسران او عسکر چمتو دي.»

د چين د څو چنده ستر د خلکو د آزادۍ پوځ (پي ال ای) په مقابل کې د تایوان له ځانه د دفاع ظرفيت په دې وروستیو کلونو کې په دفاعي لګښتونو کې د لوړوالي او د غير متقارن جنګي ظرفيت د ودې شاهد وو چې د « Porcupine» يا شګوڼ ستراتیژي يا تګلاره هم بلل کیږي.

دا په دې معنا ده چې کوچنۍ خو ډېرې اغیزناکې وسلې کاريږي څو د يوه ستر ځواک د يرغل په صورت کې هغه ته ډېر زيان ورسول شي.

د تایوان د دفاع په هکله د امريکا د کانګرس د یوه تازه رپوټ په حواله واشنګټن تایوان د يوه غير متناسب روش خپلو ته هڅوي چې د يوه ځمکني - سمندري يرغل پر وخت بيړۍ ضد توغنديو، سمندري ماينونو او نورو ورته کوچینو، متحرکو او نسبتاً ارزانه د وسلو سيسټمونه پکې شامل وي.

په دې کې بې پېلوټه هوايي نقليه وسیلې (UAVs) لکه په تایوان کې جوړ « Albatross II» ډرونونه شامل دي چې تير کال معرفي شول.

ارزان بيه مهمات لکه د ساحلي دفاع کروز میزايل هم د چين ګران بيه کښتۍ او ابزار له منځه وړلی شي.

طبيعت هم د تایوان په دفاع کې مرسته کولی شي

جغرافيا يا جغرافيایي موقعيت د تایوان په دفاع کې يوه بله دشمني ده. پر ټاپو د يوه بشپړ يرغل له پاره به د تايوان د تنګي له لارې د سونو زرونو عسکرو ليږدولو ته اړتيا وي چې دا به د زرونو کښتيو په ښکيلتيا سره اوږده او سخت عمليات وي چې له متقابل بریده به خوندي نه وي. 

د بهرنيو اړيکو د امريکايي شورا څخه ديود زاکس، لیکي: «د تایوان نيول او يا بشپړه محاصره به ښايي «د عصري تاريخ تر ټولو پيچلي پوځي عمليات وي،» چې د سابيري جګړې د ابزارو ترڅنګ به پکې د هوايي، سمندري او ځکمني ځواکونه همغږۍ ته اړتيا وي.»

زاکس، وايي چې د مون سون اروښتونو موسم په دې معنا دی چې د الوتکو د کښته کولو عمليات ښايي د کال په يوازې يو څو میاشتو کې امکان ولري.

پر دې سربیره په تایوان کې یوازې يو څو د ژورو اوبو بندرونه او یا د الوتکو د کښيناستو له پاره پر ساحلونو یوازې يو څو کافي لوی ځایونه شته. 

Infografik Karte Taiwan Detail EN

سمندري ماینونه، د کښتیو او چټکو کښتيو سره په ترکيب کې چې په توغنديو سمبال وي، پر ساحلونو او نزدې پرتو ټاپوګانو کې له ځای پر ځای شويو مهماتو سره ښايي د چين د خلکو د آزادۍ پوځ ته په حساس ځای کې ګوزار ورکړي. 

او حتی که چېرې يرغلګر پوځ وتوانيږي چې د تایوان پر خاوره خپل يو سنګر هم جوړ کړي نو د زاکس، په خبره د تایوان غرنۍ سيمې به پوځي عمليات له محدوديتونو سره مخامخ کړي.

پلازمېنه تاېپې په يوه کاسه کې پرته ده چې شا او خوا یې غرونه دي او د داخليدو لږې لارې لري چې دا به هم يوه دفاعي ګټه وي.

په هغه صورت کې چې چين وتوانيږي د ټاپو خاورې ته داخل شي نو تایوان خپل ښارونه د چريکي جګړې له پاره هم چمتو کړي دي.

تايوان دفاعي لګښتونه لوړ کړي دي

تايوان د تجهیزاتو په سترو سیسټمونو کې هم پانګونه کړې ده. امريکا متحده ایالات د تایوان ستر پوځي متحد دی او له لسیزو راهېسې واشنګټن پر دې ټاپو د « Taiwan Relations Act» له مخې وسلې پلورلي. دا قانون د «دفاعي» وسلو د انتقال اجازه ورکوي.

دمګړۍ تایوان د ۱۹ ميليارډو ډالرو په ارزښت د امريکايي پوځي توکو انتقال ته سترګې په لار دی چې په هغه کې جنګي الوتکې، ټانکونه، توغندي او کوچنۍ وسلې شاملې دي. 

د پخوانۍ ولسمشرې تسای انګ –  وين د ولسمشرۍ په دوره کې د تایوان حکومت خپل دفاعي لګښتونه په کال کې په اوسط ډول کابو ۵ سلنه لوړ کړي ول.

په پام کې ده چې په ۲۰۲۴م کال کې هم دفاعي لګښتونه يو ځل بيا لوړ شي که څه هم چې په ورو سرعت سره او په ټوله کې به ۱۸،۸ميليارډ امريکايي ډالرو ته ورسېږي.

ب. ص/ ن. ز (Wesley Rahn)

زموږ له آرشيف څخه:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب