1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيا پاکستان او افغانستان پر يوه «پټ توافق» کار کوي؟

شکیلا ابراهیم خیل
۱۴۰۰ اردیبهشت ۲۷, دوشنبه

د افغان حکومت ځيني پخواني چارواکي ادعا کوي چي د بريتانيا په مرسته د پاکستان او افغانستان ترمنځ «يوه پټه معامله» روانه ده. خو حکومت دغه ادعاوي ردوي او وايي چي له پاکستان څخه اصلي غوښتنه د سولي په ټينګښت کي همکاري ده.

https://p.dw.com/p/3tW7H
Afghanistan General Qamar Bajwa Chief of Staff Pakistan Army
انځور: Presidential Press Office

د افغانستان د حکومت د ځينو پخوانيو چارواکو ادعاوو چي وايي د افغانستان او پاکستان ترمنځ يوه «پټه معامله» روانه ده، پوښتني راپيدا کړي دي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني، يوه اوونۍ مخکي د پاکستان د پوځ له مشر قمر جاويد باجوه، او د بريتانيا د پوځ عمومي قوماندان سرنيک کارتر، سره په کابل کي ولیدل.

که څه هم په رسمي توګه د دغه ملاقات ډیر جزئيات نه دي خپاره سوي، خو د افغانستان د استخباراتو پخواني رئيس رحمت الله نبيل ادعا کړې ده چي په دغه درې اړخيزه غونډه کي چي نږدې دوه نيم ساعته د تړلو دروازو ترشا سوې ده، د «کابل او اسلام آباد ترمنځ پر يوه نظامي توافق» بحث سوی دی.

نبيل چي د حکومت یو له منتقدينو څخه دی، بې له دې چي د خپلو ادعاوو د منبع په اړه څه ووايي، پخپله فيسبوک پاڼي کي ليکلي دي: «همدا اوس د انګليسانو په منځګړيتوب ځيني نوري «شرمناکي» معاملې رواني دي او د تکميلېدو په حال کي دي چي په هغو کي د افرادو شخصي ګټي په پام کي نيول سوي دي او د هغه زيان افغانستان ته متوجه دی.»

د افغانستان د استخباراتو دغه پخوانی چارواکي لیکلي دي چي اشرف غني په دغه درې اړخيزه غونډه کي د ۷۰۰۰ طالب بنديانو د آزادۍ ژمنه کړې ده او ويلي يې دي چي په دې اړه به لويه جرګه راوبلل سي.

حکومت: دغه څرګندوني بې بنياده دي

د افغانستان حکومت دغه ادعاوي په کلکه ردوي. د حکومت د رسنيو مرکز رئيس دواخان مينه پال، دويچه ويله ته وويل: «د پټي معاملې خبره کاملاً بې بنياده ده او موږ يې رد وو.»

هغه زیاته کړه چي له پاکستان څخه د افغان حکومت همېشنۍ غوښتنه دا ده چي د «تروريزم پر وړاندي صادقانه» مبارزه وکړي.

د افغانستان د ولسمشر لوړپوړي سلاکار وحيد عمر، هم د افغانستان د استخباراتو د پخواني رئيس ادعاوو ته غبرګون ښوولی دی او پر تويتر کي يې ليکلي دي: «د تويتر ځينو کاروونکو له جمهوررئيس سره د جنرال کارتر او جنرال باجوه د خبرو د محتوا په اړه معلومات خپاره کړي دي. د دغو معلوماتو منبع به په اغلب ګومان د دېوال موږکان وي. لنډه دا چي دغه موږکان ډېر دروغجن دي.»

خو په ارګ کي يوې سرچينې دويچه ويله ته وويل چي د دې موضوع په اړه ابتدايي خبري سوي دي «خو دغه موضوع تر دې حده ابتدايي ده چي سړی يوه توافقنامه نه سي ورته ويلای». هغه دغه راز د ۷۰۰۰ بندي طالبانو د آزادۍ خبره په ټينګه رد کړه.

د افغانستان د سياسي چارو کارپوه احمد سعيدي، وايي چي له يوه کال راهيسي د افغانستان او پاکستان استخباراتي مسايل بريتانيا ته سپارل سوي دي.

دغه کارپوه وايي چي د پخواني جمهوررئيس حامد کرزي، په دوره کي هم دغه شان خبري اتري پيل سوي وې، خو کرزي د پاکستانيانو دغه وړانديز و نه مانه. هغه فکر کوي چي ولسمشر غني د پاکستانيانو دغه غوښتنه منلې او کيدای سي چي لاسليک کړې يې وي.

هغه داسي تحليل کوي چي کیدای سي د تړون په بدل کي اسلام آبد ژمنه کړې وي چي «طالبان مجبوره کړي چي دا ومني چي اشرف غني دي په عبوري دوره کي پر قدرت پاته سي».

هغه د خپلو دغو څرګندونو د تائيد له پاره ناتائيد سوو راپورنو ته اشاره کوي چي ګواکې افغان چارواکو د پاکستان له استخباراتي او پوځي چاروکو سره په بحرين کي ليدلي دي.