«که طالبان واک ترلاسه کړې له افغانستان سره مالي مرستې بندوو»
۱۴۰۰ مرداد ۲۱, پنجشنبهد آلمان د بهرنيو چارو وزير، هایکو ماس د آلمان ZDF تلویزیون سره په خبرو کې وويل چې طالبان په دې پوهیږي چې افغانستان پر نړيوالو مرسته شديده تکيه لري. هغه وویل: «موږ به نور دغه هیواد (افغانستان) یو سینت هم ونه لیږو که چیرته طالبان د ټول افغانستان کنټرول په لاس کې نیسي او د شرعي قانون په معرفي کولو سره خلافت اعلان کړي.»
د فرانسې خبري آژانس ليکي، چې آلمان افغانستان سره په کال کې د ۳۴۰ ميليونه یورو مالي مرستې په کولو، د جګړه ځپلي افغانستان په ډونرانو کې يو تر ټولو ستر ډونر يا مرسته کونکی هیواد دی.
په افغانستان کې ميشتو نړیوالو ځواکونو په می میاشت کې له دغه هیواده د وتلو بهیر پيل کړی چې نژدې په ختمیدو دی. د نړیوالو ځواکونو له وتلو سره جوخت طالبانو هم جګړې شدیدي کړي چې تر اوسه يې د لسو ولایتونو په ګډون د افغانستان ډیره خاوره نیولې ده.
کله چې د آلمان د بهرنيو چارو له وزیر څخه د طالبانو د وروستيو پرمختګونو په اړه پوښتنه وشوه، هغه له افغانستان څخه د امریکايي قواوو د وتلو په اړه د متحده ایالاتو تصمیم ته اشاره وکړه. ماس په دې اړه زیاته کړه: «دا په دې معنی دا چې د ناټو ټول ځواکونه هم باید له دغه هیواد [افغانستان] څخه ووځي، ځکه چې د امریکا متحده ایالاتو له امکاناتو پرته هیڅ هیواد نه شي کولی خپل ځواکونه په خوندي توګه هلته واستوي.»
هایکو ماس وویل: «د آلمان حکومت په افغانستان کې د اوږدمهاله ماموریت په اړه غور کړی وو، خو «له ناټو پرته به څه ونه شي کړای.»
آلمان په تیرو نژدې شلو کلونو کې د روان کال تر جون مياشت پورې، په افغانستان کې د ناټو پوځي ماموريت په چوکاټ کې سرتيري لرل.
/mks/bs/sea/hmn/wdb