1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان په افغانستان کې له لوږې سره د مبارزې لپاره مرسته کوي

۱۴۰۲ شهریور ۱۶, پنجشنبه

آلمان غواړي سږکال په افغانستان کې د لوږې سره د مبارزې له پاره د خوړو نړیوال پروګرام ته ۲۵ میلیونه یورو ځانګړې کړي.

https://p.dw.com/p/4W40B
افغانستان یوه بیوزله کورنۍ د ډوډۍ خوړولو پر مهال
افغانستان یوه بیوزله کورنۍ د ډوډۍ خوړولو پر مهالانځور: M. A. S./DW

د آلمان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي دي چې په افغانستان کې له لوږې سره د مبارزې له پاره ۲۵ میلیونه یورو په پام کې نیول  شوي دي، خو دا په دې معنی نه ده چې د روان کال تر پایه به دغه مبلغ ۲۵ میلیونه یورو وي، ځکه چې لا هم د تغیر راتلو امکان شته.

افغانستان په نړۍ کې له ستر بشري ناورین سره مخ دی. د خوړو نړیوال پروګرام د بودجې د کمښت له امله په دې هیواد کې ډیرو اړمنو خلکو سره مرسته نه شي کولای.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي، سره له دې چې په افغانستان کې شاوخوا ۲۳ میلیونه وګړي د خوړو له پاره کم خوراکي توکي لري، خو په راتلونکو میاشتو کې به یوازي له درو ملیونو کسانو سره مرسته وشي.

آلمان په تېرو کلونو کې له امریکا متحده ایالاتو وروسته له افغانستان سره د بشري مرستو دویم ستر تمویلونکی هېواد وو.

د خوړو نړیوال پروګرام د معلوماتو له مخې، د المان حکومت په ۲۰۲۲ کال کې ۱۲۲ میلیونه یورو او په ۲۰۲۱ کال کې شاوخوا ۹۸ میلیونه یورو له افغانستان سره د بېړنیو بشري مرستو په موخه د خوړو نړیوال پروګرام ته ورکړي دي. د دغه سازمان په وینا سږ کال د آلمان ونډه پنځه میلیونه یورو تائید شوې ده.

د آلمان د بهرنیو چارو وزارت ویاند دې ته اشاره کړې ده چې مالي کال لا پای ته نه دی رسېدلی. هغه وویل چې دې احصایې ته باید په دقت سره وکتل شي ځکه د المان د بهرنيو چارو وزارت هڅه کوي، چې د بشري مرستو په برخه کې تل انعطاف پذیره وي .

په ورته وخت کې هغه په ​​افغانستان کې د پروژو له پاره د بشري مرستو د برابرولو د څرانګوالي په اړه "نړیوالې اجماع" ته اشاره وکړه. په دې توګه یادې مرستې یوازې د بشردوستانه اصولو سره سم په هغو ځایونو کې لګول کیږي چیرې چې میرمنې کولای شي پکې کار ته دوام ورکړي او دارنګه مرستې اړمنو ماشومانو ته ورسول شي.

د آلمان د بهرنیو چارو وزارت ویاند یو ځل بیا د طالبانو له خوا د ښځو او نجونو پر حقونو سیستماتیک محدودیتونه وغندل کوم چې په نړۍ کې بې ساري ګڼل کیږي.

بشر دوستانه مرستې د بشري، ناپلیتوب بې پریتوب او خپلواکو اصولو له مخې وړاندې کیږي. یعنې د دغو مرستو د تر لاسه کولو ټاکونکی عامل د خلکو د اړتيا کچه ده او سياسي، اقتصادي، نظامي او نور اهداف پکې باید کوم نقش و نه لري.