1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايمنستي له ښځو سره د طالبانو چلند «د بشر پر ضد جرم» بللی

۱۴۰۲ خرداد ۵, جمعه

د ښځو پر حقونو د طالبانو له خوا لګول شوي محدودیتونه دې د نړېوالو قوانینو مطابق د ممکنه جرمونو په توګه وڅېړل شي. دغه مطلب دوو بشري سازمانونو د جمعې په ورځ په ګډ رپوټ کې څرګند کړی او یاد محدودیتونه ېې «نړېوال جرمونه» بللي.

https://p.dw.com/p/4Rq2v
په کابل کې د ښځو لاریون او طالبان - د آرشیف انځور
په کابل کې د ښځو لاریون او طالبان - د آرشیف انځورانځور: AFP

دغه رپوټ دوو غیردولتي بشري سازمانونو، د بخښنې نړېوال سازمان او د حقوقپوهانو نړيوال کمېسیون چې مقرونه ېې په لندن او ژنیف کې دي، د جمعې په ورځ د می ۲۶مه خپور کړی چې په ترتيب ېې د ښځو او نجونو پر حقونو د طالبانو له لوري لګول شوو محدودیتونه ته اشاره کړې ده.

طالبانو د ۲۰۲۱م کال له اګست مياشتي راهيسې چې پر افغانستان بیا واکمن شوي، د وخت په تېریدو سره ېې د ښځو پر حقونو محدودیتونه شدید کړي او حاکميت ېې مخ په ډېريدونکي توګه سلطه غوښتونکې بڼه اختیار کړې ده.

په دغه موده کې د ښځو او نجونو د کار او تعلیم حقونه محدود کړل شوي او دغه راز نشي کولی په یوازې سر سفرونه وکړي.

ورته نور ولولئ: رپوټ: طالبانو د ملګرو ملتونو ښځينه کارمندانې نیولي او زورولي

د ايمنستې مشرې اګنیس کالامارد د طالبانو دغو کړنو ته په اشاره سره ويلي دي: «دا نړیوال جرمونه دي. دا سازمان ورکړل شوي، پراخ او سیستماتيک دي.»

دغو دوو سازمانونو د جرمونو له نړېوالې محکمې (ICC) څخه غوښتي چې په افغانستان کې د وضعیت په اړه په خپلو روانو تحقیقاتو کې «د بشر ضد جرمونو او د جنسي زورونې» موارد شامل کړي.

د آلمان خبري آژانس (dpa) د رپوټ پر اساس، دواړو سازمانونو همدارنګه پر نړېوالې ټولنې غږ کړی دی چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په راتلونکي فصل کې دې د «طالبانو له خوا د جنسيتي زورنو او نورو ممکنه جرمونو په هکله د نړېوالو قوانينو په رڼا کې» بحثونه وکړي.

ورته نور ولولئ:ملګري ملتونه: طالبان موږ اړ کوي چې « ویروونکی انتخاب» وکړو 

مېرمن کالامارد وويل چې د طالبانو د کړنو پر وړاندې چې تر اوسه کوم اقدامات ترسره شوي، له دې نه لا ډېرو قوي اقداماتو ته اړتیا ده چې باید ترسره شي.

هغې ټينګار وکړ چې «ېوازې یوه د منلو وړ نتيجه موجوده ده: د جنسيتي زور زیاتي سیستم نور باید هرومرو له منځه ولاړ شي.»

د طالبانو حکومت تر اوسه ېې دغه رپوټ ته غبرګون نه دی ښودلی دی او تر دې مخکې ېې دا ډول رپوټونه مغرضانه او د دغې ډلې خلاف تبلیغات بللي دي.  

طالبان له افغانستانه د امریکا متحده ایالاتو په مشرۍ د ناټو ځواکونو تر وتلو وروسته پر دغه هیواد واکمن شوي وايي چې په افغانستان کې ېې «اسلامي نظام» رامنځ ته کړی او د اسلامي شریعت په رڼا کې د ښځو حقونو ته پابنده دي.

ورته نور ولولئ: ديرشو مدني ټولنو په دوحه کې د افغانستان د غونډې په اړه اندیښنه څرګنده کړې 

د ملګرو ملتونو امنيت شورا په اپریل میاشت کې په متفقه توګه یو پريکړه تصویب کړ چې پکې ېې له طالبانو غوښتي تر څو په افغانستان کې د «ښځو او نجونو بشپړ، مساوي، بامفهومه او ډاډمن ګډون څخه» اطمینان ورکړي.

 (mks/nz/(dpa