1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: ولي تر اوسه ائتلافي حکومت جوړ نه شو؟

۱۳۹۶ دی ۴, دوشنبه

د آلمان په تاريخ کې تر اوسه داسې نه ول شوي، چې تر ټاکنو درې مياشتې وروسته دي هم په هيواد کې نوی حکومت نه وي رامنځته شوی. دمگړۍ مخکنې حکومت اداري چارې په سر پرست ډول پر مخ وړي. خو د دې وضعيت دليل څه دی؟

https://p.dw.com/p/2pv8T
Deutschland Merkel Sondierungsgespräche
انځور: picture-alliance/dpa/W. Kumm

د روان ۲۰۱۷م کال د نوامبر مياشتي پر۱۹ نيټه تر نيمې شپې لږ دمخه له آزاد ديموکرات او زرغون گوند سره د آلمان د صدراعظمې انگلا ميرکل د ائتلافي حکومت د جوړولو خوب له منځه ولاړ. د آلمان د آزاد ديموکرات گوند مشر کرستيان ليندنر د مذاکراتو له ميزه پاڅيد او وويل چې دوی به خبرو اترو ته ادامه ور نه کړي. هغه د مذاکراتو له ځايه تر وتلو وروسته وويل: «موږ نه غواړو هغه کسان چې موږ ته یې رای راکړې يو داسي  سیاست ولرو چې خپله هم پرې بارو نه لرو. د ناسم حکومت کولو څخه حکومت نه کول ښه دي.»

دغه گوند په دې کار سره انگلا ميرکل او په مذاکراتو کې د شاملو مسيحي سوسيال او زرغون گوند استازي نااميده پريښودل. ميرکل لا دمخه دې کار ته چمتو وه چې په خپله څلورمه دوره کې د يوه داسي ائتلافي حکومت مشري وکړي، چې له څلورو گوندونو څخه جوړ وي خو له مذاکراتو یې د ليبرال گوند د وتلو انتظار نه درلود. دې خبرو اترو چې د يوه ائتلافي حکومت د رامنځته  کولو له پاره اصلي مذاکراتو ته تر داخليدو دمخه د گوندونو د گډو ټکو د ارزولو په موخه ترسره کيدل، څو اوونۍ دوام وکړ.

فدرال جمهوريت بدليږي

ميرکل په خپلو تيرو دريو دورو کې تر ټاکنو يوازي يوه اوونۍ وروسته توانيدلې وه چې نوې کابينه اعلان کړي. د ۲۰۱۷م کال د سبتمبر مياشتي ۲۴ نيټې د ټاکنو د نتايجو پر اساس د پارلمان ترکيب هم بدلون وکړ او د اکثريت درلودل هم محدود شول ځکه د آلمان له پاره بديل گوند د ۱۲،۶سلنه رايو په اخیستو سره په لومړي ځل پارلمان ته په داخليدو وتوانيد.

د صدراعظمې انگلا ميرکل گوند تر دې حده خپل زيات پلويان له لاسه ورکړي ول چې نه یې شوای کولای بې له سوسيال ديموکرات گونده له يوه بل گوندي سره ائتلافي حکومت جوړ کړي. د دې گوند له خوا د رايو د لاسه د ورکولو يو دليل د مهاجرو په تړاو د دوی سياست وو. همدا مسله یې د خپل هميشني متحد مسيحي سوسيال گوند سره هم د اختلافاتو سبب گرځيدلې وه.

ميرکل تر دې دمخه هيڅکله هم په انتخاباتي کمپاينونو کې د «ورکه شه» او يا «ميرکل بايد ولاړه شي» په څير کلماتو سره نه وه مخامخ شوې. همدا وو چې پريکړه وشوه چې نوی حکومت بايد د څلورو گوند د آلمان د مسيحي ديموکرات، مسيحي سوسيال، ليبرال او زرغون گوند ترمنځ رامنځته شي چې د دې ټولو گوندونو د بيرغونو رنگونه که رايوځای کړل شي نو د جمايکا هيواد د بيرغ رنگ ترې جوړيږي. له همدې کبله دې ډول ائتلاف ته د «جمايکا» نوم ورکړل شوې وو. 

خو د يوه ائتلاف د رامنځته کولو مقدماتي مذاکرات بې نتيجې پای ته ورسيدل او د نوي حکومت د جوړښت موضوع همداسې پاتې شوه.

Deutschland Schloss Bellevue Gespräch zu Koalitionsverhandlungen SPD Martin Schulz
انځور: picture-alliance/dpa/Bundesregierung/J. Denzel

سوسيال ديموکرات چې په ۲۰۱۳م کال کې د مسيحي ديموکرات او مسيحي سوسيال گوند سره ائتلاف کړې وو، په دې انتخاباتو کې سخته ضربه وخوړه او يوازې ۲۰،۳ سلنه رای ترلاسه کړې. د دې گوند نوماند مارتین شولڅ چې تر دې دمخه د ۱۰۰ سلنه رايو په اخيستو سره د سوسيال ديموکرات  گوند د مشر په توگه ټاکل شوې وو، په ټاکنو کې تر سختې ماتې وروسته اعلان وکړ چې په حکومت به کې شريک نه شي او د اپوزيسيون برخه به شي. سوسيال ديموکراتانو د ايالتي پارلمانونو د انتخاباتو پر وخت هم په زارلند، شليزويگ هولشتاين او نورد راين ویستفالن ايالاتونو کې سخته ماته خوړلې وه.

شتاين ماير د نويو ټاکنو مخالف دی

خو د «جمايکا تر ناکامۍ» وروسته د آلمان ولسمشر فرانک والتر شتاين ماير له مارتين شولڅ سره تليفونې خبرې وکړې. شتاين ماير دی او د سوسيال ديموکرات گوند نور مشران ولسمشرۍ ماڼۍ ته ور وغوښتل. ولسمشر له دوی څخه غوښتنه وکړه چې ستر ائتلاف جوړ کړي او ويې ويل چې نوي ټاکنې د بحران د حل لاره نه ده.

تر دې ليدنې کتنې وروسته يو وار بيا دغه گوند ته سترگې واوښتې او د دې گوند له خوا اپوزيسيون ته د تللو پریکړه له بنست سره مخامخ شوه. مارتين شولڅ مجبور شو د ستر ائتلاف د رامنځته کولو له پاره خبري پيل کړي. اوس که چيرې د دغه ډول حکومت د رامنځته کولو له پاره مذاکرات بريالي شي، نو سوسيال ديموکراتان به په دريم ځل د انگلا ميرکل په مشرتوب حکومت برخه وي.

په پام کې ده چې د ستر ائتلاف د رامنځته کولو له پاره د مسیحي اتحاد او سوسيال ديموکرات گوند ترمنځ خبرې اترې د ۲۰۱۸م کال د جنورۍ پر ۸ نيته پيل شي. په دې مذاکراتو کې د مخالفت ډير ټکي موجود دي چې دواړه گوندونه بايد پرې توافق ته سره ورسيږي.

نينا ويرکهويزر/ب.ص