1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان ته د پناه غوښتونکو راتګ ډیر شوی، خو له کومو مسیرونو؟

۱۴۰۱ شهریور ۲۰, یکشنبه

په تیرو شپږو میاشتو کې د هغو پناه غوښتونکو په شمیر کې د پام وړ زیاتوالی رامنځته شوی دی چې په غیر قانوني ډول آلمان ته داخلیږي. ډیري دغه پناه غوښتونکي افغانان دي.

https://p.dw.com/p/4GgiP
Migranten im Grenzgebiet zwischen Serbien und Kosovo
انځور: Jelena Djukic Pejic/DW

د یوې آلمانۍ ورځپاڼې د رپوټ پر بنسټ د روان کال په لومړۍ نیمایي کې د تیر کال د همدې مودې په پرتله ډیر شمیر مهاجر آلمان ته راغلي دي.

د «ولټ ام زونټاګ» ورځپاڼې دغه رپوټ د المان د امنیتي ادارو د یوه محرمانه سند په اساس چمتو کړی دی. د دغه رپوټ پر بنسټ د آلمان پولیسو په روان کال کې په ټوله کې د غیر قانوني سفرونو ۳۶۱۰۰ موارد ثبت کړي دي. دغه شمیر د تیر کال د همدې مودې په پرتله ۴۷ سلنه زیاتوالی ښيې.

د آلمان د کورنیو چارو وزارت یوه ویاند نوموړې ورځپاڼې ته ویلي دي چې اکثریت دغه مهاجر د بالکان هیوادونو له مسیر څخه په غیر قانوني ډول آلمان ته راغلي دي. ډیري د دوی د افغانستان، سوریې، ترکیې، عراق او تونس هیوادونو اتباع دي.

نوموړې ورځپاڼې همدارنګه د اروپایې اتحادیي د باندنیو سرحدونو د ساتنې آژانس (فرانټکس) په حواله ویلي دي چې د اروپا په باندنیو سرحدونو کې هم د مهاجرو شمیر زیات شوی دی.

اروپا ته د رسیدونکو مهاجرو شمیر کم شوی

د دغه رپوټ پر بنسټ د جولای په میاشت کې په مجموعي ډول د اروپا د باندنیو سرحدونو او شینګن حوزې څخه په غیر قانوني ډول د تیریدو ۳۶ زره موارد ثبت شوي دي. په دې ترتیب سره دغه شمیر په ښکاره ډول تر دې مخکې میاشت (جون) په پرتله چې ۲۹ زره وو، واضح زیاتوالی ښيې. دا په داسې حال کې ده چې تیر کال په جون میاشت کې دغه رقم ۲۰۷۰۰ وو.

په دغه محرمانه سند کې چې د «ولټ ام زونټاګ» ورځپاڼې یي په نقل لیکنه کړې، زیاته شوې ده چې د بالکان لویدیځ مسیر او د مرکزي مدیترانې سمندر، هغه سیمې دي چې اکثره پناه غوښتونکي ورڅخه تر تیریدو وروسته لویدیځې اروپا ته راځي.

سربیره پر دې د هرې ورځې په تیریدو سره د ترکیې له لارې ایټالیې ته سفر مخ په زیاتیدو دی. د دغه رپوټ پر بنسټ د دغو غیر قانوني سفرونو له امله له اتریش او چک جمهوریت سره د آلمان سرحدونه اغیزمن شوي دي.

په دې سند کې دې موضوع ته هم اشاره شوې ده چې اتریش اوسمهال له ۲۰۱۵ م کال را په دې خوا ځان د مهاجرو د راتګ له تر ټولو لوړې څپې سره مخامخ بولي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ص