1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپا ته د رسیدونکو مهاجرو شمیر کم شوی

۱۳۹۷ آبان ۲۵, جمعه

د اروپا د بهرنيو سرحدونو ساتونکي آژانس «فرنټکس» په حواله سږ کال اروپا ته د رسیدونکو مهاجرو شمیر ډیر کم شوی خو بیا هم د مهاجرت په تړاو مخالفتونه موجود دي.

https://p.dw.com/p/38Md2
Mittelmeer - Flüchtlinge - Boot
انځور: picture-alliance/NurPhoto/A. Masiello

د فرنټکس له خوا په يوه تازه خپور شوي رپوټ کې راغلي چې د تير کال په پرتله سږ کال اروپا ته د رسيدلو مهاجرو په شمير کې ښکاره کموالی رامنځ ته شوی دی، چې دا په تيرو پنځو کلونو کې بې سارې ده.

دغې ادارې ويلي دي چې ۲۰۱۸م کال په لمړيو لسو مياشتو کې په اروپا کې ۱۱۸۹۰۰ مهاجر چې په غيرقانوني توګه له پولو اوښتو ثبت شوي دي چې دغه شمير د ۲۰۱۷م کال په همدې موده کې ۳۰ سلنه لوړ وو.

فرونټکس د مهاجرو په شمیر کې د کموالي لامل د ليبيا له لارې د ايټاليا پر لور د مهاجرو په سفرونو کې د نهايي کموالي رامنځ ته کيدل په ګوته کړي دي. د مديترانې سمندرګې له لارې ايټاليا ته د رسيدلو مهاجرو شمير د تير کال په پرتله ۸۷ سلنه ښکته دی.

د ايټاليا د کورنيو چارو وزير ماتيو سالويني چې يو عوام پال سياستوال دی، د ايټاليا په بندرونو کې د مرستندوی سازمانونو له خوا په سمندر کې د ژغورل شویو مهاجرو  کښتيو ته په لنګر اچولو بنديز لګولی دی. په داسې حال کې چې د مديترانې سمندرګي له لارې د ايټاليا پر لور د غيرقانوني مهاجرتونو په شمیر کې کموالی رامنځ ته شوی دی، د فرونټکس په وينا په عين وخت کې بیا د هغو مهاجرو شمیر لوړ شوی چې د سمندر له لارې هسپانيا ته رسيږي.

Italy Europe Migrants
د ايټاليا حکومت د دغه هيواد په بندرونو کې د ژغورل شويو مهاجرو د کشتيو پر لنګر اچولو بنديز لګولیانځور: picture alliance/AP Photo

په اکتوبر مياشت کې هسپانيا ته په رسيدلو غيرقانوني مهاجرو له ډلې څخه نژدې اووه سلنه يې له مراکش څخه تللي دي. د مديترانې په لويديځ کې پر دغې سمندري لارې په اکتوبر مياشت کې نژدې ۹۴۰۰ مهاجرو د اروپا پر لور سفرونه کړي چې دا ارقام د تير کال همدې مودې په پرتله دوه برابره لوړ دی.

په داسې حال کې چې اروپا ته د رسيدلو مهاجرو په شمير کې کموالی رامنځ ته شوی، خو لا هم د اروپايي اتحاديې د غړو هيوادونو تر منځ د مهاجرت پر موضوع په ځانګړې توګه په سمندر کې د مهاجرو د مړينې د مخنيوي پر سر بحثونه او ناندرۍ ادامه لري.

له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: