1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان ته د روسیې د ګاز لیږد ولې درول شوی دی؟

۱۴۰۱ تیر ۲۰, دوشنبه

په داسې حال کې چې روسیې اروپا ته د نورد ستریم ۱، پایپ لاین له لارې د ګاز لیږد »د مراقبت له کبله« درولی دی، آلمان خبرداری ورکړی دی چې مسکو ښایي په بشپړ ډول د ګاز لیږد ودروي، څو اروپا بې ثباته کړي.

https://p.dw.com/p/4Dx1N
Deutschland | Pipeline Nord Stream 1
انځور: Stefan Sauer/dpa/picture alliance

د نورد سټریم ۱، پايپ لاین کې د پلان شوي ترمیم کارۍ له کبله اروپا ته د روسیې د ګاز انتقال دریدلی دی. د ګاز دغه بندیدل ښايي لس ورځې دوام وکړي، خو په تیرو وختونو کې د مراقبت ورته چارې له خپل پلان په ځنډ سره ترسره شوي.

د آلمان د اقتصاد وزیر روبرت هابیک، خبرداری ورکړی دی چې روسیه ښایي د پلان شوي مراقبت وروسته هم د ګاز لیږد ودروي، څو اروپا بې ثباته کړي.

هغه د میلادي اوونۍ په پای کې له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي دي: «موږ له یوه کمساري وضعیت سره مخامخ یو، هر څه امکان لري.»

یو شمیر اروپایي هیوادونه لا هم د روسیې د ګاز په صادراتو متکي دي. سږ کال پر اوکراین د روسیې تر یرغل وروسته، آلمان له روسیې څخه د ګازو صادرات له ۵۵ څخه شا او خوا ۳۵ سلنې ته راټیټ کړ.

د یکشنبې په ورځ د اوکراین پر ضد د روسیې جګړه کې څه پېښ شوي دي؟

د اوکراین مرستیال لومړي وزیر د روسیې له لوري اشغال شوې خیرسون سیمې پر ملکیانو غږ کړی دی چې په بیړه له دغه ځای ووځي، ځکه چې اوکرایني ځواکونه هلته د ځوابي برید له پاره چمتووالی نیسي. اوکراین د تورې بحیرې د خیرسون سیمې پر زیاتره برخې د روسیې د یرغل په لومړیو اونیو کې کنترول له لاسه ورکړ. روسیې د فبرورۍ په ۲۴مه پر اوکراین یرغل وکړ.

Ukraine-Krieg | Angriff auf Charkiw
انځور: State Emergency Service of Ukraine/REUTERS

د اوکراین د بیړنیو خدماتو ادارې ویلي دي چې پر یوه پنځه پوړیز ودانۍ د برید کې د وژل شوو کسانو شمیر ۱۵ تنو ته لوړ شوی دی. دغه پېښه د دونیڅک اړونده چاسیو یار، سیمه کې رامنځ ته شوې ده چې د جګړې له لومړۍ کرښې ډیره وړاندې نه ده.

د اوکراین د انرژۍ وزیر د کاناډا د دې پریکړې په هکله ژوره اندیښنه ښوولې چې په نورد سټریم ۱، ګاز پایپ لاین کې کاریدونکی د سیمنز ترمیم شوی توربین بیرته آلمان ته ورکوي.

کاناډا په نورد سټریم ۱، کې کاریدونکي ترمیم شوي روسي توربین د بیرته ستنولو په برخه کې له بندیزونو څخه د معافیت اعلان کړ، څو آلمان ته لا زیات ګاز ولیږدوي.