1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ظريفه غفاري ته د وينا د آزادۍ يوه جايزه ورکول کيږي

۱۴۰۱ آذر ۳, پنجشنبه

د ښځو د حقونو افغانې فعالې، ظريفې غفاري ته د »زړورې وينا« په نوم جايزه ورکول کيږي. دغه پرېکړه د ۱۶ آلماني ښارونو څخه يوې ژوري کړې ده.

https://p.dw.com/p/4Jzza
ظريفه غفاري
ظريفه غفاريانځور: Federico Gambarini/dpa/picture alliance

د آلمان د شمالکالدن ښاروالۍ ويلي دي چې ظريفه غفاري ته د آلمان د لوتر ښارونو د »زړورې وينا« جايزه ورکول کيږي. په دې سره په افغانستان کې د دغې سياستوالې هلې ځلې ستايل کيږي.

دغه جايزه به د ۲۰۲۳م کال د اپريل مياشتي پر ۱۵مه په شمالکالدن کې هغې ته ورکول کيږي. د شمالکالدن ښارول، توماس کامينسکي وويل چې د پرېکړې دليل دا دی چې غفاري »زموږ څخه یوه« ده.ملګرو ملتونو په کابل کې د طالبانو له خوا د فعالو ښځو نیولو ته غبرګون وښود

دغه ۳۰ کلنه ښځه د ۲۰۱۸ او ۲۰۲۱م کلونو ترمنځ د ميدان وردګ ولايت د ميدان ښار ښارواله وه. د تقرر په ورځ يې آن وسله والو کسانو ښاروالۍ ته د تللو لاره تړلې وه.

په ۲۰۱۹م کال کې يې د ښاروالۍ چارې پر غاړه واخيستلې، خو د امنيتي دلايلو له مخې يې په کابل کې ژوند کاوه چې له ميدان ښار څخه ۴۰ کيلومتره لېرې پروت دی.  ويل کيږي چې د ښارولې په توګه يې په خپل ښار کې د ښځو د حقونو له پاره مبارزه کوله او د ښځو يو بازار يې په ميدان ښار کې پرانيستی وو چې له دې لارې ښځو ځان ته کار پيدا کړ.امريکايي ديپلوماته: طالبان دې میرمن يعقوبی له توقیف څخه آزاده کړي

د ۲۰۲۱م کال په اګست مياشت کې د طالبانو په واکمنېدو سره بيا دغه رغوونکي کارونه ودرېدل او اقتصادپوهه غفاري مجبوره وه چې د کمینسکي په خبره آلمان ته پناه راوړي.

د »زړورې وينا« په نوم جايزه په ۱۹۹۶م کال کې د لوتر د ۱۶ ښارونو له خوا رامنځ ته شوه. هغه د اصلاح کوونکي مارتين لوتر په ياد ورکول کيږي چې له ۱۴۸۳ تر ۱۵۴۶م کال پورې يې ژوند کړی دی. دغه جايزه ۱۰ زره يورو هم له ځان سره لري چې په هرو دوو کلونو کې وېشل کيږي.

آ./ن.ص./ن.ز.