1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م.م. د طالبانو له خوا د یوې فعالې ښځې پر نيونه اندېښنه ښوولې

۱۴۰۱ آبان ۱۴, شنبه

د ملګرو ملتونو سازمان د جمعې په ورځ په کابل کې د طالبانو له لوري د یوه مطبوعاتي کنفرانس مختل کول، بدني تلاشۍ ته د کنفرانس کې د ګډونوالو ښځو پر سپارلو او د کنفرانس د تنظیمونکي پر نېولو ژوره اندېښنه ښوولې ده.

https://p.dw.com/p/4J6XB
 د آرشیف انځور - په کابل کې ښځې د لاریون پر مهال او د طالبانو امنيتي ځواکونه
د آرشیف انځور - په کابل کې ښځې د لاریون پر مهال او د طالبانو امنيتي ځواکونهانځور: AFP/Getty Images

په ژنیف کې د ملګرو ملتونو سازمان د بشري حقونو د دفتر ویاند، جیرمي لاورنس، د جمعې په ورځ خبریالانو ته وويل «موږ پرون د ژور خپګان وړ رپوټونه ترلاسه کړل چې پرون (پنجشنبه) ماسپښين په کابل کې يو شمیر امنيتي چارواکو په باالفعله توګه یو مطبوعاتي کنفرانس چې د ښځو د مدني ټولنې د يوه سازمان له خوا جوړ شوی وو، مختل کړ.»

هغه زياته کړه چې دغه مطبوعاتي کنفرانس د مساواتو له پاره د افغان میرمنو د یو خوځښت له خوا جوړ شوی وو چې په ترڅ کې يوه ميرمن، ظریفه یعقوبي او د «هغې څلور نارینه همکاران» ونيول شول او په توقیف کې پاته دي.

لاورنس زیاته کړه: «موږ د دغو پنځو اشخاصو د رفاه په هکله اندېښمن يو او له چارواکو څخه مو د هغوی د توقیف په اړه د معلوماتو مطالبه کړې ده.»

لاورنس د نامعلومو سرچينو په حواله وويل چې د کنفرانس نورې ښځينه ګډونوالې هم د شاوخوا یوه ساعت له پاره ساتل شوې وې. هغه وويل چې دغه ښځې د بدنۍ تلاشۍ له پاره سپارل شوې وې او تر خوشې کولو مخکې يې ګرځنده تيلفونونه پلټل شوي ول.

يوې ګډونوالې د دغه رپوټ په تائيدولو د فرانسې خبري آژانس ته وويل چې دغه غونډه د میرمن یعقوبي له خوا جوړه شوې وه چې غوښتل ېې «د ښځو د حقونو یو نوی خوځښت په لاره واچوي.»

د غونډې یوه ګډونواله، ماندګار، چې د ځينو دلايلو له مخې نه غواړي په رپوټ کې ېې بشپړ نوم خپور شي وويل «کله چې موږ غوښتل غونډه پيل کړو، طالبانو موږ ته وويل چې غونډه نه پرېږدو چې ترسره شي او هلته له راغلو خبريالانو څخه ېې وغوښتل چې ووځي.»

په ژنیف ښار کې د ملګرو ملتونو دفتر
په ژنیف ښار کې د ملګرو ملتونو دفترانځور: Imago/S. Steinach

په پای کې طالبانو ښځينه پوليس واستول او هغوی «زموږ تيلفونونه وپلټل او د غونډې ټول انځورونه ېې ورڅخه حذف کړل.»

هغې زیاته کړه: «دوی همدارنګه موږ ته توهين او ګواښ وکړ، مخکې له دې چې موږ ته ېې د یو يو کس د تلو اجازه راکړه.»

ماندګار وويل: «دا سړي ته ډیر ناهيلۍ کونکی احساس ورکوي چې تاسو حتی د بشر د اساسي حقونو د غوښتلو په خاطر ونشئ کړای یوه وړه غونډه جوړه کړئ.»

له کله نه چې طالبان د ۲۰۲۱م کال په اګست کې واک ته رسيدلي پر افغان میرمنو باندې يې د تعليم، کار او ټولنیزو فعالیتونو په برخو کې محدودیتونه لګولي دي.

لاورينس ټينګار وکړ چې «ټول افغانان د سولیزو غونډو، د بیان او عقایدو د آزادۍ حق لري پرته له دې چې د ويرې او نيولو اندېښنې ولري.» هغه وویل: «موږ له باالفعله چارواکو څخه غواړو چې دغو حقونو ته درناوی وکړي.»

هغه همدارنګه يادونه وکړه چې افغانستان د شکنجې د منعې کنوانیسیون لاسلیک کړی او پر طالبانو ېې غږ وکړ چې د «ټولو هغو کسانو حقونو ته درناوی وکړي چې په توقیف کې دي.»

آ/م.ک.ص./م.ن.ص.