1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کې د سوله ساتي ځواکونو د ماموریت غوښتنه

۱۴۰۰ تیر ۲۵, جمعه

له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو وتلو او طالبانو د جګړو شدت ته په کتو سره، له ټولې نړۍ څخه د ښځو مدافع ډلې او مذهبي مشران په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سوله ساتي ماموریت غوښتنه کړې.

https://p.dw.com/p/3wZPf
Symbolbild Friedenssoldaten
انځور: PHILIPPE HUGUEN/AFP/Getty Images

په افغانستان کې روان امنيتي وضعيت ته په کتو سره په نړیواله سطحه د ښځو مدافع ډلو او مذهبي مشرانو په افغانستان کې په تیرو دوو لسیزو کې په سختۍ سره د ښځو د ترلاسه شوو لاسته راوړنو د خوندیتوب له پاره د ملګرو ملتونو د سوله ساتي ماموریت غوښتنه کړې ده.

د مې میاشتې پر ۱۴مه نېټه اسوشیتد پریس خبري آژانس د امریکا، افغانستان او نورو هیوادونو اړوند د ۱۴۰ مدني ټولنو او مذهبي مشرانو یو لیک ترلاسه کړ چې پکې له ولسمشر جو بایدن څخه د ملګرو ملتونو د سوله ساتي ځواکونو غوښتنه شوې. دوی غواړي دا ډاډمن کړي چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته د ښځو د تعلیم او حقونو د ساتلو له پاره اصلي بیه نجونې ور نه کړي.

په دغه لیک کې له امریکا متحده ایالاتو څخه غوښتنه شوې څو د یوې مهمې امنیتي ستراتیژۍ په توګه له افغانستان سره بشري او پرمختیايي مرستې لا ډیرې کړي څو د هزاره لږکیو په څیر د ښځو او نجونو حقوق خوندي شي. د مې میاشتې پر ۸مه نېټه  په پلازمینه کابل کې په دریو پرلپسې بمي چاودنو کې د ښوونځي نیږدې سل تنه زده کوونکې ووژل شوې.

Afghanistan Frauen bei Abschlusszeremonie von Gender Studies
انځور: Getty Images/AFP/S. Marai

د دغه لیک لاسلیک کوونکو د امریکا پر پخواني ولسمشر دونالد ترمپ تور پورې کړی چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پریکړه لیک یې تر پښو لاندې کړی. د زده کړې افغان انستیتوت په نامه د سازمان بنسټ ایښودونکې سکینه یعقوبي چې د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې د ښوونځیو مدیریت کوي، په دغه لیک کې ویلي: «د شلو کلونو له پاره غرب راته ویل چې د افغانستان میرمنې خپلواکه دي. د زده کړې په برخه کې آزادي لري، د نارینه وو د توقعاتو څخه خپلواکې انسانان دي.»

هغې زیاته کړې چې طالبانو په ۹۰مو کلونو کې ډیر بد کارونه کړي او اوس چې د افغان میرمنو یوه نسل ته د خپلواکۍ ویل شوي نو اوس به طالبان څه کارونه وکړي؟ د هغې په خبره، دا به په تاریخ کې د بشریت پر ضد تر ټولو ستر جنایت وي.» له هغې څخه په دې لیک کې نقل قول شوي چې «له موږ سره مرسته وکړئ څو هغوی [افغان میرمنې] وژغورو. لطفاً، له موږ سره مرسته وکړئ چې هر څوک چې ژغورلی شو، هغوی وژغورو.»

Afghanistan Peace Talks Afghanistan Loya Jirga Kabul Ashraf Ghani
انځور: Reuters/O. Sobhani

د میرمن یعقوبي ترڅنګ دغه لیک د ښځو فعالې او لیکونکې ګلوریا شټاینیم، د ملګرو ملتونو د سرمنشي پخوانی مرستیال مارک مالوچ براون چې اوس د مدني ټولنو د انستیتوت مشر دی، فلم جوړونکې ابیګیل ډیزني او د یونسیف پخوانۍ اجرائیه مشرې کارول بیلامي سربیره ګڼ شمیر پیژندل شویو څیرو لاسلیک کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د روان میلادي کال په اپریل میاشت کې طالبانو ژمنه کړې وه چې ښځې کولی شي د اسلامي حجاب په مراعاتولو سره د تعلیم، سوداګرۍ، روغتیا او ټولنیزو کارونو په برخه کې خپلي ټولني ته خدمت وکړي. طالبانو همدا راز ویلي چې نجونې د خپل میړه د انتخاب حق لري. طالبانو په سیاست کې د ښځو د ونډې او له محرم پرته د آزاد تګ راتګ په برخه کې ډیر کم توضحیات وړاندې کړي دي.