1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آیا بلنکن به کانګرس ته احضار شي؟

محمد اسماعیل شاکر
۱۴۰۲ فروردین ۵, شنبه

د امریکا کانګرس د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر مایکل مک کال د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکن ته تر راتلونکې اونۍ وخت ورکړی چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه اسناد وروسپاري.

https://p.dw.com/p/4PEto
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکن
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکنانځور: Olivier Douliery/AP Photo/picture alliance

په دغه ضرب الاجل کې خبرداری ورکړل شوی که چېرې د راتلونکې اونۍ د دوشنبې ورځې ترپایه دغه اسناد ونه سپارل شي، نوموړی به احضار کړي.

د CNN امریکايي خبري شبکې د رپوټ له مخې، مک کال ټینګار کړی چې بهرنیو چارو وزارت باید له افغانستانه د وتلو پرمهال د دریو لومړیتوبونو په اړه کره سندونه او سپیناوی ورکړي. رپوټ د مک کال له قوله لیکلي: «دا کمیټه او د امریکا خلک، د هغه څه په اړه چې وروسته پېښ شول او هغه وېروونکې پېښه چې په اګست کې وشوه باید وګوري او پوه شي.»

اړوند مطالب:امریکا: له افغانستان څخه د تخلیې رپوټ به په اپريل کې خپور شي

په ۲۰۲۱ میلادي کال کې د تخلیې پرمهال کابل هوايي ډګر مخې ته ځانمرګي برید کې ۱۷۰ افغانان او ۱۳ امریکايي عسکر ووژل شول، دغه برید د امریکا د جمهوري غوښتونکو وکېلانو سخته غوسه راوپاروله.

 افغانستان کابل | د حامد کرزي نړېوال هوايي ډګر کې د تخلیې عملیات
افغانستان کابل | د حامد کرزي نړېوال هوايي ډګر کې د تخلیې عملیاتانځور: Staff Sgt. Victor Mancilla/U.S. Marine Corps/REUTERS

برلین کې د پوهنتون استاد اسحق اتمر دویچه ویله ته وویل، جمهوري غوښتونکو تل له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو پریکړه ننګولې او په دې اړه د هغوی سیاسي مخالفت اوس هم دوام لري. اتمر دویچه ویله ته وویل: »«د دیموکراتانو او جمهوري غوښتونکو ترمنځ دا ناندرۍ د امریکا د راتلونکو ټاکنو له امله هم دي، غواړي په دې سره د امریکا د خلکو ذهنیتونه ځانته متوجه کړي.»

اړوند مطالب:جمهوري غوښتونکي له افغانستانه په بیړه د امریکا وتل څیړي

سره له دې چې جمهوري غوښتونکي سناتور د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ته تر راتلونکې دوشنبې وخت ورکړی، خو انتوني بلنکن ویلي د راتلونکي اپریل میاشتې تر نیمایي به له افغانستانه د امریکايي سرتیرو د وتلو په اړه ټول سندونه کانګرس ته وړاندې کړي.

په افغانستان کې د پاتې امریکايي اتباعو سرنوشت؟

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د کانګرس د بهرنیو اړیکو کمېټې غونډه کې ویلي چې تراوسه څو تنه امریکايي وګړي د طالبانو په بند کې دي، چې هغوی یې د راخوشې کولو هڅې کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې لاهم یوشمېر امریکايي وګړي طالبانو سره بندیان دي. د نوموړي په خبره «د هغوی کورنیو له مونږ غوښتي چې د نېول شویو کسانو هویت پټ وساتي او د قضیو په اړه یې ډاګیزې خبرې ونه کړي.»

دویچه ویله د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ددغو څرګندونو په اړه د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد څخه پوښتنه وکړه: هغه په خپل ځوابي پيغام کې لیکلي: «په دې اړه معلومات کوو.»

خو تردې وړاندې نوموړي ځینو ځايي رسنیو ته ویلي چې هیڅ امریکايي وګړی د طالبانو په زندان کې نشته او نه هم په دې وروستیو کې کوم امریکايي نیول شوی.