1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کې د یخ څپه؛ ځاني او مالي زیانونه زيات شوي

محمد اسماعیل شاکر
۱۴۰۱ بهمن ۷, جمعه

د رپوټونو له مخې افغانستان کې بې سارې يخي څپې د نیږدې دوه سوه انسانانو ژوند اخېستی. په همدې حال کې طالبانو ويلي دي چې یواځې په تېرو دوو اونیو کې تر ۲۰۰ زرو ډېر حیوانات مړه شوي دي. طالبانو پر خصوصي سکتور د مرستې غږ کړی.

https://p.dw.com/p/4MnJp
افغانستان کې ژمۍ او بې وزلي
افغانستان کې ژمۍ او بې وزليانځور: ALI KHARA/REUTERS

د طالبانو د طبعي پېښو سره د مبارزې وزارت ځايي رسنیو ته ویلي دي چې يخي څپې تر ۱۵۰ ډېر انسانان مړه کړي او دا شمېرې د لوړېدو په حال کې دي. په ځینو سیمو کې خو د هوا درجه ان تر منفي دېرش هم ټېټه شوې. 

افغانستان ژمی/په کابل کې واوره
افغانستان ژمی/په کابل کې واورهانځور: DW/G. Adeli

تر ۲۰۰ زرو ډېرو حیواناتو مړه کېدل

د طالبانو ادارې د کرهڼې او مالداری وزارت وايي، د وروستیو واورو او يخي څپې له امله د افغانستان په شاوخوا ۲۰ ولایتونو کې دوه لکه او ۱۶ زره حیوانات مړه شوي دي.

د دغه وزارت ویاند مصباح الدین دویچه ویله ته وویل: «له دې ډلې یو لک او ۹۹ زره یې اوزې او مېږې دي، نور پاتې یې بیلابیل حیوانات دي چې تلف شوي دي.»

نوموړي زیاته کړې چې دغه تلفات یواځې په تېرو دوو اونیو کې رامنځته شوي.

افغانستان: ملګري ملتونه د يوه «چټک بحران» څخه خبرداری ورکوي

د دغه طالب ویاند په خبره د کره شمېرو او بیړنیو مرستو له پاره زیانمنو شویو سیمو ته مرستندویه ډلې استول شوي دي.

دغه زیانونه ترډېره په کابل، بامیان، نیمروز، تخار، پنجشیر، کاپيسا، بلخ، سمنګان، فاریاب او یوشمېر نورو ولایتونو کې رامنځته شوي دي.

چارواکي وايي چې د تلفاتو ورکړل شوې شمېرې وروستۍ نه دي او تر کره څېړنو وروسته ښايي بدلون ومومي.

پر خصوصي سکټور د مرستې غږ

هاخوا د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت خصوصي سکټور په افغانستان کې د وروستیو ورښتونو له امله له زیانمنو شویو سره مرستې ته رابللی دی.

د دغه وزارت په ویناپاڼه کې راغلي: «لکه څنګه چې خبر یاست په تاسف سره سږکال د ژمي، یخنۍ د قربانیانو شمېر مخ پر زیاتېدو دی او د بې وزلو وګړو شمېر هم ورځ تر بلې زیاتیږي مګر هغه شی چې د هر وخت په پرتله یې شرایط سخت کړي هغه د ژمي یخنی پایښت او په ولایتونو کې د زرګونو انسانانو له پاره د ژوند د امکاناتو نه شتون دی.»

ویناپاڼه زیاتوي، یوازنۍ لاره دا ده چې ملي سوداګر او د خصوصي سکټور غړي باید د اغېزمنو او زیانمنو شویو لاسنیوی او مرسته وکړي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستو ټولولو له پاره یوه کمېټه هم جوړه کړې ده.