په يمن کې د حوثي ياغيانو ډلي چې ايران ته نزدې بلل کيږي، پر متحده عربي اماراتو د توغنديو او ډرون بريدنه په ټوله نړۍ کې په کلکه وغندل شول.
حوثي ياغيانو په متحده عربي اماراتو کې د هغو پوځي اډو د په نخښه کولو هڅه وکړه چې بريتانوي او امريکايي پوځيان پکې ول. دې اړخ ته په کتو سره د يمن د شيعه ياغيانو دې بريدونو ډېر اهميت خپل کړی دی.
دا شخړه کله او څرنګه پېل شوه؟
په يمن کې د دې ياغیانو پر وړاندې د سعودي عربستان په مشرتوب يو ائتلاف هم له ۲۰۱۵م کال راهيسې عمليات کوي. د دې شخړې په ترڅ کې په زرونو ملکيان وژل شوي او په يمن کې د يوه بشري بحران ښکار شوی دی.
سعودي او حوثیانو یو بل ته مرګ ژوبله اړولې ده
د سعودي پوځي ائتلاف د يمن د حکومت ملاتړ کوي چې په نړيواله کچه پيژندل شوی دی. دا جګړه په ۲۰۱۴م کال کې هغه وخت پېل شوې وه چې حوثي ياغيانو پلازمېنه صنعا او د يمن ډېرې شمالي سيمې تر خپل کنترول لاندې راوستلې. ياغيانو ډېره پراخه خپلواکي غوښتله خو مرکزي حکومت یې دا غوښتنه ونه منله.
جګړې ولې زرو واخیست؟
حوثي ياغيانو پر متحده عربي اماراتو په يمن کې د دوی د يو شمير غړيو د وژنې تور لګولی. په ځانګړي توګه پر مارب سيمه د کنترول ترلاسه کولو په هڅو کې تر ناکامۍ وروسته حوثي ياغيانو خپلو جنګي تاکتيکونو ته تغير ورکړی دی.
که مارب هم ونیول شي نو د يمن ټوله شمالي سيمه به د ياغيانو لاسو ته ولويږي. له همدې کبله دغه ډله د خپل ځواک د منظمولو هڅه کوي او غواړي چې د سعودي عربستان پوځي ائتلاف په نورو جبهو کې ښکيل کړي، څو پر مارب له نوي سره يرغل وکړي.
یمن: پر حوثي یاغیانو هوايي بریدونو ته زور ورکړل شوی
د سعودي عربستان په مشرتوب پوځي ائتلاف له خوا په يمن کې د ياغيانو پر پټنځايونو د هوایي بريدونو لړۍ دوام لري. دې ډلې تور لګولی دی چې په سعده سيمه کې پر زندان هوايي بريد هم همدې ائتلاف کړی دی خو د سعودي عربستان حکومت دا تور ردوي.
مذاکرات ولې ځنډېدلي؟
د يمن د کړکېچ په ترڅ کې پر دې نويو ترنګلتياو په ټوله نړۍ کې اندېښنه څرګنده شوې ده. لوېديځو هيوادونو پر ښکيلو اړخونو ټينګار کړی دی چې د تشدد پر ځای خپله پاملرنه د خبرو اترو پروسې ته واړوي.
بل لوري ته د امریکا متحده ايالاتو د ولسمشر جو بايدن ادارې ويلي دي چې يوځل بيا پر دې باندي غور کوي چي حوثي ياغيان په تروريستي ډلو کي درجه بندي کړي. دا څرګندونې د حوثي ياغیانو له خوا پر متحده عربي اماراتو د بريدونو د مسئوليت تر منلو وروسته شوي دي.
امريکا تېر کال د مذاکراتو تر پروسې وروسته دا ياغي ډله د نړيوالو ترهګرو له فهرسته ايستلې وه. خو د مذاکراتو په دغه پړاونو کې هم ملګري ملتونه او امريکا نه وو توانيدلي چې ياغيان او د سعودي عربستان په مشرتوب پوځي اتحاد مخامخ سره کښينوي.
ب. ص/ ن. ز (AP)
زموږ له آرشيف څخه:
-
د يمن بې پايه جګړه
غوسه او اميد
لس کاله تر مخه د ۲۰۱۱م کال د فيبرورۍ مياشتې په سر کې د يمن خلکو د جمهور رئيس علي عبدالله صالح د مطلق العنان رژيم پر ضد په مظاهرو پيل وکړ. تر دې يو کال وروسته نوموړي استفا وکړه. خو دا استفاد د آرامۍ باعث نه شوه. د حوثيانو او صالح د پلويانو ترمنځ جګړه د لا زيات تاوتريخوالي او ناآرمۍ سبب شوه.
-
د يمن بې پايه جګړه
حوثيان څوک دي؟
په ۲۰۱۲م کال کې د عبدالله صالح تر استعفا وروسته حوثيانو د هيواد په شمال کې قيام وکړ. هغوی په لومړي سر کې خپلواکي غوښتله خو په جګړه کې تر پرمختګ وروسته يې د واک غوښتونکي شول. حوثي ياغيان چې ایران يې ملاتړ کوي، په څو ځلي له بشري حقونو څخه په سرغړونه هم تورن شوي دي. د روان ميلادي کال په سر کې امريکا متحده ایالاتو دا ډله د ترهګريز سازمان په توګه درجه بندي کړه.
-
د يمن بې پايه جګړه
د جګړې او وسلو تر سيوري لاندي لوېدل
آن کوچنيان هم د جګړې له ناخوالو خوندي نه دي. ډيرو یې ميندې او پلرونه له لاسه ورکړي او بې سرپرسته شوي دي. يوه ځانګړې برخه کې د حوثي ياغيانو له خوا د ماشوم عسکر په توګه کارول کيږي. ځوانان د راتلونکي له پاره هیڅ ليد لوری نه لري.
-
د يمن بې پايه جګړه
يمن، يو انساني ناورين
لوږه، بې وزلي او مهاجرت. په يمن کې جګړه يوه ستره انساني فاجعه ده. دې جګړې درې نيم میليونه کسان په خپل هيواد کې بې کوره کړي دي. څه نا څه دوه میليونه ماشومان له سختې خوارځواکۍ کړيږي. ۲۴ ميليونه يمني وګړي بشري مرستو ته اړتيا لري.
-
د يمن بې پايه جګړه
تورم او لوږه
جګړې د يمن د پولي واحد ارزښت را کم کړی دی چې دا د بيو د لوړوالي سبب ګرځيدلی او پايلې یې بې وزلي او لوږه ده. د يمن د وګړو ستره برخه خپلې اړتياوې نه شي پوره کولی.
-
د يمن بې پايه جګړه
فقر او تنګدستي
جګړې د يمن وګړي بشري مرستو ته اړ کړي دي. خو له سرحدونو څخه په ځانګړي توګه د سمندري سرحدونو څخه چې د ياغيانو په کنترول کې دي، تیريدل آسان کار نه دی. مرسته کوونکي ډېر په مشکل سره د اړتيا وړ شيان خلکو ته رسوي.
-
د يمن بې پايه جګړه
په صنعا کې د جګړې ويجاړی
د يمن ښکلې پلازمينې صنعا ته د جګړې له کبله سخت زيان رسيدلی دی. په ۲۰۱۵م کال کې د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلافي ځواکونو د يمن په رسميت پيژندل شوي حکومت په ملاتړ، پر صنعا هوايي بريدونه وکړل. دا چې صنعا د حوثي ياغيانو پوخ سنګر دی، نو پر دې ښار سخت بمبار وشو.
-
د يمن بې پايه جګړه
د قربانيانو وير
د يمن جګړه د ډېرو مرګونو باعث شوه. د ملګرو ملتونو د معلوماتو په حواله د يمن په جګړه کې تر اوسه ۲۳۰ زره کسان مړه شوي دي. له دوی نيمايي يې ملکيان دي چې د جګړې له کبله د رامنځته شوې بې وزلي او بدبختيو له کبله مړه شوي دي. په زرونه کسان د ښکيلو خواو ترمنځ د لاس په لاس جګړې قرباني شوي. په وژل شويو کې کابو ۲۰۰۰ ماشومان هم شامل دي.
-
د يمن بې پايه جګړه
کسب او د کار بازار
د يمن جګړه لا دوام لري. په همدې حال کې د هيواد په ځينو سيمو کې اوس هم کرهنیزې ځمکې لا شته او کرل کيږي. دا سړی چې [ په انځور کې] د يمن په جنوب لويديځ کې د تعز په بازار کې هر شی چې په لاس ورځي، پلوري دلته د قات د پلورلو په حال کې ليدل کيږي. قات د يمن يو مشهور بوټی دی چې د مخدره موادو په توګه ترې استفاده کيږي.
-
د يمن بې پايه جګړه
«د مصالحو جاده»، يو تل پاتې ميراث
يمن څو پيړۍ د هند او عربي نړۍ ترمنځ د مصالحو د تجارت مرکز وو. خو هندوستان ته د سمندري لارو تر کشف وروسته یې خپل دغه مهم تجارتي نقش له لاسه ورکړ. د يمن «جاده ادويه» يا د مصالحو جاده د يادګار په توګه پاتې ده. پاسنې انځور په ۲۰۲۰م کال کې د تعز په يوه دوکان کې اخيستل شوی دی.
-
د يمن بې پايه جګړه
اوبه، هیلې، رڼا
جنګ پرته له ويجاړيو بل څه نه راوړي. خو د مطلقې ويرانۍ په منځ کې هم د ژوند نخښې پر ځای پاتې دي. د تعز ښار د لامبو دا حوض له جګړو په امان پاتې شوی. دلته اوس هم د پخوا په څير د وزګار وخت د تیرولو امګان شته او د خلکو له پاره د خوښۍ د يو څو شيبو د ترلاسه کول زمينه برابروي.