1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له غیر دولتي موسسو بیکاره شوې مېرمنې څنګه ژوند تیروي؟

۱۴۰۲ خرداد ۲۲, دوشنبه

د ۲۰۲۲ کال په دسامبر میاشت کې طالبانو د یو فرمان په صادرولو په غیر دولتي موسسو کې د ښځو په کار بندیز وضع کړ چې په ملي او نړیواله کچه له غبرګونونو سره مخ شو. له دې سره ګڼ شمیر میرمنو دندې له لاسه ورکړي او په کورونو دي.

https://p.dw.com/p/4SSpS
ارشیف انځور: په افغانستان کې د طالبانو له خوا د ښځو پر کار تر بندیز وروسته د کورنیو سرپرستانې بې کاره شوي دي چې له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.
ارشیف انځور: په افغانستان کې د طالبانو له خوا د ښځو پر کار تر بندیز وروسته د کورنیو سرپرستانې بې کاره شوي دي چې له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي. انځور: DW/S. Tanha

په افغانستان کې د طالبانو له لوري په غیر دولتي موسساتو کې د ښځو پر کار بندیز د ځينو هغو کورنیو له پاره مالي ستونزې را ولاړې کړي چې د کورنۍ نفقه ګټونکې یې یوازې مېرمنې دي.

زرین ماندګار هغه ۳۰ کلنه نجلۍ ده، چې په ۲۰۱۸م کال کې له کورنۍ پرته له بامیان ولایت څخه کابل ته کډه شوې، تر څو وکولی شي چې په یوه غیر دولتي موسسه کې د اداري برخې د منشي په توګه کار وکړي. هغې ته د خپلې کورنۍ مسوولیت هم ور غاړې و. ماندګار به هره میاشت چې خپل معاش تر لاسه کړ، نو ډېره برخه به یې خپلې کورنۍ ته لیږله څو د کور مصارف پرې پوره شي.

نوموړې دویچه ویله ته د خپل اوسني ژوند په هکله وویل: «له کله چې طالبانو په غیر دولتي موسسو کې د ښځو پر کار بندیز وضع کړ، کومې اداره کې چې مې کار کاوه، ښځینه کار کوونکې یې له کاره رخصت کړې. کومه ورځ چې زه له کاره بیکاره شوم، ډېره زیاته خپه وم، ځکه حیرانه پاتې وم چې څنګه مې د کورنۍ غړو ته ډوډۍ برابره کړم.»

ماندګار د دندې له لاسه ورکولو مخکې ۲۵ زره افغاني معاش درلود، خو اوس نه یوازې عاید نه لري، بلکي څلور میاشتې کیږي چې په کابل کې یې د کور کرایه نه ده سپارلې. هغه وايي: «ناروغ پلار مې په ډېره سختۍ دهقاني کوي، خویندو او وروڼو ته مې ډوډۍ برابروي، کله چې کار نشی کولی نو له خپلوانو مې پیسې را قرضوي. دومره نلري چې ماته یې راولیږي او زه پرې خپل قرض خلاص کړم. دلته په کابل کې ناسته یم له ملګرو او دوستانو مې دومره پیسې قرض کړي چې ډوډۍ ځان ته برابره کړم. نوره نو هر دفتر ته خپلې سي وي لیږم که دنده پیدا کړم او بیرته په کار شم.»

زرین ماندګار په تېرو څلورو میاشتو کې له ۲۰ ډېرو دفاترو ته د کار وړاندیز لیږلی، خو له دې وجې یې وړاندیز رد شوی چې طالبان نه غواړي ښځې دې په موسسو کې کار وکړي. هغه د عامه اړیکو او مدیریت له پوهنځي فارغه شوې او په خپله څانګه کې څلور کاله کاري تجربه لري.

آیا پر طالبانو فشارونه به د ښځو په هکله د دوی موقف بدل کړي؟

هغه وایې له کله چې یې دنده له لاسه ورکړې نو په روحي و رواني ستونزو اخته شوې ده: «زړه مې نه غواړي چې له خونې بهر ووځم، له خلکو مې وېره کیږي، آن ډوډۍ خوړلو ته مې زړه نه کیږي داسې وخت هم راغلی چې درېو ورځو کې مې یوازې اوبه څښلي. نه وږې کېږم، بس په فکر کې ډوبه وم.»

دا یوازې زرین نه ده، چې له دې ستونزو سره مخ ده، بلکي نجیبه رحماني چې دوه لسېزې یې د افغانستان په دولتي او غیر دولتي موسسو کې کار کړی دی وایې له هغه وخته چې له کاره وزګاره شوې ده، ژوند یې بیخي سخت تیریږي. 

نوموړې چې په بلخ ولایت کې په بیلابیلو ملي او نړېوالو موسسو کې کار کړی اوس د خپلو ماشومانو د نس مړولو له پاره د خپلوانو مرستې ته سترګې په لاره ده. هغې دویچه ویله ته وویل: «سترګې مو خپلوانو ته وي چې څوک موږ ته صدقه یا ډالۍ راوړي. د یوې ډوډۍ له پاره محتاجه شوو، چې څوک به موږ ته ډوډۍ راوړي چې دا ماته ډېره ځورونکې ده.»

سخت ژوند او د سرپرست نه شتون

مېرمن رحماني ۴۲ کلنه ده، مېړه یې د طالبانو له حاکمیت درې میاشتې مخکې د سرطان ناروغۍ له کبله وفات شوی او د څلورو ماشومانو مسوولیت هغې ته ور پاتې دی. هغه وایې که څه هم ځينې ښځینه همکارانې یې له کوره کار کوي، خو د دوی دنده په کلیو او بانډو کې د خلکو څخه لیدنه او هغوی ته مرسته رسونه وه، نو ځکه یې ونشو کولی دغه کار ته ادامه ورکړي. هغه زیاتوي: «دا ډېره سخته ده. یوه ښځه چې نیم عمر یې مالي خپلواکي درلوده، تل په کور کې مسوولیت منوونکې وه، اوس دې په تمه اوسي چې کله به یې ورور یا خور پوښتنې ته راځي او له دې او اولادونو سره به یې مرسته کوي. زما هم سترګې دروازې ته دي چې کومه خور مې راته غوړ مرسته وکړي او د اوړو بوجۍ راوړي.»

بی بی زینب ریحان چې ۲۴ کلنه ده او له اوو کلونو راهيسي د کورنۍ سرپرسته ده ان د مکتب او بیا وروسته د پوهنتون په دوره کې یې کار کاوه او له مالي اړخه په خپلو پښو ولاړه وه. هغه چې اوس د یوې ۸ اته کسیزې کورنۍ سرپرسته ده وایې چې کله چې یې واورېدل چې ښځې په موسسو کې نور کار نشي کولی نو بې اختیاره اوښکې یې توی کړې.

ولې طالبان د ښځو کار او فعالیت نه غواړي؟

هغې دویچه ویله ته وویل: «باور وکړئ زه له داسې حالت سره مخامخ شوم، چې اړتیا وه د رواني ناروغیو د ډاکټر ته د معالجې له پاره تللې وی. پر ما بیخي زیات فشار راغی، بیخي مې لاره ورکه کړې ده چې زه څه وکړم.»

هغه وایې څو نړېوالو ادارو ته یې د کار وړاندیز لېږلی خو هغوی په ځواب کې ویلي چې امکان نه لري، ښځې په دنده وګماري: »موږ تېره روژه او اختر بیخي په بد حالت کې تېر کړ. مور مې ناروغه ده، د پښتورګو ناروغي لري، شکر یې کله کله پورته ځي، پخوانۍ دوا یې لږه پاتې ده او اوس هماغه خوري. خو حیرانه پاتې یم چې وروسته له دې به څه کوم.

زینب وایې کله چې د محصلۍ ورځې وریادې شي چې څنګه په مشکلاتو یې درس ویلی او هم مهال یې دنده ورسره مخته وړې، نو ډېره غمجنه شي، چې ولې له اوسني وضعیت سره مخ شوې. هغه زیاتوي: «زه له دې ډاره چې ګواکې بد خبرونه به واوري اصلن د رسنیو خبري سرویسونو ته غوږ نه نیسم. له بل نوي او بد خبر څخه وېره لرم، نه پوهېږم دا حالت به تر کله دوام پیدا کړي.»

ف. غ / خ. ح / ن. ز

DW Academy - Disclaimer - PAS
انځور: DW Akademie