1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستآسترالیا

امریکا د استرالیا له خوا د سپاه ترهګر اعلانیدلو هرکلی کړی

شمس الرحمن ناصر | اژانسونه
۱۴۰۴ آذر ۱۵, شنبه

امریکا د استرالیا له خوا د سپاه پاسداران د ترهګریز سازمان بللو پریکړې هرکلی کړی او ویلې یې دي چې «ایران په نړۍ کې د دولتي ترهګرۍ ستر ملاتړی» دی. مخکې تر دې کاناډا او پاراګوای هم سپاه په ترهګریز لیست کې شامل کړی و.

https://p.dw.com/p/54seP
د ایران د سپاه پاسداران دوه سرتیري چې وسلې یې په لاس کې دي او د ایران بیرغ مخې ته ولاړ دي
استرالیا خپلو اتباعو څخه وغوښتل چې ایران ته له سفر کولو څخه دې ډډه وکړي.انځور: Morteza Nikoubazl/NurPhoto/picture alliance

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د جمعې (د دسمبر ۵ نیټه) په ماښام د یوې اعلامیې په ترڅ کې ویلي چې «د ترهګرۍ د دولتي ملاتړو» په فهرست کې د ایران د سپاه پاسداران د شاملولو په هکله د استرالیا هیواد د پریکړې هرکلی کوي.

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې چې د ایکس ټولنیزې شبکې په خپله فارسي پاڼه کې یې خپره کړې ده راغلي دي «ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواکونو او خپلو نیابتي ډلو، لکه حزب الله، حماس او په بهر کې جنایي سازمانونو په وسیله په نړیواله کچه د ډیر شمیر بریدونو او ترهګریزو فعالیتونو رهبري او مالي ملاتړ کوي.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزرات په حواله د استرالیا له خوا د یوه ترهګریز سازمان په توګه د ایران د سپاه پاسداران د پیژندلو اقدام به د ایران او ور پورې اړوندو ډلو کمزورې کولو کې د پام وړ نقش ولوبوي، د بیلګې په توګه په نړۍ کې د یهودي ټولنو پر وړاندې د ترهګریزو بریدونو او تخریبوونکو فعالیتونو د پلانولو په برخه کې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې همدارنګه د امریکا د حکومت او متحدینو له خوا یې پر ایران د حد اکثر فشار واردولو ټینګار شوی دی او له ټولو هیوادونو غوښتل شوي چې «د ایران رژیم دې ځواب ویوونکی وبولي او په خپله خاوره کې دې د دوی د مامورینو، ځواکونو د ګمارونکو، مالي تمویلوونکو او نیابتي ډلو د فعالیتونو مخه ونیسي.

سپاه پاسداران د استرالیا، امریکا او کاناډا د ترهګرۍ په لیست

د استرالیا حکومت د پنجشنبې (د نومبر میاشتې ۲۷ نیټه) په ورځ په رسمي ډول اعلان وکړ چې د ایران سپاه پاسداران یې «د ۲۰۲۵ کال د جزایي قانون د ترهګرۍ د ملاتړو هیوادونو » په اساس د ترهګرۍ د دولتي ملاتړو په لیست کې شامل کړی دی.

امریکا په منځني ختیځ کې په کومو هیوادونو کې پوځي اډې لري؟

دا لومړی ځل دی چې په استرالیا کې د یوه نوي قانون په چوکاټ کې د یوه بهرني سازمان له پاره د «دولتي ترهګرۍ» له نوم څخه استفاده کیږي.

د دې پریکړې اساس د استرالیا استخباراتي او امنیتي سازمان (ASIO) ارزونې ته ورګرځي. دې سازمان په خپله ارزونه کې اعلان کړې و چې سپاه پاسداران په ۲۰۲۴م کال کې په سیدني او ملبورن کې د یهودانو پر مرکزونو د بریدونو مسئول و.

د استرالیا د بهرنیو چارو وزیرې پني وونګ، له استرالیایي اتباعو څخه وغوښتل چې ایران ته له سفر کولو څخه دې ډډه وکړي. هغه وویل چې په تهران کې د استرالیا د سفارت تړلو په هکله د حکومت له پریکړې وروسته شاوخوا ۴۰۰۰ استرالیایي اتباع اوس هم په ایران کې ژوند کوي.

د استرالیا د بهرنیو چارو وزیرې د هغوي په مخاطب کولو سره وویل «که په ایران کې یاست، باید بیرته خپلو کورونو ته ستانه شئ.»

پر استرالیا سربیره د نړۍ یو شمیر نورو هیوادونو، لکه امریکا متحده ایالاتو، کاناډا او پاراګوای هم تر اوسه پورې د ایران سپاه پاسداران ډله د ترهګرۍ په لیست کې شامله کړې ده.

DW Mitarbeiterportrait | Shams Ur Rahman Nasir
شمس الرحمن ناصر د افغانستان او سیمې پورې اړوندو مختلفو موضوعاتو راپورونه جوړوي.@shams_n2
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل