په کابل کې د هوټلونو په اړه د امريکا او بريتانيا خبرداری
۱۴۰۰ مهر ۱۹, دوشنبهپه داسې حال کې چې طالبان پر افغانستان تر ولکې وورسته اوس د مشروعيت د ترلاسه کولو او په افغانستان کې د بشري بحران د مخنيوي او اقتصادي مشکلاتو د حلولو په موخه هلې ځلې کوي، «اسلامي دولت» يا داعش ډله يې واکمنۍ ته د يوه ګواښ په توګه موجوده ده.
امريکا متحده ايالاتو د همدې امنيتي ګواښ له کبله خپلو اتباعو ته هوټلونو ته د تللو په اړه خبرداری ورکړی دی. د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په ساحه کې «امنيتي ګواښ» ته په اشارې سره ويلي: «هغه امريکايي اتباع دې، چې د سيرينا هوټل په شا او خوا کې دي، سملاسي دې له دغه ځايه ووځي.«
د بريتانيا د بهرنيو چارو وزارت هم افغانستان ته د سفر څخه خپل خبرداری يو ځل بيا تازه کړی دی. د دوشنبې په ورځ د بريتانيا د بهرنيو چارو وزارت هم خپلو خپلو اتباعو ته لارښوونه کړې ده چې په ځانګړي توګه په کابل کې دې د مهمان خانو په اړه محتاط اوسي.دغه وزارت ویلي په ځانګړي ډول د کابل په سيرينا هوټل کې به استوګنه خطرناکه وي.
سيرينا هوټل چې د کابل تر ټولو مشهور عصري هوټل دی او د بهرنيو ميلمنو د خوښې وړ ځای دی.
په داسې حال کې چې دمګړۍ زياتره خارجي اتباع له افغانستانه وتلي دي خو ځيني ژورنالیستان او د مرستندويه ټولنو کارکوونکي اوس هم په کابل کې دي.
د کابل سيرينا هوټل مخکې دوه ځلي د ترهګريزو بريدونو هدف ګرځيدلی وو. په ۲۰۱۴م کال کې بريد کوونکو په دې هوټل کې نهه کسان ووژل چې د فرانسي خبري آژانس يو خبريال هم پکې شامل وو. همدا راز شپږ کاله تر مخه يوه ځانمرګي بريد هم شپږ کسان وژلي ول.
په لندن او واشنګټن کې د حکومتونو له خوا دا تازه خبرداري په کندز کې پر يوه مسجد د بريد څو ورځې وروسته ورکول کیږي چې تر ۵۰ زيات انسانان پکې ووژل شول او پړه یې د داعش خراسان څانګې ومنله.
د اګست په ۲۶مه نيټه هم له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو د وتلو د عملياتو پر وخت يوه ځانمرګي بريد د کابل په هوايي ډګر کې لږ تر لږه ۷۲ کسان ووژل او تر ۱۵۰ زيات نور یې ټپیان کړل. د دې بريد پړه چې ۱۳ امريکايي عسکر هم پکې وژل شوي ول، داعش ډلې پر غاړه اخيستې وه.
ب. ص/ ز.ن (AFP)