1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکایي پوځ د ډرون بریدونو کې ملکي تلفات له پامه غورځولي

۱۴۰۰ آذر ۲۸, یکشنبه

د یوه رسنیز رپوټ پر بنسټ امریکايي پوځ په منځني ختیځ کې د اټکل وړ ملګي تلفاتو رامنځته کیدو خطر سربیره د بی پيلوټه الوتکو بریدونه تر سره کړي دي.

https://p.dw.com/p/44X54
Symbolbild US Drohne
انځور: picture alliance/dpa/P. Ridgeway

«نیویارک ټایمز» ورځپاڼې د شنبې (د دسمبر میاشتې ۱۸ نیټه) په ورځ رپوټ ورکړی دی چې یو شمیر محرم حکومتي اسناد چې د ملکي تلفاتو په اړه تر ۱۳۰۰ ډیر رپوټونه په کې شامل دي، د جهادیانو پر وړاندې جګړه کې د امریکایي پوځ د«دقیقو بريدونو» ادعا ردوي. د دغو اسنادو په بنسټ د هوایي بریدونو په ترڅ کې تیروتنې د زرګونو ملکي خلکو د ژوند په بیه تمامې شوې دي.

نوموړې ورځپاڼې رپوټ ورکړی دی چې «د امریکا هوایي جګړه د نیمګړو معلوماتو، بیړه کولو، نا دقیقو هدفونو په نښه کولو او د ډیر شمیر ماشومانو په ګډون د ملکي خلکو د وژنې باعث شوه.»

د بارک اوباما د وخت راهیسې د شفافیت ژمنې، چې د امریکا د لومړي ولسمشر په توګه یي د خپلو ځواکونو د ژغورنې په موخه د ډرون بریدونو ته ترجیح ورکوله، دغې ژمنې اوس خپل ځای «له مجازاتو څخه معافیت او د شفافیت نشتوالي» ته ورکړی دی. داسې هیڅ یو رپوټ موجود نه دی، چې پر دې اعتراف وکړي چې په دې برخه کې له ناسم چلند څخه کار اخیستل شوی دی.

په پنځو کلونو کې دننه امریکایي پوځ په دریو هیوادونو کې ۵۰ زره هوایي بریدونه ترسره کړي دي. دوی اعتراف کړی دی چې له ۲۰۱۴م کال راهیسې په سوریې او عراق کې د هوایي بریدونو په ترڅ کې په خطایۍ کې ۱۴۱۷ تنه ملکي کسان وژل شوي دي.

په افغانستان کې بیا له ۲۰۱۸م کال راهیسې د ملکي کسانو د وژل کیدو رسمي شمیر ۱۸۸ تنه ښودل شوی دی. د دغې ورځپاڼې څیړنې ښيې هغه شمیر چې پنټاګون پرې اعتراف کړی «په واضح ډول کم» ښودل شوی دی.

د دغه رپوټ پر بنسټ امریکایي ځواکونه اکثره وخت د خپلو هوایي بریدونو د اهدافو په نښه کولو کې تیروتنه کوي.

هغه کسان چې د بمبار شوي ځای پر لور یې منډې وهلې هغوې ته د «اسلامي دولت» ډلې د جنګیالیو په توګه کتل شوي، نه د مرسته کونکو. یو عادي موټر سایکل چلوونکی د داسې یوه بریدګر په توګه تفسیر او پيژندل شوی دی، لکه په همدا نږدې راتلونکي کې چې د برید اراده لري.

پر اړونده موضوع زمونږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ:

د پنټاګونو د اسنادو په اساس ناسم تشخیص یا غلطې پيژندنې د ملکي قربانیانو اړوند یوازې په ۴ سلنه مواردو کې صورت نیولی دی. د نيويارک ټايمز څیړنې بیا ښيې چې د ارزیابي شوو پيښو ۱۷ سلنې یي اشتباهات درلودل او نږدې یو پر دریمه برخه ملکي تلفات له همدې امله رامنځته شوي دي.

همدارنګه د سیمې له کلتور سره د امریکايي ځواکونو نا آشنایي هم په دې برخه کې رول درلود. د بیلګې په توګه امریکایي پوځیانو د رمضان په میاشت کې د یوه کور څارنه کړې وه چې ټوله ورځ هیڅ ملکي کس په کې نه و لیدل شوی، په داسې حال کې چې په دې کور کې څو کورنۍ اوسیدلې او له ګرمې څخه د ځان ساتلو په خاطر به ټوله ورځ په خونو کې ویده کیدل.

د انځور خراب کیفیت او یا هم د ډیر لنډ وخت له پاره څارنه هم د ملکي قربانیانو د ارزونې په پریکړو کې د تیروتنو سبب شوی دی. له ۱۳۱۱ مواردو څخه چې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې له خوا ارزول شوي دي، د پنټاګون له خوا یوازې ۲۱۶ یې معتبر یا د باور وړ بلل شوي دي.

د ملکي قربانیانو په اړه دغه رپوټونه له دې امله رد شوي، ځکه په ویډيوګانو کې تر ویجاړیو لاندې د قربانیانو جسدونه نه لیدل کیدل او یا هم اخیستل شوو ویډیوګانو په کافي اندازه اوږدوالی نه درلود، څو یوه دقیقه نتیجه ګیري ترې وشي.

د امریکا د مرکزي قوماندې ویاند دغې ورځپاڼې ته ویلي دي :«حتی د نړۍ د تر ټولو ښې ټکنالوژۍ په برخه کې هم تیروتنه رامنځته کیږي، که هغه د ناسمو اطلاعاتو له کبله وي او یا هم د موجودو معلوماتو څخه غلط تشخیص وي». هغه زیاته کړې ده چې پوځ خپل ټول امکانات په کار اچوي، څو د زیان مخه ونیول شي. د هغه په خبره هر یو د باور وړ مورد ارزول کيږي او «مونږ د هر یوه بې ګناه انسان د مړینې له کبله خواشیني یو».

آژانسونه: ش.ن/ ن.ص