امریکا او ایران د جګړې ختمولو هوکړې ته نږدې شوي
۱۴۰۵ خرداد ۳, یکشنبه
امریکا او ایران د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۲۶ کال د می ۲۴مه) هڅه وکړه چې د منځني ختیځ جګړې د رسمي پای ته رسولو لپاره یوه هوکړه وروستۍ کړي. دا وروسته له هغې چې ډونالډ ټرمپ وویل هغه وړاندیز چې د هرمز تنګي د پرانیستلو موضوع هم پکې شامله ده، «تر ډېره خبرې پرې شوې دي.»
خو د امریکا ولسمشر ټینګار وکړ چې دا تړون لا هم «وروستي کېدو ته اړتیا لري.»
د نیویارک ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی چې دواړه خواوې به د ایران د اټومي پروګرام په اړه لانجمن موضوعات یوازې وروسته له هغې وڅېړي چې لومړنی تړون وشي.
ټرمپ د شنبې په ورځ په خپل ټروت سوشل پلیټفارم کې ولیکل: «د امریکا متحده ایالاتو، د ایران اسلامي جمهوریت او څو نورو هېوادونو ترمنځ یوه هوکړه تر ډېره خبرې پرې شوې ده، خو لا وروستي کېدو ته اړتیا لري.»
هغه زیاته کړه: «د هوکړې د نورو برخو ترڅنګ، د هرمز تنګی به هم پرانیستل شي.»
د هرمز تنګي پرانیستل به نړیوالو انرژۍ بازارونو ته ارامتیا ورکړي، ځکه ایران له څو میاشتو راهیسې د نفتو د لېږد دغه مهمه لاره تړلې وه.
د سیمې مشرانو له ټرمپ سره خبرې وکړې
ټرمپ وویل چې د سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، قطر، مصر، اردن او بحرین مشرانو، او همدارنګه د ترکیې او پاکستان استازو د شنبې په ورځ ورسره په یوه ټیلیفوني خبرو کې ګډون کړی و.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف وویل، پاکستان چې د اپرېل په میاشت کې یې د امریکا او ایران ترمنځ تاریخي مخامخ خبرې منځګړیتوب کړې وې، هیله لري چې «ډېر ژر» د خبرو بل پړاو هم کوربه شي.
هغه وویل چې د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر چې د جمعې په ورځ تهران ته تللی و، هم په دغو خبرو کې برخه لرله. شهباز شریف وویل دې خبرو «د سولې روانو هڅو د پرمختګ لپاره د نظرونو د تبادلې ګټور فرصت» برابر کړ.
ټرمپ: له نتنیاهو سره خبرې «ډېرې ښې» وې
ټرمپ وویل له د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره یې جلا ټیلیفوني خبرې «ډېرې ښې» وې. د امریکا او اسرائیل ګډو بریدونو د فبرورۍ په ۲۸مه پر ایران جګړه پیل کړه. جګړې څو اوونۍ دوام وکړ تر هغې چې په اپرېل کې موقتي اوربند نافذ شو.
ټرمپ وویل: «د هوکړې وروستي اړخونه او جزییات اوس تر بحث لاندې دي او ژر به اعلان شي.» خو هغه نور جزییات ورنه کړل.
د ایران د اټومي پروګرام لانجمنه موضوع
نیویارک ټایمز د امریکايي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې د ایران د لوړې کچې غني شوې یورانیمو د زېرمو د پرېښودو موضوع به وروسته له لومړني تړون څخه وڅېړل شي.
راپور وايي اوسنی وړاندیز دا نه روښانوي چې تهران به په کوم ډول له هغو یورانیمو تېرېږي چې د اټومي وسلو د جوړولو لپاره مهم بلل کېږي. واشنګټن له اوږدې مودې راهیسې ویلي چې داسې سناریو به ونه مني.
ایراني چارواکو بیا ټینګار کړی چې د دواړو خواوو ترمنځ اختلافات لا هم موجود دي او د اټومي پروګرام موضوع به د لومړنیو خبرو برخه نه وي. ایران تر اوسه د ټرمپ د اعلان په اړه رسمي تبصره نه ده کړې.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي مخکې ویلي وو چې له واشنګټن سره «د نږدې کېدو یو بهیر» روان دی، خو دا لازمي نه ده چې دواړه هېوادونه به پر مهمو موضوعاتو هوکړې ته ورسېږي. هغه د دولتي ټلوېزیون له لارې وویل: «زموږ هدف دا و چې لومړی د تفاهم یو یادداشت یا د چوکاټ تړون جوړ کړو.»
بقایي زیاته کړه چې هیله لري د وروستي تړون جزییات د لومړني چوکاټ تر بشپړېدو وروسته «د ۳۰ تر ۶۰ ورځو» په موده کې نهايي شي.
ایران امریکا ته خبرداری ورکړ
د ایران د مذاکراتي ټیم مشر محمدباقر قالیباف خبرداری ورکړی چې که واشنګټن جګړه بیا پیل کړي، له سخت غبرګون سره به مخ شي. هغه وویل: «زموږ وسلهوالو ځواکونو د اوربند پر مهال خپل ځواکونه داسې بېرته جوړ کړي چې که ټرمپ بیا کومه ناپوهانه کړنه وکړي او جګړه بیا پیل کړي، نو دا به د امریکا لپاره د جګړې د لومړۍ ورځې په پرتله لا ډېر دردوونکی او سخت وي.»
په لبنان کې هم جګړه دوام لري
د جګړې په بل مهم ډګر لبنان کې، دولتي رسنیو راپور ورکړی چې اسرائیل د شنبې په ورځ د لبنان سوېل بمبار کړی دی. دا په داسې حال کې ده چې د اپرېل له ۱۷مې راهیسې هلته هم اوربند نافذ شوی و.
د لبنان پوځ وویل یو برید د پوځ یوه مرکز په نښه کړی او یو سرتېری پکې ټپي شوی دی. اسرائیل بیا ویلي چې د جمعې په ورځ د پولې سره نږدې د دوی یو سرتېری وژل شوی دی.
د ایران ملاتړ لرونکې حزبالله ډلې د مارچ په دویمه پر اسرائیل د راکټي بریدونو له لارې لبنان جګړې ته داخل کړ، وروسته له هغې چې د امریکا او اسرائیل بریدونو د ایران ستر مذهبي مشر وواژه.
حزبالله د شنبې په ورځ وویل چې د دې ډلې مشر نعیم قاسم د ایران د بهرنیو چارو وزیر له خوا یو پیغام ترلاسه کړی، چې پکې ویل شوي تهران «له حزبالله څخه خپل ملاتړ نه پرېږدي.»