1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمآسیا

امریکا او اروپايي ټولنې پر طالبانو د جګړې ختمولو غږ کړی

۱۴۰۰ تیر ۲۸, دوشنبه

په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو او د اروپايي ټولنې دپلوماتیکو ماموریتونو د یوې اعلامیې له لارې پر طالبانو غږ کړی دی چې خپل تهاجمي بريدونه ختم کړي.

https://p.dw.com/p/3wfcV
Afghanistan | Bildergalerie | Truppenabzug
انځور: NOORULLAH SHIRZADA/AFP/Getty Images

په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو او اروپايي ټولنې سیاسي ماموریتونو د دوشنبې په ورځ (۲۰۲۱م کال د جولای ۱۹مه) پر طالبانو غږ کړی دی چې په افغانستان کې په عاجله توګه خپل روان تهاجمي بریدونه بند کړي.

دغه ګډه اعلامیه د اروپايي ټولنې د پلاوي او امریکا سربیره په افغانستان کې د ناټو د ملکي ماموریت جګپوړي استازي لاسلیک کړې او وايي چې د طالبانو بریدونه په ټول افغانستان کې د ملکي تلفاتو، داخلي بې ځایه شویو او د عامه تاسیساتو د ویجاړۍ سبب ګرځي.

په دې ګډه اعلامیه کې راغلي: «د طالبانو دغه جګړه په دوحه کې د سولې له پروسې او همدا راز د خبرو له لارې د روانې شخړې د حل په هکله د دوی [طالبانو] د ادعا سره په مستقیمه توګه په تضاد کې ده.»

په اعلامیه کې همدا راز د «با اعتباره راپورونو» له مخي د نجونو او ښځو د بشري حقونو د سرکوب د هڅې غندنه شوې. اعلامیه د [طالبانو] له لوري د بشري حقونو د سرغړونو د پټولو له پاره د خصوصي او دولتي رسنیو د بندولو او د بیان آزادۍ د ختمولو په هکله هم د طالبانو د هڅو غندنه کوي.

د خپرې شوې ګډې اعلامیې په یوه برخه کې راغلي: «افغانانو په تیرو ۲۰ کلونو کې سترې لاسته راوړنې لرلي او غواړي چې د بیان د آزادۍ، بشري حقونو او پرمختګ په برخه کې لا ډیر څه کولو ته ادامه ورکړي. موږ غواړو دا څرګنده کړو چې په تیرو کلونو کې پرمختګ یوازې د ټولو اړخونو د ګډ کار له کبله ادامه پیدا کولی شي.»

د افغانستان د شخړې په هکله دغه اعلامیه داسې مهال خپریږي، چې همدا پرون د یکشنبې په ورځ په دوحه کې د افغانستان د پلاوي او طالبانو ترمنځ په لوړه سطحه دوه ورځني مذاکرات پای ته ورسیدل.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم د مذاکراتو تر پای ته رسیدو وروسته وویل چې دواړو اړخونو په راتلونکې کې د دغه راز جګپوړو پلاوو ترمنځ د مذاکراتو پر ادامې توافق کړی ترڅو د روانې شخړې له پاره سیاسي حل لار پیدا کړي. د نعیم په خبره دواړو لورو د عامه تاسیساتو پر خوندیتوب هم توافق کړی دی.