1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا د افغانانو په ګډون یو شمېر مهاجر اخراج کړل

محمد کریم صالح رویترز، فرانس پریس
۱۴۰۵ خرداد ۲۲, جمعه

له امریکا څخه د اخراجي مهاجرو حامل یوې الوتکې د جمعې په ورځ د مرکزی افریقا جمهوریت پر لور پرواز وکړ. باخبره سرچينې وايي په اخراج شوو کسانو کې د افغانستان، ایران، ترکیې او جورجیا هېوادونو اتباع شامل دي.

https://p.dw.com/p/5FIbW
د آرشیف انځور (د ۲۰۲۵م کال د جنوري ۲۳مه) - له امریکا څخه په یوه الوتکه کې د مهاجرو اخراج
امریکا د افغانانو په ګډون یو شمېر مهاجر د مرکزي افریقا جمهوریت ته اخراج کړلانځور: Sra Devlin Bishop/U.S Air/Planet Pix/ZUMA/picture alliance

«دریم هېواد ته» دا ډول اخراجونو موضوع، د ولسمشر دونالد ترمپ د مهاجرت ضد سیاست پر اصلي برخې بدله شوې ده، سربېره پر دې چې قانونيتوب ېې د حقوقی دعواو له مخې هم دننه په امریکا متحده ایالاتو او هم له دغه هېواده بهر له ننګونو سره مخ دی.

د ترمپ حکومت د هغو مهاجرو د اخراج له پاره چې د قانون له مخې ېې خپلو اصلي هېوادونو ته اخراجول ممکن نه دی، له درېمګړو هېوادونو سره هوکړې کړي چې هلته ېې اخراجوي. په دغو هېوادونو کې یو هم د مرکزي افریقا جمهوریت دی. په ګاونډ کې ېې د کانګو دیموکراتيک جمهوریت هم په دریم ګړو هېوادونو کې شامل دی چې حاضر وخت په کې د اېبولا ناروغي خپره ده.

نور ولولئ: اروپايي اتحاديه وايي د مهاجرت په اړه له طالبانو سره پر خبرو سربیره بل انتخاب نه لرو

د بشري حقونو څخه د دفاع ډلې د دغو توافقاتو جزئیات مبهم بولي او وايي اکثره اخراج شوي افراد په نهایت کې بېرته خپلو اصلي هېوادونو ته ګرځول کيږي. خو واشنګټن له دغو توافقاتو دفاع کوي او «قانوني اقدامات» ېې ګني. ترمپ په وروستیو میاشتو کې دریمو هېوادونو ته د مهاجرو د اخراج توافقاتو ته پراختیا ورکړې ده. 

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پر سپارښت لیک کې راغلي: «د مرکزي افریقا جمهوریت ته د هېڅ دلیل له پاره سفر مه کوئ.»

مخکې یوې باخبره سرچينې رويټرز ته ويلي وو چې د دغه توافق له مخې په پام کې ده په دغه پرواز کې شاوخوا ۲۰ کسان چې د هغه په وینا افغانان او سوریایان هم په کې شامل دي، اخراج شي.

نور ولولئ: رپوټ: له آلمانه افغانستان ته د رد شويو پناه غوښتونکو د يوه پرواز لغوه کيدل

زیاته شوې چې د مهاجرو حامل الوتکې د پنجشنبې په ماښام له الکساندریا، لوئیزیانا څخه پرواز وکړ. د فرانس پریس د رپوټ پر اساس الوتکه به په ګانا کې خپل لومړنی توقف ولري. ګانا هم د هغو دریم ګړو هیوادونو په ډله کې دی چې امریکا ورسره د اخراجونو پر موضوع توافق کړی دی.

 د مهاجرت په چارو کې امریکايي وکیلي الما ډیوېډ وویل لا روښانه نه ده چې د دغو مهاجرو له ډلې ټول به ېې د مرکزي افریقا جمهوریت ته لېږدول کيږي او که یو شمېر به ېې په  ګانا کې ښکته کیږي. 

 امریکايي قاضیانو ويلي ځينې کسان چې مخکې ګانا، استوايي ګانا او نورو افریقايي مراکزو ته استول شوي، له هغه ځایه بېرته خپلو اصلي هېوادونو ته لېږدول شوي چې هلته له خطر سره مخ دي.

نور ولولئ: د المان د کورنیو چارو وزیر غواړي د مجرمانو د اخراج بهیر ګړندی کړي

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب