دغه ۳۱ کلنه میرمن د واشنګټن په هوایي ډګر کې نیول شوې ده. پر کورونیل باندي چې د امريکا او مکسیکو تابعیت لري، تور دی چې امريکا ته د مخدره توکو لکه کوکاین، مېت آمفتامین، هیروینو او ماریونا په قاچاق کې ښکېله ده.
د امریکا متحده ایالاتو د عدلیې وزارت ویلي دي چې دغي میرمن پر نورو کسانو سربیره په ۲۰۱۵م کال کې د مکسیکو له یوه زندانه د ګُوزن، په تېښته کې مرسته کړې ده. زیاته شوې ده چې په ۲۰۱۷م کال کې هم له زندانه د هغه یوه تېښته پلان شوې وه.
ایما کورونیل آیسپورو، په ۲۰۱۹م کال کې په نیویارک کې د خپل خاوند د محاکمې استماعیه غونډې ته روانه ده
ال چاپو، ۲۵کاله په مکسیکو کې د سینالوآ- کارتل یا باند مشر وو. اوس هغه د متحده ایالاتو په کلورادو، ایالت کې په یوه زندان کې بندي دی چې سخت امنیتي تدابیر پکې مراعاتیږي. د ۲۰۱۹م کال په جولای میاشت کې د نیویارک یوې محکمې هغه په عمري او نور اضافي ۳۰ کاله بند باندې محکوم کړ. هغه مهال د ال چاپو میرمن، په محکمه کې موجوده وه.
ال چاپو په ۲۰۱۵م کال کې په مکسیکو کې له یوه زندانه تیښتیدلی وو. اوس هغه په متحده ایالاتو کې په یوه زندان کې دی چې په عمري بند محکوم شوی.
محکمې ۶۳ کلن ال چاپو په ټولو مواردو کي گرم بللی وو. په دغو تورونو کې پر نورو سربیره په یوه جرمي سازمان کې ونډه لرل، د هیروینو تولید او په نړیوال کچه یې خپرول، د پیسو سپینول او نور موارد شامل ول.
زموږ له آرشیف څخه:
-
د مکسيکو د مافيايي مشرانو قيمتي مقبرې
د ۲۰۱۶ کال د دسمبر په ۱۱مه نېټه په مکسيکو کي د مخدره توکو د قاچاق وړونکو پر ضد د حکومت د عملياتو د پېل لس کاله پوره سول. په داسي حال کي چي د قاچاق وړونکو په لسهاؤ زره اکثره قربانيان په ډليزه يا نا معلومو قبرونو کي ښخ دي، د قاچاق وړونکو خپلې مقبرې ډېري قيمتي او مزارونو ته ورته دي. لکه په کوليا کان کي دغه بېلګه يې.
-
د مکسيکو د مافيايي مشرانو قيمتي مقبرې
د مخدره توکو د مافيا مشران د مړيني وروسته هم يو د بل سره سيالي کوي. د هر دغه قاچاق وړونکي مقبره د هغه د شمتنيو په هکله يو داستان بيانوي.
-
د مکسيکو د مافيايي مشرانو قيمتي مقبرې
د مکسيکو په جاردينس دېل هومايا کي دغه مقبره تر ټولو قيمتي ده چي ويل کيږي ورباندي ښايي ۲۹۰ زره ډالره مصرف راغلی وي. خو اوس تر دغه څخه هم قيمتي مقبرې د جوړېدو په حال کي دي.
-
د مکسيکو د مافيايي مشرانو قيمتي مقبرې
په ۱۹۳۳ کال د امريکا په متحده ايالاتو کي پر الکهولي مشروباتو بنديز ولګول سو. همدا ؤ چي له مکسيکو څخه و متحده ايالاتو ته د شرابو قاچاق پېل سو. کله چي په امريکا کي ياد بنديز بېرته ليري سو نو له مکسيکو څخه و متحده ايالاتو ته وروسته د ترياکو، چرسو او هيروينو قاچاق په زياته په ۱۹۶۰ مو کلونو کي زيات سو.
-
د مکسيکو د مافيايي مشرانو قيمتي مقبرې
د امريکا د متحده ايالاتو او مکسيکو تر منځ تقريبا ۳۲۰۱ کلومتره اوږد سرحد دی. پر دغه سرحد له لسيزو راهيسي له مکسيکو څخه و متحده ايالاتو ته مخدره توکي قاچاق کيږي. زيات وختونه د دغه ډول تونلونو څخه هم کار اخيستل کيږي.
-
د مکسيکو د مافيايي مشرانو قيمتي مقبرې
مکسيکو د ۲۰۱۶ کال په سپتمبر کي دغه اندازه مخدره توکي ونيول. د امريکا و متحده ايالاتو ته هر کال د رسېدونکو کوکائينو ۹۰ فيصده د مکسيکو پر لار تيريږي.
-
د مکسيکو د مافيايي مشرانو قيمتي مقبرې
د ۲۰۱۵ کال په مارچ کي د څېټا مافياا مشر اومر ترېمينو ونيول سو. د مکسيکو حکومت وايي چي د ۲۰۰۷ او ۲۰۱۴ کالونو تر منځ د قاچاق وړونکو سره په جګړه کي تر ۱۶۰۰۰۰ څخه زيات انسانان وژل سوي دي.
-
د مکسيکو د مافيايي مشرانو قيمتي مقبرې
په مکسيکو کي اوس هم یو شمېر داسي د قاچاق وړونکو سيمي سته کومو ته چي حتی پوليس له تلو بيږيږي. په مکسيکو کي اوس هم د پوليسو او قاچاق وړونکو تر منځ خونړۍ جګړه ادامه لري.