د امریکا او مکسیکو ترمنځ يو اوږد تونل کشف شوی
۱۳۹۸ بهمن ۱۰, پنجشنبهد امريکا پوله ساتو ځواکونو د خبر له مخې په دغه تونل کې یو لفټ، پټلۍ، د هوا د تصفیې سیستم، د بریښنا سیستم او کانالیزسیون شته. زیاته شوې ده چې د متحده ایالاتو او مکسیکو ترمنځ دغه تر ټولو اوږد تونل د مکسیکو په سرحدي ښار تیخوانا کې له یوه صنعتي زون څخه پيلیږي او متحده ایالاتو ته رسیږي چې اوږدوالی یې ۱،۳ کیلومتره دی.
تر دې دمخه د دواړو هیوادونو ترمنځ اوږد تونل په سان دیګو کې کشف شوی وو چې اوږدوالی یې ۹۰۴ متره ته رسیده.
د متحده ایالاتو د چارواکو په وینا د دغه تونل لوړوالی ۱،۷ متره او پلنوالی یې ۶۰ سانتي متره دی او له ځمکې څخه د ۲۱ مترو په ژوروالي کې جوړ شوی دی.
د امریکايي چارواکو په وینا دغه تونل د تیر میلادي کال په اګست میاشت کې کشف شوی وو، خو تر اوسه یې په تړاو څوک نه دي نیول شوي. زیاته شوې ده چې د دغه تونل کشفیدل د څو کلونو تحقیقاتو پایله وه، چې بیا به هم ادامه ولري.
د ال چاپو کارتل ټاټوبی
د مکسیکو او کلیفورنیا ترمنځ غیر قانوني تونلونه کومه نوې خبره نه ده. چارواکو له ۲۰۱۶م کال راهیسې د مکسیکو او کلفورنیا ترمنځ پر پوله ۱۵ تونلونه موندلي چې په عصري بڼه جوړ شوي وو. دغه تونلونه په رڼا، د هوا د تصفیې پر سیستمونو، د اورګاډي پټلۍ او هایدرولیک لفټونو باندې سمبال وو.
د نویو کشف شویو تونلونو مجهزتیا د مکسیکو د مخدره توکو د کارتلونو یا بانډونو اراده ښيې. د سرحدي پوله ساتونکو یوه چارواکي لانس لینویر ویلي دي: «موږ هیڅکله داسې فکر نه کاوه چې د دومره وړاندې تګ زړورتوب به ولري. هغوی تل ما په حیرانتیا کې اچوي.»
امریکایي چارواکو په دې هکله څه نه دي ویلي چې د دغه تونل تر شا به د چا لاس وي. خو دغه سیمه ډیر وخت د مکسیکو د سینالوآ کارتل پوخ ټاټوبی وو. ال چاپو ګُزمن، چې ډیر وخت د دغه کارتل مشري يې پر غاړه درلوده د تیر میلادي کال په جولای میاشتې کې په متحده ایالاتو کې په عمري بند محکوم شو.