1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
قانون او قضاشمالی امریکا

امریکايي الوتکي انتقالونکې کښتۍ په منځني ختیځ کي پاتیږ

۱۴۰۰ اردیبهشت ۴, شنبه

د امریکا د دفاع وزارت د افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د ډاډمن راوتلو په دلیل په منځني ختیځ کي د یوې امریکايي الوتکي انتقالونکې کښتۍ ماموریت تمدید کړی او لا نوري جنګي طیارې هم ورلیږلي.

https://p.dw.com/p/3sVj8
Guam | US Flugzeugträger
انځور: Conner D. Blake/AFP

لکه څنګه چي د پنتاګون ویاند، جان کیربي پرون جمعه (د اپریل میاشتي ۲۳ مه) اعلان وکړ، د امریکا متحده ایالاتو د دفاع د وزیر، لوید استین په امر د USS Eisenhower په نامه  امریکايي الوتکي انتقالونکې کښتۍ په منځني ختیځ کي پاتیږي او سربیره پردې دوې جنګي بی ۵۲ ماډل طیارې هم ورانتقال سوي دي.

په اټومي وسلو مجهزه دغه کښتۍ کي  تقریبأ ۵۰۰۰ عسکر او په لسهاوو جنګي طیارې مستقري دي. کیربي وویل، چي د امریکا د متحده ایالاتو دپاره دا مهمه ده، چي د افغانستان څخه یې د ځواکونو راوتل په «اطمینان، منظم ډول او ارامۍ » سره تضمین سي.

USS Nimitz Flugzeugträger
انځور: abaca /picture alliance

کیربي همدارنګه وویل، چي د منطقې تقویه یې د افغانستان د ماموریت مسؤل امریکايي قومندان، جنرال استین مویلر ته د ضرورت پر وخت اضافه امکانات په اختیار کي ورکوي، ترڅو امریکايی عسکر او یا خپل متحدین وساتي او دفاع ځیني وکړي. 

ناټو تیره اونی فیصله وکړه، چي تر شلو کالو وروسته د افغانستان څخه خپل ټوله ځواکونه راوباسي. امریکا متحده ایالاتو رسمأ ویلي دي، چي د همدې کال د سپټمبر تر ۱۱پوري به خپلي قواوي راوباسي، خو پدې منځ کي داسي هم ویل کیږي، چي کیدای سي هغوی د جولای تر ۴ پوري لا راووزي.

آ./م.ق./ا.ا.