1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م.م. کې د طالبانو استازیتوب ځنډول کیدو په اړه غبرګونونه

۱۴۰۰ آذر ۱۱, پنجشنبه

طالبان او د ميانمار پوځي شورا به په اوس وخت کې په ملګرو ملتونو کې استازي ونه لري. په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند د ملګرو ملتونو د دې پریکړې په غبرګون کې لیکلي «دا پریکړه د عدالت او اصولو پر بنسټ نه ده شوې.»

https://p.dw.com/p/43jh7
Afghanistan Taliban Suhail Shaheen, Sprecher der afghanischen Taliban
انځور: Alexander Zemlianichenko/AP Photo/picture alliance

انا کارین انستروم، د ملګرو ملتونو په سازمان کې د سویډن سفیره او د دغه سازمان د نوماندې د تصويب کمیټې مشري کوي. انستروم د چهارشنبې په ورځ په نیویارک کې وویل چې د ملګرو ملتونو سازمان دغه کمیټې چې د استازو د ټاکلو د تصويب مسئولیت لري په دې اړه خپله پریکړه ځنډولې ده.

تر اوسه پورې د راتلونکي غونډې له پاره نیټه نه ده ټاکل شوې. له همدې امله په پام کې ده چې د افغانستان او میانمار پخواني سفیران چې مخکې تر دې د دغو هیوادونو د پرځول شویو دیموکراتیکو حکومتونو له خوا استول شوي و په رسمي ډول په خپل ځای باقي پاتې شي. په ميانمار کې دمګړۍ واک د پوځي خونتا په لاس کې دی. پوځي خونتا يوې پوځي شورا ته ویل کيږي چې د يوې کودتا په پايله کې واک ته رسيږي.  

په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په خپل تویتر کې لیکلي دي چې د ملګرو ملتونو سازمان ځانګړې کمیټې پریکړه کړې چې په دغه سازمان کې د افغانستان چوکۍ د اوس له پاره طالبانو ته ورنه کړای شي. نوموړي زیاته کړې ده چې دغه پریکړه د «اصول او عدالت پر مبنا نه ده، ځکه د افغانستان د ولس مشروع حق یې سلب کړی دی.»

نوموړي هیله څرګنده کړې ده چې په نږدې راتلونکي کې به دا حق طالبانو ته ورکړل شي، څو په خبره یي د افغانستان د خلکو ستونزې په اغیزمنه توګه حل شي او دوی وکولی شي له نړیوالې تولنې سره اغیزمن او مثبت تعاملات ولري.

د افغانستان د پخواني ولسمشر مرستیال امرالله صالح په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان د پخواني حکومت د استازیتوب دوام له کبله مبارکي ویلې ده. نوموړي په خپل فیسبوک پاڼه کې د ملګرو ملتونو سازمان د تصويب کمیټې له غړو څخه مننه کړې ده.

د ملګرو ملتونو سازمان د اعتبار ورکولو کمیټه چې د امریکا متحده ایالاتو، روسیې، چین، سویډن، نامیبیا، باهاما، بوتان، سیرالیون او چیلي هیوادونو څخه نهه تنه غړي لري، په دې اړه تصمیم نیسي چې کوم استازي او همدارنګه د کوم هیوادونو مشران په ملګرو ملتونو سازمان کې په رسمیت ؤپيژندل شي.

پریکړه معمولاً د رایو په یووالي سره کیږي او د تائید له پاره د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته استول کیږي.

طالبانو د اګست په میاشت کې یو وار بیا واک ته تر رسیدو وروسته د ملګرو ملتونو سازمان ته غوښتنلیک وړاندې کړی و چې رسماً وکولی شي په دغه سازمان کې استازی ولري. دوی په دوحه کې د طالبانو د مذاکره کوونکي پلاوی غړی او ویاند سهیل شاهین په ملګرو ملتونو سازمان کې د طالبانو د حکومت د دایمي استازي په توګه معرفي کړی و.

آژانسونه: ش.ن/ ب.ص