1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ژنیو: اروپايي ټولنه له افغانستان سره میلیونو ډالر مرسته کوي

۱۳۹۹ آذر ۴, سه‌شنبه

اروپايي ټولنې یو ځل بیا له افغانستان سره د مالي مرستو د دوام ټټر وواهه او د بیړني اوربند غوښتنه یې وکړه. دغي ټولنې اعلان وکړ چې د راتلونکو څلورو کلونو له پاره له افغانستان سره ۱،۴۳ میلیارده ډالر مرسته کوي.

https://p.dw.com/p/3lkgI
Schweiz | Online-Geberkonferenz für Afghanistan
انځور: Denis Balibouse/dpa/picture alliance

په ۲۰۱۶م کال کې هم اروپايي ټولنې له افغانستان سره د څلورو کلونو له پاره د همدومره پیسو مرسته کړې وه.

د اروپايي ټولنې د نړيوالو اړيکو مسئولي یوتا اورپیلانین د ژنيو کنفرانس په دوهمه يا وروستۍ ورځ وویل: «زه ویاړم چې د دې اعلان کوم چې موږ اماده یوو چې له افغانستان سره د خپلو مالي مرستو کچه همداسې وساتو.»

د راپورونو له مخې، پر اروپايي ټولنې سربیره ځينو نورو هیوادونو هم په دغه کنفرانس کې له افغانستان سره د میلیونونو ډالرو په ارزښت مالي مرستو ژمنې کړې دي.

تر دې وړاندې ولسمشر غني پر نړیوالې ټولنې غږ کړی وو څو د افغانستان د سولې پروسې پر ملاتړ سربیره، له افغانستان سره خپلو مرستو ته ادامه ورکړي.

غني چې له کابله یې په دغه نړیوال کنفرانس کې د ویډیو له لارې وینا کوله همدا راز وویل چې «کوید ۱۹ وبا موږ ټول له یوه نړیوال بې برخلیکه حالت سره مخامخ کړي یوو.» ولسمشر غني همدا راز زیاته کړه چې د دغه راز ستونزو پرمهال، موږ په بې ساري توګه منندوی یوو او له افغانستان سره ستاسې تعهدات قوي دي.»

نړیواله ټولنه هر څلور کاله وروسته سره راټولیږي او له افغانستان سره خپلې مرستې تازه کوي. افغانستان له کلونو راهیسې تر ډیره پورې پر بهرنیو مرستو تکیه کوي.

Antonio Guterres bei einer Pressekonferenz in Äthiopien
انځور: AFP via Getty Images

دا هم په داسې حال کې ده چې نړیواله ټولنه له افغانستان سره د خپلو مالي مرستو په بدل کې د ځينو ژمنو او تعهداتو غوښتنه لري چې پکې د تیرو دوو لسیزو لاسته راوړنو ساتل، د مېرمنو او اقلیتونو د حقونو خوندي کول، ښه حکومتولي او له فساد سره مبارزه یې اصلي غوښتنې دي.

ملګري ملتونه او اروپايي ټولنه د اوربند غوښتنه کوي

ولسمشر غني په دغه کنفرانس کې د خپلې وینا پرمهال همدا راز پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ، څو له افغانستان سره د سولې پروسې په برخه کې هم مرسته وکړي او پر طالبانو فشار راوړي څو په هیواد کې تاوتریخوالی کم او اوربند ته غاړه کیږي.

د ژنيو سږنی کنفرانس داسې مهال ترسره کیږي، چې له یوې خوا نړیوال اقتصاد د کرونا وبا له کبله سخت زیانمن شوی دی او له بل لوري د افغانستان د سولې پروسې هم کوم خاص پرمختګ نه دی کړی.

تر دې وړاندې ملګرو ملتونو هم له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې مالي مرستې ډیري مهمې ګڼلې وې او له نړیوالې ټولنې یې له افغانستان سره د مالي ملاتړ د دوام غوښتنه کړې وه. د ملګرو ملتونو عمومي منشي ګوتیریش د کنفرانس ګډونوالو ته په خپله وینا کې په افغانستان کې د بې شرطه او بیړني اوربند غوښتنه وکړه څو په دوحه کې له طالبانو سره د افغانستان د سولې د خبرو له پاره یو ښه چاپیریال رامنځ ته شي.

Brüssel EU | Josep Borrell, Außen- und Sicherheitsbeauftragter
انځور: Olivier Hoslet/AFP/Getty Images

پر ملګرو ملتونو سربیره، اروپايي ټولنې هم په افغانستان کې د اوربند غوښتنه کړې او وايي چې په افغانستان کې د اسلامي امارت هر راز هڅه به د دې ټولنې پر ملاتړ اغیز وکړي.

د اروپايي ټولني د بهرني سياست مسئول جوزپ بورل د افغانستان په هکله د ژنيو په کنفرانس کې وویل چې اوربند باید د سولې د پروسې نتیجه نه وي، بلکې اوربند باید سر ننه له دغې پروسې سره مل وي. د هغه په خبره، د اسلامي امارت بیا راتګ به د اروپايي ټولنې مالي او سیاسي ملاتړ اغیزمن کړي.