1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

له روسیې سره د اوکراین د څلورو سیمو غيرقانوني الحاق

۱۴۰۱ مهر ۸, جمعه

د اوکراین په څلورو سیمو کې د ریفرنډم تر پایلو وروسته مسکو نن د جمعې په ورځ په رسمي ډول له روسیې سره د دغو سیمو د یوځای کولو اعلان کوي. امریکا دغه اقدام غندلې او د اوکراین ولسمشر د لوړې کچې بیړنې غونډه را بللې ده.

https://p.dw.com/p/4HZyx
پوتین غواړي نن د اوکراین د څلورو سیمو له روسیې سره د غیر قانوني الحاقول اعلان کړي
پوتین غواړي نن د اوکراین د څلورو سیمو له روسیې سره د غیر قانوني الحاقول اعلان کړيانځور: Gavriil Grigorov/POOL/TASS/dpa/picture alliance

مسکو نن د جمعې په ورځ د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې په رسمي ډول له روسیې سره د اوکراین د څلورو سیمو د غيرقانوني یوځای کولو اعلان کوي.

د کرملین یوه ویاند وویل چې د اوکراین په زاپروژیا، خیرسون، دونیڅک او لوهانسک سیمو کې تر ټولپوښنې وروسته نن د جمعې په ورځ به د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې له روسيې سره د دغو څلورو سیمو د غيرقانوني الحاق کولو ته رسمي شکل ورکړل شي. په دغو مراسمو کې به ولسمشر پوتین مهمه وینا وکړي.

مخکې تر دې ولسمشر پوتین د پنجشنبې په ماښام د جمهوري ریاست د یوه فرمان په صادرولو سره د زاپروژیا او خیرسون استقلال په رسمیت پيژندلی و، له کوم سره چې د روسیې له فدراسیون سره د دغو سیمو یوځای کیدو ته زمينه مساعده شوه.

ولادیمیر پوتین د روسیې تر کنترول لاندې د اوکراین د دوو نورو سیمو دونیڅک او لوهانسک د استقلالیت په رسمیت پيژندلو په اړه په فبرورۍ میاشت کې دې ته ورته یو فرمان صادر کړی و. په دې توګه به د اوکراین دغه څلور سیمې له روسیه سره الحاق شي.

کرملین په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې د روسیې تر کنترول لاندې څلور سیمې (دونیڅک، لوهانسک، زاپروژیا او خیرسون) په کوم کې چې له روسیې سره د یوځای کیدو په اړه ساختګي ټولپوښتنه ترسره شوه، د جمعې په ورځ به په هیواد کې شامل کړای شي.

اړوند: د امریکا سنا له اوکراین سره ۱۲ میليارده ډالره نوره مرسته تصویب کړه

د کرملین ویاند دیمتري پيسکوف ویلي دي چې د کرملین په سینت جارج تالار کې جوړیدونکو مراسمو په ترڅ کې به د دغو څلورو سیمو مشران له روسیې سره د الحاق کیدو اسناد لاسلیک کړي. تر دې وروسته به پوتین یو مهمه وینا وکړي او د مسکو له خوا له ګمارل شوو منتظمینو سره به ملاقات وکړي.

تیره اونۍ د اوکراین په دغو څلورو سیمو کې له روسیې سره د یوځای کیدو په خاطر ترسره شوي ساختګي ټولپوښتنه کې، کوم چې اوکراین او لویدیځ یوازې د یوه نمایش په بللو سره رد کړې او ویلي یي دي چې هیڅکله به دغه سیمې د روسیې یوه برخه ونه ګڼي.

د کریمیا ټاپو هم په ۲۰۱۴م کال کې دې ته ورته یوې ټولپوښتنې وروسته په غیر قانوني ډول له روسیې سره الحاق کړای شو.

اړوند:امریکا اوکراین ته نور نظامي تجهیزات ورکوي

د روسیې حکومت وایي چې په روسیه کې تر شاملیدو وروسته به دغه څلور واړه سیمې د روسیې تر «اټومي چتر» لاندې راوستل شي.

نړیوال غبرګون

د رویټرز خبري آژانس په حواله د جمعې په ورځ به د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د دې ساختګي ټولپوښتنې د غندې په هکله رای اچونه وشي چې د امریکا او البانيا له خوا به په ګډه وړاندې کړای شي. امریکا په اوکراین کې ریفرینډم، په «بشپړ تقلب» بللو سره، غندلی دی.

له روسيې سره د اوکراین د څلورو سیمو د یوځای کولو په اړه د مسکو تر اعلان وروسته د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي د جمعې په ورځ له سیاسي او دفاعي لوړپوړو چارواکو سره د لوړې کچې امنیتي بیړنۍ غونډه را بللې ده.

زیلنسکي په وار وار ویلي دي چې دا یو ساختګي او غیر قانوني ریفریندم و. هغه د اوکراین د شدید غبرګون خبرداری هم ورکړی و.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز