1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا اوکراین ته نور نظامي تجهیزات ورکوي

۱۴۰۱ مهر ۷, پنجشنبه

امریکا متحده ایالات غواړي د ۱،۱ ميلیارډ ډالرو په ارزښت اوکراین ته نوري وسلې ولیږې. د پنتاګون په حواله به په دغو تسلیحاتو کي د هیمارس په نامه ۱۸پرله پسې راکټ فیرونکي ټانکونه، مرمۍ، د رادار او ډرون دفاعي سیسټمونه شامل وي.

https://p.dw.com/p/4HVhA
Symbolbild Ukraine: Armee greift Stützpunkt von Söldnergruppe Wagner an
انځور: Petra News Agency/dpa/picture alliance

 

خو دغه تجهیزات به د ۶ څخه تر ۲۴ میاشتو پوري اوکراین ته وسپارل سي. ځکه چي د امریکا حکومت غواړي اوکراین ته مستقیمأ د فابریکو څخه نوي تجهیزات ولیږي، په عوض د دې چي د پوځ موجوده تجهیزات ورولیږي.

په اوسني مبلغ سره امریکا متحده ایالاتو اوکراین ته پر دغه هیواد باندي د روسیې د حملې راهيسي تراوسه پوري د ۱۶،۲ ميلیارده ډالرو په ارزښت وسلې او مهمات لیږلي دي.